اعلانونه تر ځينو ليکنو په زړه پورې خېژي، موږ ته يې په کورس کې د اعلانونو زور او اغېز په دومره لوړه کچه ښوو چې يو څوک په سايبريا کې هم يخچال اخيستو ته ورماتولای شي، خو دلته اعلانونه دومره پيکه مومې چې د ورماتېدو پر ځای دې زړه‌توري کولو ته اړباسي، تر پايه به دا پرېکړه و نه‌شې کړای چې اعلان د هڅونې، جذب او تشويق په پار دی که د نفرت؟

څو مياشتې وړاندې د اوقافو وزارت په اعلان کې يوه مېرمن ښوول کېده چې د حج په مراسمو کې يې ماشوم زو کړی، دا يې د دې مېرمنې او ماشوم د دنيا او اخېرت لويه نېکمرغي ښووله، داسې ګڼل کېده چې امېندوارې مېرمنې ښايي د دغسې نېکمرغي له‌پاره حج غوره کړي، په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې امېندوارو مېرمنو ته د حج اجازه د مور و ماشوم د روغتيايي ستونزو له امله نه‌شي ورکول کېدای.

ظاهر ته په کتو داسې ښکارېده چې دغه اعلان حج ته د تشويق او هڅونې په پار دی، خو حج کومه متاع او سوداګري نه ده.

له بلې خوا سعودي د هېوادونو له‌پاره سهميه يا کوټه ټاکلې، په افغانستان کې هر کال د خپلې سهميې لس برابره وګړي د حج په انتظار اړ دي، ځکه خو نه دا چې حج ته د تشويق او هڅونې کومه اړتيا نه ليدل کېږي، بلکې وار له مخه له سهميې څو برابره زيات خلک حج ته چمتو دي.

د يوه شخصي ټلوېزيون يو اعلان په زړه‌پورې نه، بلکې حيرانوونکی او نه منونکی دی.

«ګروه پول سازان» درپېژني چې په مياشت کې له زر ډالره يو نيم زر او له يو لکو يو نيم لک درته جوړوي.

هماغه د پاکستاني ډبل شاه کرکټر چې څو کاله وړاندې يې زرګونه کسان لوټلي او د پولۍ ټک ته کښېنولي وو.

که څه هم د معيار په کچه د دغه چينل برخه خواره ښکاري، خو د ليدونکيو شمېر يې تر ټولو زيات ختلی. زه يې خپله همېشنی لیدونکی، بلکې مين يم.

يوه بريټانوۍ ورځپاڼه سره له دې چې مزخرفه او د ټيټې کچې ګڼل کېږي، خو تر ټولو يې تېراژ لوړ او د مينه‌والو شمېر زيات دی. د دې ورځپاڼې په لومړي، دويم او درېيم مخ کې داسې تصويرونه وي چې که څوک په انګلېسي هم نه پوهېږي، له پاڼو اړولو يې زړه نه‌شي صبرولای.

د ډېرو کواليفايډ ښاغليو بکسونه که وګورې، د دې ورځپاڼې يوه نه يوه ګڼه به پکې مومې.

د کابل د دغه شخصي چينل د اعلان يوه کمزوري دا ده چېې خپل اعلان يې يوازې په توريو او ټکيو کې را ټول کړی، که داسې څېرې او کرکټرونه يې ورته موندلي وای چې په تېرو شپاړسو کالو کې يې سل ډالر اتومات ميليونونه ډالر ګرځولي، نه دا چې له ډبل شاه به يې په يوه ګام ټول ډګر ګټلی وای، بلکې له پوليسو او عدلي تعقيبه به يې هم د خونديتوب ضمانت وړاندې کړی و.

ځکه چې له دغسې کسانو چې سل ډالر يې ميليارډونو ته ختلي نه حکومت کومه پوښتنه کړې، نه يې د ټکس او ماليې کومه کرښه ورته تېره کړې، ان چې د برېښنا شرکت له بلونو يې هم مصوونيت په برخه شوی دی.

له فساد سره د مبارزې دا نيم درجن ادارې او سيګار ټول ورته پنچر غورځېدلي دي.

له جنرال مشرفه د جاپان صدراعظم پوښتنه کړې وه چې ملا عمر په جاپاني موټرسايکل له کندهاره پښې سپکې کړې؟

مشرف ورته ويلي وو چې ده هم دغه خبره اورېدلې، که جاپان د خپلو موټرسايکلونو د مارکېټ په پار دغسې يوه صحنه د خپلو اشتهاراتو برخه وګرځوي، ښايي د موټرسايکلونو مارکېټ يې په ګرده نړۍ کې خپور شي.

له سلو ډالرو ميليونونه جوړول يوازې د الادين څراغ د پېريانو، ډبل شاه، ګروه پول‌سازان، جنګ‌سالارانو، قوماندانانو او سرکاري پنډتانو کارنامه نه ده، د قرارداديانو او کمېشنکارانو کرشمه هم نه ده، بلکې د هغو پخوانيو طالب چارواکيو هنر او کمال هم ګرځېدلی چې له وسله‌والو طالبانو يې په مخ اړولو سل ډالره درې سوه ميليونه ډالرو ته رسېدلي دي.

داسې طالب مشران او قوماندانان هم شته چې د جګړې له ډګره او د قطر له دفتره يې د جېب سل کلدارې ميليونونو ډالرو ته لوړې کړې دي، د داسې جنرالانو او منصبدارانو هم کمی نه‌شته چې په څو کالو کې يې په همدغه جګړه کې سل افغانۍ سل ميليونه ډالرو ته لوړې کړې دي.

دوی ښايي خپلې تجربې له چا سره شريکې نه کړي، خو د معاوضې يا حق الزحمې په بدل کې شونې ده د ګروه پول‌سازان د اعلان کوم پارټ ته غاړه کښېږدي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *