لومړۍ برخه
له مقدمې تېږم؛ نېغ موضوع ته ور ګرځم.
عدد مقدس او ناسپېڅلي کېدای نه شي. عدد رمز دی چې مفاهیم لېږدوي، فقط او فقط هغه ګڼوني ارزښت دی چې د یوې نښې په مټه ښودل کېږي، یوه ځانګړې اندازه بیانوي او په شمېر کې ور څخه ګټه اخیستل کېږي.
ځیني دینپوهان وايي چې اعداد او ارقام د نومونو پوهه ده چې څښتن جلا جلا له؛ ادم علیه السلام ته ور زده کړه. پدې اړه الله تعال فرمايي: «و عَلَّمَ ءادَمَ الاَسماءَ كُلَّها» (بقره/2،31) او یا هم «و اِنَّ يَومـًا عِندَ رَبِّكَ كَاَلفِ سَنَة مِمّا تَعُدّون» (حجّ/22،47). دلته الله جل جلا له د انسان توجه د اعدادو تقدس/ناسپېڅلتیا ته نه بلکې شمېر ته را اړولې ده. پدې آیت کریمه کې هم اعداد یاد شوي خو بیا یې هم د انسان توجه د عددونو ارزښت او ناازرښتیا ته نه بلکي زماني عناصرو لکه ورځې، شپې، میاشت او کال ته اړولې: «هُوَ الَّذى جَعَلَ الشَّمسَ ضِياءً والقَمَرَ نورًا وقَدَّرَهُ مَنازِلَ لِتَعلَموا عَدَدَ السِّنينَ والحِسابَ» (يونس/10، 5).
که د هغو خبره سمه فرض کړو چې په قرآن کریم او د رسول الله صلی علیه وسلم په احادثو کې یاد اعداد په ځانګړې توکه د ۱۲۴۰۰۰ عدد؛ ښه او سپېڅلي بولي نو دلته له دوو پوښتنو سره مخ کېږو. لومړئ آیا موږ نه شو کولای همدا اعداد چې په قرآن کریم یا هم د نبي کریم ص په احادثو کې راغلي دي؛ په ورځنیو چارو کې وکارو؟!
نه هیڅ داسې نه ده!!!
هره ورځ زموږ او ستاسو هر یو په لسګونه ځله یاد اعداد او ارقام په ښه او ناښه ډول حتی په ښکنځاوو کې کاروي. دویمه پوښتنه دا ده چې که تاسو موافق یاست چې په قرآن کې یاد شوي اعداد موږ پرته له کومه حرج او ګناه څخه کارولي شو نو بیا په احادثو کې یاد اعداد ولي نه شو کارولی؟!
دا چې له یوې خوا موضوع اوږده او جدي ده او له بله اړخه زموږ په ټولنه کې د اعدادو په اړه توهمات، خرافاتي نظريي او اسرائیلیات خپاره شوي دي. طبعي ده چې په نالوستې ټولنه کې ستونزو او پوښتنو ته حلاره او ځواب په خورا مشکل موندل کېږي نو ځکه خلګ د فکري غلامي، ذهني وېري، خرافاتو، او اسرائیلیاتو لمنې ته ځانونه اچوي. په دودیزو او وروسته پاتيو ټولنو کې انسان له پیدایښته تر ګوره له یادو خرافاتي نظریو سره ذهن او ځان وي او په تدریج سره یې همدا نظرې په زړه او ذهن کې ځای نیسي. چې دا اصل زموږ پر ټولنه هم د تطبق وړ دی.
زه نه وایم چې زما لیکنه به هر څه سم کړي، د خلګو له زړه او ذهنه به د وېري او خرافاتو زنګ وتوږي او له ټولنې به د یادو خرافاتو کمپله به ور ټوله کړي؛ خو د ټولنې د یوه فرد په توګه دا خپله وجیبه ګڼم تر څو پدې اړه دا کرښې له تاسو سره شریکي کړم.
نه غواړم له موضوع څه لرې ولاړم شم؛ بېرته د اعدادو خبرې ته راګرځو. هغه اعداد چې په قرآن کریم کې راغلي دي؛ زه یې یو یو تاسو ته وړاندي کوم:
لومړی: ۱ عدد ۶۱ ځلی په قرآن کریم کي راغلی چې ۲۲ ځلي د توحید په اړه دی:
1- «واِلـهُكُم اِلـهٌ واحِدٌ لا اِلـهَ اِلاّ هُوَ الرَّحمـنُ الرَّحيم» (بقره/2، 163)
دویم: د ۲ عدد ۱۵ ځلي په قرآن کریم کي راغلی دی؛ (نساء/4،11، 176)، (غافر/40،11)، (مائده/5 ،106)، (انعام/6 ،143 ـ 144)، (رعد/13،3)، (نحل/16،51)، (مؤمنون/23،27؛ هود/11،40)، (يس/36،14)، (سبأ/34،46)، (فاطر/35،1) او (توبه/9،40)
درېیم: د ۳ عدد په قرآن کریم کې ۱۷ ځله راغلی؛ (طلاق/65 ،4؛ بقره/2،228)، (بقره/2،196)، (نساء/4،171؛ مائده/5 ،73)، (كهف/18،22)، (مريم/19،10؛ آلعمران/3،41)، (مائده/5،89)، (توبه/ 9،118)، (مجادله/58 ،7)، (زمر/39،6)، (مائده/5،89)، (توبه/ 9،118)، (نور/24،58)، (مرسلات/77،30)، (هود/11،65)، (واقعه/56 ،7)، (مائده/5 ،73)، (يس/36،14)، (نجم/53 ،20)، (نساء/4،3) او (فاطر/35،1)
څلورم: د ۴ عدد په قرآن کریم کې ۱۲ ځلې راغلی؛ (بقره/2،234)، (بقره/2،260)، (بقره/2،226)، (نور/24،4 ، 13)، (نور/24،6ـ9)، (نساء/4،15)، (توبه/9،36)، (توبه/9،2)، (نور/24،45)، (فصّلت/41،10)، (كهف/18،22)، (مجادله/58 ،7)، (نساء/4،3) او (فاطر/35،1)
پنځم: د ۵ عدد په قرآن کریم کي دوه ځلې د د کهف (كهف/18،22) او د مجادلې په سورتونو کې راغلی (مجادله/58 ،7)
شپږم: د ۶ عدد په قران کریم کي:
1- «خَلَقَ السَّمـوتِ والاَرضَ فى سِتَّةِ اَيّام» آمده (اعراف/7،54 ؛ يونس/10،3؛ هود/11،7؛ حديد/57 ،4)
اووم: د ۷ عدد په قران کریم کي:
1- هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (بقره/29)
2- تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ يُسَبِّحُ بِحَمْدَهِ وَلَكِن لاَّ تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا (اسراء/44)
3- قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيم ِ(مومنون/86)
4- فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاء أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (فصلت/12)
5- اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّه عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا (طلاق/12)
6- الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِن فُطُورٍ (ملک/3)
7-أَلَمْ تَرَوْا كَيْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا (نوح/3
اتم: د ۸ عدد په قرآن کریم کي:
1- «و اَنزَلَ لَكُم مِنَ الاَنعـمِ ثَمـنيَةَ اَزوج» (زمر/39،6 و نيز انعام/6 ،143)
2- «و يَحمِلُ عَرشَ رَبِّكَ فَوقَهُم يَومَئِذ ثَمـنِيَه» (حاقّه/69 ،17)
3- «عَلى اَن تَأجُرَنى ثَمـنِىَ حِجَج» (قصص/28،27)
نهم: د ۹ عدد په قرآن کریم کي:
1- «و لَقَد ءاتَينا موسى تِسعَ ءايـت بَيِّنـت» (اسراء/17،101)
2- «و كانَ فِىالمَدينَةِ تِسعَةُ رَهط يُفسِدونَ فِىالاَرضِ» (نمل/27،48)
لسم: د ۱۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «مَن جاءَ بِالحَسَنَةِ فَلَهُ عَشرُ اَمثالِها» (انعام/6 ،160)
2- «و سَبعَة اِذا رَجَعتُم تِلكَ عَشَرَةٌ كامِلَةٌ» (بقره/2،196)
3-«فَكَفّـرَتُهُ اِطعامُ عَشَرَةِ مَسـكينَ» (مائده/5 ،89)
