د شنه رنجر تور ټایرونه ورو – ورو تاویدل. مخکې سیټ کې ناست یونیفرم پر تن ځوان مایک خولې ته نیولی و او بیرون ترې دا غږونه راوتل: له ټولو هټیوالو هیله کیږي چې پر خپلو هټیو ملي بیرغونه ولګوي، که چا و نه لګول نو بیا د شکایت حق نلري!
ما رنجر ته کتلې چې د جلال اباد ښار د جوی هفت پر سړک مخ په وړاندې میده میده روانه وه، خو ذهن مې مخ په څټ چټک رفتار پیل کړ، یوه شیبه کې تر اټکه داسې ورسید، لکه اوس چې هم دا زموږ سیمه وي او بیا لکه د احمد شاه بابا سپاهي له اټکه هم پوریوت او آن تر هریپوره ورسید:
دلته زموږ د کورونو تر څنګ پنجابیان هم اوسیدل، دغو په رنګ تورو خلکو سپین زړونه لرل. ارام او بې ضرره وو.
ګرمي خوله خښه کړې وه. مړې مړې خولې را روانې وې. مخامخ د پلوڅو ونې وې، دې ونو لاندې به له خپلو همزولو سره تلم او په غولکه( لینده) مې مرغۍ ویشتې او هم به مو له ډیرې ګرمۍ پناه ور وړه. د دې پلوڅو شاته په کتار د پنجابیانو یو پوړیز ساده کورونه اباد وو. د ځینو کورونو مخې ته به تورې میښې پرتې وې او د جوارو په بوټو به یې شخوند واهه.
دلته د یوه ملک کور و، کله کله به یې د کور مخې ته درې څلور کټونه پراته وو او ناستو کسانو به په نوبت د چیلم له سرخانې لوخړې پورته کولې.
هلکان لګیاوو په همدې ځای کې یې تارونه غځول او په تارونو کې پر شنه ټوټه د سپین هلال او ستوري لرونکي بیرغونه سریښ شوي وو. شاوخوا نورو کورونو هم د کور پر سر د همدغه نښان جنډې لګولې وې. پوښتنه مې وکړه، ویل یې چوده اګست (اګست ۱۴مه) ده. د پاکستان د ازادۍ ورځ ده!
هغه وخت زموږ ذهن د ازادۍ له خوږې کلمې سره نا اشنا و. هغه وخت زموږ پر ازادۍ (قطبي خرس) پلتۍ وهلې وې. موږ ماشومان په دې هم نه وو خبر چې موږ یو وخت ازاد ولس وو او دا ازادي راته یو زړور او مدبر امیر ګټلې وه. موږ ته چا په ښوونځیو کې د امان الله خان نوم نه اخیسته. موږ جناح پیژانده چې د یوه نوي زیږيدلي هیواد د ازادۍ کریډیټ ورته حاصل و! خو موږ امان الله خان نه پیژانده چې د وخت له عظیم ځواکه یې د تورې په زور خپلواکي ګټلې وه.
هلته نه پولیس راتلل او نه کوم نور سپاهیان خو چې د دوی په وینا، د ازادۍ ورځ به یې نږدې شوه، نو بیرغونو به بازار نیولی و، د هر دوکان مخې او حتی پر ځینو کورونو به را ځړیدل.
په جلال اباد کې له رنجر څخه راوتلو خبرداریو پریشانه کړم. د خپل ملت غفلت ته یې اندیښمن کړم، له تاریخ څخه د خپل ملت بې پروايۍ ته یې خپه کړم. خو ملت څه ملامت دی؟ دلته خو څوک د ازادۍ خوند څکلو ته نه دي پريښودل شوي. دلته خو په ځای د دې چې غلامان تقبیح شي، د ازادۍ ګټونکی سپاهي تقبیح شوی، پر همده د تکفیر رنګونه موښل شوي او…
دلته خو هره جګړه د ازادۍ په پلمه پیل شوې، جګړې بلا سرونه خوړلي. وطن پکې لمبه شوی، ویجاړ شوی خو د جګړې قیضه د بل چا په لاس کې لیدل شوې.
عجیبه ده، له ټولو ډیر د ازادۍ لپاره زموږ ملت قرباني ورکړې، خو له ټولو ډیر موږ د غلامۍ ژوند تیر کړی، دا غلامي کله په یوه ډوله وه، کله په بل. کله راباندې کفر باداري کړې او کله مسلمان. کله لرې هیوادونو او کله ګاونډیانو.
پر نوي نسل کار په کار دی. په هغوی کې د حب وطن جذبه پیدا کول او وده ورکول په کار دي. کوم ولسونه چې دغه جذبه لري، هغوی په هیڅ نوم او پلمه د نورو غلامي نشي کولای او په هیڅ پلمه د خپل خوږ وطن ګټې د نورو له ګټو نشي قربانولی.
محمد نعمان دوست
( سرخط ورځپاڼه- نننۍ ګڼه)