تېره ورځ له دفتره وختي راووتم، له یوې خوا پنجشنبه وه، له بلې خوا مې په قرغه کې یو ملګری په انتظار و. کوټهسنګي ته له رارسېدو سره سم د قمبر څلور لارې په موټر کې کېناستم او د قرغې په لور مې حرکت وکړ.
موټر ګړندی روان و، زه په دویم سېټ کې د ښيښې طرف ته په ډډه وم او تقریباً ټوله سوارلي مې تر نظر تېرولای شوای. ناڅاپه په مارسېډیز کې ناستو کسانو ته ځیر شوم او د دوی ګونځې او نیولو څېرو ته مې په وار- وار وکتل. دوی ټول په ژورو سوچونو کې ډوب وو. له دې عظیمې او ګمنامې خاموشۍ داسې ښکارېده، لکه ټول چې د یوې کورنۍ غړي وي او خدایمکړه د کوم خواږه دوست د جنازې په موټر پسې روان وي.
که د ننني عصر هرې شېبې ته ځیر شو، دوې دروني پایلې مو شعور ته ټکان ورکوي، چې یوه وېره ده او بله تقاضا. دا دوه نتیجې که څه هم د ټولنیزو اړیکو د پرېکون لوی لامل دي او انسان له انسانه لرې کوي؛ خو که پر تاثر یې ژور غور وشي؛ نو د انسان لهپاره د حقیقت موندلو لوی چانس په لاس ورځي او څه ناڅه د عیني ژوند پر تعرف برلاسېدای شي.
لومړی به د دې ډار پر منځتهراتګ بحث وکړو، بیا به یې پر هغه بُعد خبرې وکړو، چې شتون یې د ژوند ګاڼه بلل شوې او عدم یې په ژوند کې تندریزه او توره باراني شپه.
خوف یو دروني کیف دی، چې تر ډېره د غیرمنطقي تقاضا پر مهال د حواسو له لارې تضاهر کوي. دغه تظاهر هغه مهال صورت نیسي، چې د انساني ذات هره تقاضا له عقل سره په ټکر کې شي؛ خو په دې ټکر کې حواس هم یوازې د یوې الې دنده نه ترسوي، بلکې د انسان په دې دروني ګډوډۍ کې بشپړه ونډه لري. د بېلګې په ډول؛ یو ځوان د ټلوېزیون پر پرده یوه ښایسته نجلۍ ویني، سمدلاسه یې احساسات پر عاطفي ځواک حمله کوي او د دې جمال پر وړاندې د لنډمهالي عشق ګرداب ته ورڅښېږي.
ځوان د ټلوېزیون ښيښې ته د ټلېفون کېمره سموي او څو شېبې وروسته د نجلۍ تصویر د مبایل صفحې ته ږدي. دی ملامت نه دی، ښکلا زړونه اوبه کوي.
لنډۍ ده:
مین د خدای ګنهګار نه دی
په ښایستوو د هر چا مینه راځینه
د ځوان دا حالت ممکن څو ورځې دوام وکړي؛ خو داسې شېبې هم راتلونکې وي، چې نه یوازې د مبایل له ښېښې به د نجلۍ تصویر پاکوي، بلکې له ګالري به یې هم حذفوي. که له ځوان د دې لنډمهالي عشق د پیکهتوب پوښتنه وشي، ممکن ووايي چې پردۍ نجلۍ ته کتل لویه ګناه ده او عاصي د اور ګېډه ډکوي، یا به وايي چې که مې یوه ورځ پلار، کاکا، مشر ورور او… ټلېفون وګوري؛ نو دوی ته به زما ځواب څه وي او یا داسې هم وېلای شي؛ هسې هم دې نجلۍ ته نهشم رسېدای، نو ولې په لوی لاس له تحزن او پرېشانۍ څکه وکړم.
اوس که د ځوان درې واړه دلایل راواخلو، ټول یوه مانا لري، دا ټول اضطراب دی؛ له ربه ډار، له پلاره ډار او له خپګانه ډار.
پورتنۍ بېلګې ته په کتو، زموږ د ژوند ډېرې چارې د ذهن په هغو څنډو کې طرحه کېږي، چې هلته د لاشعور څپې تېرېږي او د احساساتو توند شمال یې رانه د خپل کلتور جامې په هوا کوي.
زموږ د ډېری اضطرابونو لوی لامل له حواسو سره د عقل عظیم ټکر دی. موږ چې د اختر په ورځو کې د حواسو په مټ څلور ورځنی اوربند د سولې په نوم ونوموو؛ عقل مو راببر شي او د سولې سپېڅلی نوم د دغه څلور ورځني اوربند له محدودیته وباسي، دلته نو زموږ اذهان یوازې له څلور ورځو وروسته بېرته له جنګ او مرګ د نجات غور شروع کړي او له عدمتوافقه راټوکېدلی ډار مو په خوښۍ کې د خوښۍ نمانځلو ته نه پرېږدي.
اوس د دې وېرې پر هغه سود او ګټو خبرې کوو، چې د دغه ژوند له پټو رازونو پرده پورته کوي او په تیاره اړخونو کې یې د مکافاتو وړانګې خپروي.
د ژوند یو هدف له ژوند خوند اخیستل دي؛ خو دا لذت یوازې تر تحتسوکالۍ او د خوښۍ په چوکاټ کې غلی نه دی، بلکې د ورځنیو چارو په هره څنډه کې پرې ژبه تېرېدای شي.
په مینه کې چې له غمازانو وېره نه وي؛ نو د خپل ذات له پیاوړتیا او د غماز پر وړاندې له سالمې مبارزې به مو د خوند څکه بالکل ناشونې وي.
که درد ونه لرو، نو د مضطرب حالت پر وړاندې به د خپل تحمل له مقدس ځواکه ناخبره وو او د صبر له انتهايي خوږو به په تمامه مانا بېبرخې وو.
لنډه دا چې ډار ځکه ښه دی، چې هره شېبه مو پر خپل عقل تفکر ته هڅوي او د ژوند په هر بُعد کې مو کره شعور له حیواني شعوره بېلوي.