4-«يَتَرَبَّصنَ بِاَنفُسِهِنَّ اَربَعَةَ اَشهُر و عَشرًا» (بقره/2،234)
5- فَكَفّـرَتُهُ اِطعامُ عَشَرَةِ مَسـكينَ» (مائده/5 ،89)
6- «و وعَدنا موسى ثَلـثينَ لَيلَةً و اَتمَمنـها بِعَشر» (اعراف/7،142)
7- «فَاِن اَتمَمتَ عَشرًا فَمِن عِندِكَ» (قصص/28،27)
8- «والفَجر * ولَيال عَشر» (فجر/89 ،1 ـ 2)
9- «قُل فَأتوا بِعَشرِ سُوَر مِثلِهِ مُفتَرَيـت» (هود/11،13)
10- «يَتَخـفَتونَ بَينَهُم اِن لَبِثتُم اِلاّ عَشرا» (طه/20،103)
یوولسم: د ۱۱ عدد په قرآن کریم کي:
1- «يـاَبَتِ اِنّى رَاَيتُ اَحَدَ عَشَرَ كَوكَبـًا والشَّمسَ والقَمَرَ رَاَيتُهُم لى سـجِدين» (يوسف/12،4)
یوولسم: د ۱۲ عدد په قرآن کریم کي:
1- «اِنَّ عِدَّةَ الشُّهورِ عِندَ اللّهِ اثنا عَشَرَ شَهرًا» (توبه/9،37)
2-«و قَطَّعنـهُمُ اثنَتَى عَشرَةَ اَسباطـًا اُمَمـًا» (اعراف/7،160)
3-و بَعَثنا مِنهُمُ اثنَى عَشَرَ نَقيبـًا» (مائده/5 ،12)
4-«فَانفَجَرَت مِنهُ اثنَتا عَشرَةَ عَينًا» (بقره/2،60 ؛ اعراف/7، 160)
دوولسم: د ۱۹ عدد په قرآن کریم کي:
1- «عَلَيها تِسعَةَ عَشَر» (مدثّر/74،30)
دیارلسم: د ۲۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «اِن يَكُن مِنكُم عِشرونَ صـبِرونَ يَغلِبوا مِائَتَينِ» (انفال/8 ،65)
څوارلسم: د ۳۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «و وعَدنا موسى ثَلـثينَ لَيلَةً واَتمَمنـها بِعَشر» (اعراف/7،142)
2- «و حَملُهُ و فِصــلُهُ ثَلـثونَ شَهرًا» (احقاف/46،15)
پنځلسم: د ۴۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «ووصَّينَا الاِنسـنَ بِولِدَيهِ اِحسـنـًا حَمَلَتهُ اُمُّهُ كُرهـًا و وضَعَتهُ كُرهـًا و حَملُهُ وفِصــلُهُ ثَلـثونَ شَهرًا حَتّى اِذا بَلَغَ اَشُدَّهُ و بَلَغَ اَربَعينَ سَنَةً قالَ رَبِّ اَوزِعنى اَن اَشكُرَ نِعمَتَكَ الَّتى اَنعَمتَ عَلَىَّ و عَلى ولِدَىَّ و اَن اَعمَلَ صــلِحـًا تَرضـهُ و اَصلِح لى فى ذُرِّيَّتى اِنّى تُبتُ اِلَيكَ و اِنّى مِنَ المُسلِمين». آيه 26 مائده/5
2- «قالَ فَاِنَّها مُحَرَّمَةٌ عَلَيهِم اَربَعينَ سَنَةً يَتيهونَ فِى الاَرضِ فَلاتَأسَ عَلَى القَومِ الفـسِقين».
3- «واِذ وعَدنا موسى اَربَعينَ لَيلَةً» آيه 142 اعراف/7
شپاړم: د ۵۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «ولَقَد اَرسَلنا نوحـًا اِلى قَومِهِ فَلَبِثَ فيهِم اَلفَ سَنَة اِلاّ خَمسينَ عامـًا» (عنكبوت/29،14)
اوولسم: د ۶۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «فَمَن لَم يَستَطِع فَاِطعَامُ سِتّينَ مِسكينـًا» (مجادله/58 ،4)
اتلسم: د ۷۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «واختارَ موسى قَومَهُ سَبعينَ رَجُلاً لِميقـتِنا» (اعراف/7،155)
2- «اِن تَستَغفِر لَهُم سَبعينَ مَرَّةً فَلَن يَغفِرَ اللّهُ لَهُم» (توبه/9،80)
3- «ثُمَّ فى سِلسِلَة ذَرعُها سَبعونَ ذِراعـًا فاسلُكوه» (حاقّه/69 ،32)
نولسم: د ۸۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «فَاجلِدوهُم ثَمـنينَ جَلدَةً ولا تَقبَلوا لَهُم شَهـدَةً اَبَدًا و اُولـئِكَ هُمُ الفـسِقون» (نور/24،4)
شلم: د ۹۹ عدد په قرآن کریم کي:
1- «اِنَّ هـذا اَخى لَهُ تِسعٌ و تِسعونَ نَعجَةً ولِىَ نَعجَةٌ واحِدَةٌ»
یوویشتم: د ۱۰۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «فَاَماتَهُ اللّهُ مِائَةَ عام ثُمَّ بَعَثَهُ قالَ كَم لَبِثتَ قالَ لَبِثتُ يَومـًا اَو بَعضَ يَوم قالَ بَل لَبِثتَ مِائَةَ عام» (بقره/2،259)
2- «مَثَلُ الَّذينَ يُنفِقونَ اَمولَهُم فى سَبيلِ اللّهِ كَمَثَلِ حَبَّة اَنبَتَت سَبعَ سَنابِلَ فى كُلِّ سُنـبُلَة مِائَةُ حَبَّة» (بقره/2،261)
3- «واِن يَكُن مِنكُم مِائَةٌ يَغلِبوا اَلفـًا … فَاِن يَكُن مِنكُم مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغلِبوا مِائَتَينِ» (انفال/8 ،65 ـ 66)
4- «الزّانِيَةُ والزّانى فَاجلِدوا كُلَّ واحِد مِنهُما مِائَةَ جَلدَة» (نور/24،2)
دوویشتم: د ۳۰۹ عدد په قرآن کریم کي:
1- «و لَبِثوا فى كَهفِهِم ثَلـثَ مِائَة سِنينَ وازدادوا تِسعـا» (كهف/18،25)
درویشتم: د ۹۵۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «ولَقَد اَرسَلنا نوحـًا اِلى قَومِهِ فَلَبِثَ فيهِم اَلفَ سَنَة اِلاّ خَمسينَ عامـًا» (عنكبوت/29،14)
څلوریشتم: د ۱۰۰۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «و اِن يَكُن مِنكُم اَلفٌ يَغلِبوا اَلفَينِ» (انفال/8 ،66)
2- «اَلَن يَكفِيَكُم اَن يُمِدَّكُم رَبُّكُم بِثَلـثَةِ ءالـف مِّنَ المَلـئِكَةِ مُنزَلين» (آلعمران/3،124)
3- «ثُمَّ يَعرُجُ اِلَيهِ فى يَوم كانَ مِقدارُهُ اَلفَ سَنَة مِمّا تَعُدّون»
4- «و اِنَّ يَومـًا عِندَ رَبِّكَ كَاَلفِ سَنَة مِمّا تَعُدّون»
پنځویشتم: د ۲۰۰۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «و اِن يَكُن مِنكُم اَلفٌ يَغلِبوا اَلفَينِ» (انفال/8 ،66)
شپږویشتم: د ۳۰۰۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «اَلَن يَكفِيَكُم اَن يُمِدَّكُم رَبُّكُم بِثَلـثَةِ ءالـف مِّنَ المَلـئِكَةِ مُنزَلين» (آلعمران/3،124)
اوویشتم: د ۵۰۰۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «يُمدِدكُم رَبُّكُم بِخَمسَةِ ءالـف مِنَ المَلـئِكَةِ» (آلعمران/3،125)
2- «تَعرُجُ المَلـئِكَةُ والرّوحُ اِلَيهِ فى يَوم كانَ مِقدارُهُ خَمسينَ اَلفَسَنَه»
اتویشتم: د ۱۰۰۰۰۰ عدد په قرآن کریم کي:
1- «و اَرسَلنـهُ اِلى مِائَةِ اَلف اَويَزيدون» (147 صافّات/37)
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادثو کې ډېر زیات اعداد کارول شوي دي چې د ټولو راوړل د دې وړوکې رسالې له توانه وتلې خبره ده، یواځې یې په لاندې حدیث شریف بسنه کوو:
أبي أمامة قال أبو ذر : قلت يا رسول الله: كم وفاءعدة الأنبياء ؟قال : مائة ألف ، وأربعة وعشرون ألفا ،والرسل من ذلك:ثلاثمائة وخمسة عشر ، جما غفيرا “والحديث صححه الشيخ الألباني رحمه الله في مشكاة المصابيح
پورته یاد او ګڼ شمېر نور عدد چې هره ورځ یې موږ په تفسیر، احادثو، فقه، سوادګرۍ، انجېنیرۍ، طبابت، ستاینو، لیدنو، ښکنځنو خلاصه ورځني ژوند کې کاروو. که عدد مقدس وي؛ نو بیا ولې داسې کوو؟
اصلي خبره دا ده چې په قرآن کریم کې د اعدادو راوړل د پوهي، مصلحت، د واقعیاتو د بیان او د ګڼون په موخه دي نه د اعدادو د سپېڅلتیا، ناسپېڅلیتا، بدوالې او ښه والې لپاره.
له ځانو د تشریع مرجع او د خرافاتو منبع مه جوړوئ، که د دین او علم په رنا کې بحث کولای شئ؛ خدای مو راوله. زه او لوستونکي به هم نوي څه ووینو.
د اعدادو پر سپېڅلتیا باندي رساله (کتابګوټی) د بشپړېدو په درشل کې دی؛ تر چاپېدو یې همدلته لوستلای شئ.