ټليفون وشرنګېده.

– بلې سلام وروره!

– سلام خورې! چېرې يې؟

– راغلې يم چې په سینګارکوونکو باندې پاتې مال خرڅ کړم.

 تا څه وکړل ایا کوم څه دې معلوم نه کړل؟

 – زه لاړم او د ښار د معتادانو د درملنې ټول روغتونونه مې ولټول خو اوښی مې نه و، نن يې هم هېڅ پته ونه لګېده چې اوښی مې چېرې دی.

 ښځې په خاورو خړې اوښکې د ټيکري په پیڅکه پاکې کړې، تلیفون یې د زړې چپنې جېب ته کړ د سینګارتون لویې هټۍ ته ورسېده، د وره له کړپ سره د موټرو او خلکو شور او ځوږ کم شو. لوړه او سپینه سینګارکوونکې څو قدمه رامخ ته شوه، د عطرو بوی دې هم حس کړ.

– سلام

 سینګارکوونکې سرې شونډې یې پرانیستې:

 -علیکم سلام!

 مهرباني وکړئ مېرمنې څه مو په کار دي؟

 – زما زما نوم مينه ده، زه د ښار په سینګارتونونو له هراته راوړل شوی صابون او کریمونه خرڅوم تاسو يې هم وګورئ که مو خوښ شي تاسې ته به يې هم راوړم.

 سینګارکوونکې په توره پسته څوکۍ مینې ته د کېناستو بلنه ورکړه، شر شو هټۍ د پلاستيک د پرانیستو غږ ونیوه او ژر ژر يې توکي ورښکاره کړل، خو بیا هم تل په شان ډیر توکي خرڅ نشول مینې تر ماښامه پر ډیرو سینګارتونونو وګرځېده او هرې هټۍ ته په ننوتو يې په شونډو يوه ترخه مسکا خورېده، هغه هم د دې لپاره چې اخیستونکي ترې ډير توکي واخلي؛ نو ځکه يې خپل خپګان نه ښکاره کاوه. ماښام ناوخته کور ته ورسیده، د وره له لومړي ځل ټکولو سره په بېړه ور پرانیستل شو.

– مورې! ستړې مشې.

– خيریوسې لورکې.

 ورور دې ولې ژاړي؟

– تا غواړي مورجانې. وايي مور مې ولې نه راځي.

مينې په بېړه په پخلي پیل وکړ او دوې لوڼې يې هم ځان سره په کار اخته کړې، خو بیا يې هم د ماشومانو له پوښتنو ځان ونشو ژغورلی. وړوکی زوی او لور يې چې غبرګونکي وو له کوټې راووتل او د پخلنځي په وره کې په دريدو يې د پخوا په څېر وپوښتل: – مورې پلار به مې څه وخت راځي؟

– تر اوسه معلومه نه ده. مور خو دې درسره ده د زړه ټوټې.

 کله چې ماشومان ويده شول، نو مينه بیا هغه د ورځې په شان قوي ښځه نه وه چې په څېره يې د خواشینۍ نښنه نه ښکاريده اوس نو په داسې يوې بې وزلې مېرمن بدله شوه چې تر ټولو ستر کار يې کولی شو، هغه د خپلو اوښکو پاکول وو او نور هیڅ.

 د سهار لمرینو وړانګو د مينې سترګې له کلک خوبه پرانیستې، ښځه په بېړه ځای کې راکېناسته ساعت ته په کتو يې وویل: – اوه ډيره ناوخته شوې پورته شئ د ښوونځي ناوخته کيږي. د ښځې خبرې د موبایل غږ ورپرې کړې

-هلو!

سلام وروره.

– سهارپخير خورې!

تيره شپه مې د اوښي يو ملګری ولیده په وروستي ځل يې هغه ته ویلي چې ایران ته روان دی.

– ایران! خو زه يې ايران کې څنګه ولټوم؟

– اوریدلي مې دي چې په دې ورځو کې يې ډیر کډوال نیولي دي.

 – زه سبا هرات ته روانه یم چې نوی مال راوړم، نو مال پرېږېدم ځم مرز ته نېږدې زندانونو کې يې ولټوم.

 تليفون يې کېښوده او په بېړه يې ماشومان ښونځي لپاره تیار کړل. کرۍ ورځ يې زر ډوله فکرونه وکړل ماښام يې ماشومانو سره د ورور کور ته لاړه، تر سهار کېدو پرته يې اوږد سفر پیل ک تیار ماښام يې سرحد ته نېږدې هوټل کې له خپل ورور سره کوټه کرايه کړه، خو ټوله شپه يې له خدایه همدا يوه غوښتنه وکړه چې دا ځل يې د خاوند له پیدا کولو ناامیده نه کړي د سهارنۍ رڼا له خوريدو سره سم يې سرحد کې د ایران خاورې ته د ننوتو اجازه تر لاسه کړله او په ډيرو ستونزو او خواريو سرحد ته نېږدې زندان له وره څخه تير شول. مينې ته په زندان کې د بندي افغانوانو لیست ورکړ شو دا وخت يې تور غنم رنګی رنګ داسې سپین شو لکه چې سپین رنګ يې پرې وهلی وي او په ريږېدلو لاسونو يې د کتابچه ورته لیست په یوه یوه نوم ګوته تيره کړه خو تر پایه يې د خپل خاوند نوم ونه مونده په زندان کې کارکوونکي یو بل لیست ورکړ، مينې تر دریو نومونو وروسته ګوته ودروله او له سترګې يې يو غټه اوښکه په ورقې توېې شوه ورور يې ور منډه کړه لیست ته يې وکتل په څلورمه شمېره کې يې د اوښي نوم وه ((حامد)) مخامخ ورته لیکل شوي وه: محکوم به اعدام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *