خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-۱۱-۱۶

کندهار، افغانستان- د امنيه قومندانۍ د امنيت امر وايي چي په تېرو دوو اوونيو کي يې د افغانستان ۱۸ وسله وال مخالفين وژلي دي.

د کندهار د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي نن سهار د ولايت مقام د رسنيو په مرکز کي مطبوعاتي کنفرانس ورکړ. نوموړي وويل په تېرو دوو اوونيو کي يې ۱۸ وسله وال مخالفین وژلي، ۱۴ نور يې ټپيان کړي او ۱۲ يې نيولي دي.

اطرافي وايي ملي پوليسو په تېرو دوو اوونيو کي د بېلابېلو عملياتو پر مهال يې د وسله والو مخالفينو ۲۰ موټرسايکلان، ۲ کلاشينکوفونه، ۶۵۰ بېلابېل ماينونه، ۱ زرنج بم او يوه له چاودېدونکو توکو ډکه رکشه يې کشف او شنډه کړې ده.

د اطرافي په وينا ملي پوليسو ۱۸ کشفي مخابرې، ۱۴ پارسله چاودېدونکي توکي، ۱۲۷ کيلوګرامه باروت، ۴۰۰ د ماين پټاکۍ، ۱۰۰ د ماين کانچې، ۱۵ د ماين ريموټ کنټرولونه، ۱۴ بنډله د ماين ثانيه سوز لاين، ۱۱۰۰ متره ثانيه سوز لاين، ۲۰۰۰ متره د برق لاين، ۷ خالي چانټې، ۲۰ د ماين پاکۍ واسکټونه، ۳ بوشکې او ۱۰۰ کيلوګرامه کېمياوي تېزاب نيولي دي.

نوموړي د خبرو په دوام وويل چي ملي پوليسو داراز ۳ د ۸۵ مرمۍ، ۸ د پنج تېره توپنګ مرمۍ، ۴ د راکټ او ۷۰ د پيکا مرمۍ، ۱۰۰ د زکويک مرمۍ، ۲۰۰ د کلاشينکوف مرمۍ، ۱۶۰ د دهشکې مرمۍ، ۱۲۴ پارسله کېمياوي کود او ۶ توغندي نيولي دي.

اطرافي زياتوي چي ۱۱۲ ګرامه هيرويين، ۳۹۱ کيلوګرامه چرس، ۲۰ لېټره الکولي مشروبات، يونيم ګرام شيشه د هيرويينو، ۳ بېلره معادل، ۶۶۰ کيلوګرامه تېزاب، ۵ بېلابېل موټران او ۶ موظنونين يې نيولي دي. نوموړی وايي داراز يې ۲۰ معتادين د تداوۍ مرکز ته معرفي کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *