پاچا ترکاڼ ته وویل:
سبا ته دې اعداموم.
ترکاڼ ټوله شپه سوچونه کول، خوب نه ورته.
مېرمنې يې ورته وویل:
د نورو شپو په څېر ویده شه.
لوی څښتن (ج) مهربانه ذات دی، وبه دې ساتي.
ډېرې بندې دروازې به درته خلاصې کړي.
د مېرمنې په خبرو د ترکاڼ زړه لږ څه آرام شو، ويده شو او ټوله شپه يې ښه خوب وکړ.
سهار وختې يې د سرتېرو د پښو ښکالو تر غوږ شوه.
په بيړه له خوبه پورته شو. رنګ يې الوتی و.
په خوارو سترګو يې مېرمنې ته وکتل، په داسې حال کې چې لاسونه يې رېږدېدل ور يې خلاص کړ. لاسونه يې سرتېرو ته ونيول چې ويې تړي.
دوه سرتېري خونې ته دننه شول، ترکاڼ ته يې وویل:
تابوت ورته جوړ کړه.
د ترکاڼ په رنګ کې وینه پیدا شوه.
مېرمنې ته یې مخ ور واړوه. مسک شو، د مېرمنې خبره وریاده شوه
چې ورته ويلې يې وه.
بېغمه ویده شه الله (ج) ستر ذات دی.
د خپلو بېوزله بندګانو له پاره ډېرې دروازې خلاصولی شي.
مرګ او ژوند د الله (ج) په لاس کې دی، نه د پاچاهانو او امیرانو په لاس.
د ۱۳۹۵کال د وري۲۰مه