نن سبا وينو، چې ځينې خلک په ځانستاينې او ځانپالنې پسې ډېرې منډې ترړې وهي او له هر چا يې هيله وي، چې ويې ستايي.

ځينو خلکو چې تاريخونه يا د لويو کسانو ژوند لوستى وي او د هغوى (روح) يې په بدن کې حلول کړى وي؛ نو د ولس د خدمت لېونۍ مينه ورپېدا شوې وي؛ خو که سړى ښه دقيق شي؛ نو داسې مينې يو خو همېشنۍ نه وي او چې څنګه د دې کس حالت بدل شو، بيا به يې هغه مينه نه وي پاتې. موږ چې د باچاهانو سرزوري او پياوړتيا ولولو يا د نورو هېوادونو د مشرانو په اړه واورو، چې څنګه يې خپل هېوادونه ژغورلي؛ نو په زړه کې مو د ولس د خدمت لېونۍ مينه پيدا شي او لويې لويې خيالي کيسې په ذهن کې جوړې کړو. کله کله هڅه کوو، چې همدا خيالي کيسې رښتينې کړو؛ نو ټولنو، ګوندونو، مجلو او رنګارنګو کارونو ته لاس واچوو؛ خو دا هر څه څو ورځې ونه پايي ، ځکه چې زموږ حالت بيا بدل شوى وي او دا هر څه راته بېځايه ښکاري.

ځکه چې زموږ د خدمت دا جذبه د ولس د مينې پر بنسټ نه، له خپل ځان سره د مينې پر بنسټ ولاړه وي او دا هوس راسره وي، چې تاريخونه سبا ما هم د مشروطه غوښتونکو غوندې ياد کړي.

ډېر کسان شته، چې د خپل حيثيت د بقا اندېښنه ورسره وي او داسې انګېري، چې زه چا ونه پېژندم، زما له علمه، ناستې پاستې، شهرته، نبوغه، عصري ژونده څوک خبر نه شو؛ نو داسې خلک يا د ځان او خپلې کورنۍ صفتونه کوي يا په رسنيو کې خپل عکسونه او ويډيوګانې خپروي يا د ځان د تشهير لپاره نورې نامعقولې لارې ګوري.

داسې کسان کله دومره له خپل هوسه مجبور شي، چې ډېرو وړو وړو او نامعقولو چارو ته ګوتې واچوي.

کومو کسانو سره چې د خپلې انزوا ډېر فکر وي، له هغوى نه يوه غونډه، يو تلويزيون او راديو هم نه پاتېږي، چې هسې نه د خلکو له خولې وغورځېږي او هېر شي.

د فرويد يوه خبره مې لوستې وه، چې کوم کسان چې له ځان سره د مخامخېدو تاب نه لري، هغوى د ګڼې ګوڼې او مېلو شوقيان وي؛ خو بل لامل يې راته همدا د خپل حيثيت د بقا ويره ښکاري. دا د دوى مجبوري وي، چې ځان يې همېشه د خلکو پر شونډو او څوکۍ له پاسه خوښ وي؛ خو دا شونې نه ده، يواځې خداى په يوه حال دى.

ګوښتوب که څه هم ښه عادت نه دى؛ خو تر داسې نامعقول هوس ښه دى. په تصوف کې به کله ناکله ځکه پر ګوښتوب ټينګار کېده، چې سالک د شهرت له هوسه وساتي.

افراطي ګوښتوب سړى د کمترۍ له احساس سره مخ کوي؛ خو معتدل هغه د انسان د اطميان نښه ده.

کوم خلک چې پر خپل حيثيت مطمين وي يا يې د خپل حيثيت د بقا لپاره معقولې لارې موندلې وي، هغه هيڅکله له بل سره رخه نه کوي، د يوه کس له خوا د بل چا په ستاينه د کمترۍ احساس نه کوي او د ځان د انزوا اندېښنه يې نه خوري.

که پر ځان باور ونه لرو او خپل حيثيت د بل په چلند پورې وتړو؛ نو همېشه به له اضطراب سره مخ يو.

موږ داسې انګېرو، چې که د ولس خدمت کوو، نو هرومرو به ګوندونه او ټولنې جوړوو. د ولس د خدمت ډېرې لارې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *