مطبوعاتي اعلامیه

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرور کاینات خپرندويي ټولني سره په ګډه د کتابونو نندارتون پرانیست.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیهقي خپرونو ریاست په هڅو د پنځلس زره عنوانه کتابونو،  دغه نندارتون به د رارواني غبرګوالي میاشتي تر اتلسمي نیټې په شل سلنه تخفیف دوام کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني د نندارتون په پرانیستونکو مراسمو کي د کتاب د لوست پر وده ټینګار وکړ او د نندارتونونو جوړول یې په دغه برخه کي هڅوونکي ګامونه وبلل.

ښاغلي جهاني په هیواد کي د کتابونو د لیکني، خپراوي او لوست د پیاوړتیا په موخه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لسګونو کتابونو د چاپولو، عامه کتابتونو د جوړولو، لیکوالو د هڅولو، د دوه نیم مېلیونه افغانیو په لګښت کتابونو پېرلو او نندارتوننو جوړولو، د وروستیو تصمیمونو او فعالیتونو توضیحات وړاندي کړل. دغه راز یې په علمي چارو کي د حق الزحمې د نوي مقررې یادونه وکړه چي د نافذېدو په صورت کي به یې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته سي.

د یادوني وړ ده چي اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کابل کي د کتاب خپروونکو او پلورونکو بنسټونو لپاره، د یوه ځانکړي مرکز ټاکلو په موخه د اولسمشرۍ لوړ مقام ته وړاندیز کړی دی، چي په منظورېدلو به یې، په دې برخه کي، ګڼي ستونزي حل سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *