افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۶/۸/۱۶
له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان ترهګر حکومت ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پرتو ولسونو د استوګنې کورونه په نښه کوي او داسې ورځ کمه تېره شوې، چې پاکستاني حکومت دې زموږ ولسونو پر کورونو راکيټي بریدونه کړي نه وي، چې په نتېجه کې زموږ ولسونه چې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراته و او د سامراجي حکومت د هر ډول حرکت مخه يې نيوله، هغوی د راکيټي بریدونو له وېرې خپلې د استوګنې مېنې پرېږدي او پاکستان حکومت ورو، ورو مخ په وړاندې راځي.
د ځينو شمېرو له مخې د پاکستان سامراجي حکومت د کونړ ولايت خاص کونړ، سرکاڼو او مرورې ولسواليو کې څو کيلومتره وړاندې راغلي دي.
همدارنګه د پکتيا په ځاځي میدان او نورو سیمو کې چې ډيورنډ فرضي کرښې سره نژدې دي، پاکستاني حکومت هلته خپل نفوذ پراخ کړی او حتی په ځينو سیمو کې خو لا پاکستانی نصاب تدریس کېږي.
پاکستان حکومت نه يواځې راکيټي بريدونه کړي دي، بلکې د ډيورنډ فرضي کرښې په امتداد يې د کيلومترونو په واټن اغزن سیمونه غځولي دي، په ځينو ستراتيژيکو سیمو کې خو يې دروازې هم درولې دي، همدارنګه خندق ایستل، کټارې درول او د اغزنو سیمونو د غځولو لړۍ کلونه کېږي، چې روانه ده.
دا چې تر اوسه د ملي يووالي حکومت د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو پرېکنده دريځ نه لري او ډيورنډ فرضي کرښې په وړاندې له مضر احتياط څخه کار اخلي.
په هيواد کې سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او بنسټونه د ډيورنډ فرضي کرښې په وړاندې خپل غبرګون نه ښيي، هغه څه دي، چې موږ يې اندېښمن کړي يوو، پولې او کرښې د حکومتونو تر منځ شتون لري، خو د هغه ملتونو او ولسونو تر منځ هيڅکله کرښې او پولې رامنځ ته کېدی نه شي، چې ژبه، فرهنګ، وينه او تاريخ يې يو وي.
دا چې په هيواد کې په لسګونه سياسي ګوندونه، سلګونه مدني ټولنې او خپلواک بنسټونه فعاله دي، ټول د افغانيت، اسلاميت او ارضي تماميت چيغې وهي، خو له بده مرغه چې د همدې سياسي ګوندونو، مدني ټولنو غلي پاتې کېدل د دښمن جرات نور هم لوړ کړی دی او په ډېره سپين سترګۍ سره خپل اغزن سیمونه زموږ د ولس پر سینه کشوي، موږ داسې فکر کوو، چې همدغه سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې چې د ډيورنډ کرښې په خلاف غږ نه اوچتوي، دوی هم له سامراجي حکومت سره پټې اړيکې لري او سامراجيان د همدغه ستميانو پر مټ نور هم له ورځې بلې ته زړور کېږي.
افغانستان نوين څېړڼيز او مطالعاتي مرکز له ټولو مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو په ټينګه غوښتنه لري، چې ډيورنډ زموږ او تاسو ناموسي او ملي حثيت دی، موږ د همدې فرضي کرښې د منځه وړو لپاره هر ډول قربانيو ته تيار یوو، له تاسو په ډېر احترام هيله کوو، پاکستان حکومت چې د ډيورنډ فرضي کرښې په امتداد خپلو تحرکاتو ته زور ورکړی دی، نو د همدې سترې فاجعې د مخنيوي لپاره غږ اوچت کړئ، خپل ولسونه د پاکستان حکومت ددغه ناروا او ناقانونه عمل په وړاندې متحد کړئ، افغان حکومت اړ کړئ، تر څو د پاکستان سامراجي ادارې دغه روانه ناقانونه هڅې ودروي.
که چېرته تاسو رښتيا هم د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي ګټو او نواميسو ته ژمن يئ، نو همدا نن د پرنګي د بېلتون کرښې په اوږدو کې د پاکستان حکومت د وړاندې تګ هڅې شنډې او خپل ولسونه يې په وړاندې راپورته کړئ.
ډيورنډ فرضي کرښه هر اصیل افغان ته د ناموس حثيت لري او هر ډول قربانۍ ته تيار دي، تاسو هم خپل افغانیت په عمل کې ثابت او د سامراجي ادارې په وړاندې لکه غر ودېرېږئ، تر څو مو خپل ناموسي حثيت صدمه ونه ويني.
په درنښت
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر