بدلون

سرليکنه/ اداره

بدلون اوونيزه/ لومړی کال\(۴۷) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۲۸\ ۱۳۹۴

موږ په داسې حال کې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۶- یمه کلیزه لمانځو چې د زرګونو افغانانو د مهاجرت سېلونه پر پردیو هیوادو، خاصتاً اروپایي و لویدیځو هغو ور مات دي او په دې حساب زموږ هیواد د کډوالۍ د کمیت له درکه په نړۍ کې اول مقام لري، پر دې اساس نو په یوه سرسري نظر سره ۹۶- کاله مخکې ژوند ته په کتو سره مشخصه نتېجه اخیستای شو چې د افغانانو یوه پېړۍ مخکې ژوند نن د یوویشتم قرن له شرایطو سره د مقایسې وړ نه دی او تر هغه شاته لوېدلی دی.

تاریخ پوهان وایي، تاریخ ډېر لوی استاد دی چې هوښیار افراد و ملتونه خورا پر ځای او وخت ګټه ځنی اخلي؛ نن موږ ته د خپل هیواد استقلال لمانځنه له دې اړخه خورا مهمه ده چې و ګورو او زده کړو چې سل کاله مخکې د دې وطن پر شمع سوځېدونکو عاشقانو څنګه د منور ځوان اعلیحضرت امان الله شاه غازي په خردمندانه رهبري سره داخلي استبداد او خارجي استعمار ته د تاریخ په هدیره قبر وکیښ او په خپل روشنفکرانه و عاشقانه کار و پیکار سره یې خپل مملکت د تمدن و ماډرنیزم و نوي و ویاړلي پړاو ته ور ننئیست او د دې تر څنګ د شرموونکي ارتجاع، تور ذهنیت، پسمانده قبیلوي و جاهلانه شعور پر ورستو عواملو هم سر خلاص کړو چې په څنګه توګه یې په سراسر افغانستان کې د علم، معرفت، فرهنګ، مدنیت او پېشرفت څراغونه، چې زموږ د غازیانو په وینو روښانه شوي ول، یو په یو ووژل او ووژل.

دا د تاریخ ډېره نادره او ناآشنا پېښه ده چې د یوې مطلق العنانه او مستبدې واکمنۍ د عیش و نوش او شوق و عیاشۍ په بانشاط و خوشحال چاپېریال کې اوسېدلی، په دوو وروڼو کې کشرۍ او نازدانه شهزاده دې د خپل وطن د ودانۍ او ملت د ښېرازۍ لپاره داسې بې مثاله او بې زواله عشق ولري چې د خپل دغه ملي- وطني جنون په حکم دې خپل راحت طلبه او خوش ګزرانه پلار د وطن د مور د عظمت او پرتم مخ ته قربانې کاندي او ټولو شخصي هوساییو ته د هوس ځپنې لپاره دې پر خپل ځوان و سرکښه نفس باندې د خپلي انساني ارادې سنګین ګام کښېږدي، خپل ټول کم و کیف دې د خپل محبوب مملکت هراړخیز پېشرفت ته وقف کړي او د اول و دوهم مشروطیت ټولو روښانو اهدافو ته د رسېدو له پاره دې د دغه غورځنګ د روشنفکرو مبارزانو په مټ و ملتیا د تطبیق داسې زمېنه سازه کاندې چې په یاد یي و جدانونه هیجاني کېږي، ارادې نڅېږي، عقلونه حیرانېږي، زړونه مستیږي، ذهنونه بڅرکي غورځوي، وینې جوشېږي، جهالتونه بېریږي، ارتجاع لړزیږي، افراطیت شرمیږي، پرګنې په نازېږي او ځوان نسلونه همداسې ویښتیایي و روښانتیايي قیامو او عاقلانه پر مختګو ته چمتو کېږي؛ دا ډېره سخته ده او دا په استثناآتو کې استثنا ده.

کله چې د یوه سفر مهال زموږ دغه زلمی غازي له خپلې روښانه ضمیره ملکې ثریا سره د ایران دربار ته ور ننووت او هلته دواړو په کوم فصاحت و بلاغت د کوم منطق ننداره وړاندې کړه نو د ایران پاچا رضا شاه پهلوي دې روشنفکرۍ، دې سلیقې او د افغانستان له دې ځوان مدبر پاچا سره د هغه د ملکې نندارې له حیرته و لړزاوه ځکه هغه مهال لا د ده دربار د آزادۍ له داسې یوې پیاوړې او رڼې روحیې سره کاملاً ناآشنا وو.

اعلیحضرت امان الله شاه غازي چې کله په ۱۳۰۶ کال کې اروپايي هیوادو ته سفرونه پیل کړل نو هلته د اروپا خارق العاده پرمختګو، فکري آزادیو او بشري ښېرازیو د هغه د وجود په ذره- ذره کې د خپل ګران و جانان افغانستان لپاره د ورته اعتلاء او پرمختیا د مینې اور څو- څو برابره زیات کړ؛ هغه فکر وکړ چې د ده دروند ملت هم د انساني ټولنې د وجود د یوه مهم غړي په صفت حق لري چې له دغه ډول بشري پېشرفت او انساني هوسایني څخه برخمن شي، له هره اړخه داسې پر پښو ودرېږي او ټولې اړتیاوې یې داسې پوره شي چې بیا هېڅکله چا ته مجبور او له دې سببه د پردیو د شومو موخو قرباني نه شي.

موږ ځکه د خپل دغسې بې ساري تاریخي افتخار شخصیت و فکر، پلان و ارمان او هدفونه و کارونه استثنایي بولو چې هغه مهال هیچا دغسې شهکار و ابتکار نه درلود.

د دې استثنایي پاچا روشنفکرانه و وطنپرستانه برم و پرتم هغه مهال د ایران پر رضا شاه پهلوي او ترکي واکمن مصطفی کمال اتاترک باندې بر او پرتمین وو؛ هغه دور اندېش واکمن سل کاله مخکې زموږ نننۍ ډېره- ډېره بده ورځ سمه- دمه په سترګو لیدله چې د فقر و بېکارۍ جنګ و جهالت له جوره به خپل کور و اور پرېږدو او د ذلت په ټول کیفیت سره به لویدیځ و اروپا ته تښتو ځکه یې نه ماتېدونکی هوډ نیولی وو او د دې پر ځای چې د ده پتمن هیوادوال د اروپا د جنت په رنګونو و رڼاګانو پسې خوار و سرګردان شي نو باید اروپا دوی ته راولي، معنا دا چې د دوی خپل وطن د تمدن او توسعې هغه برید ته ورسوي چې سیمه خو پرېږده آن ارويا هم حیرانه کړي اما هغه زخم چې دغه غازي پاچا د انګریزي امپراتورۍ او استعمار پر سینه د افغانستان د بشپړ سیاسي استقلال په شکل جوړ کړی وو نو دا خو طبعاً چې هغه ښکېلاک ته د برداشت وړ نه وو، هغه وو چې زموږ د تمدن او قانون پر لار روان هیواد کې یې په شیطاني توطیو لاس پوري کړ او له هيڅ ډول رذالت و خباثت څخه یې ډډه و نه کړه او هغه زبردسته وسیله چې زموږ د نوي افغانستان جمهوري و دولتي پیکر یې سخت په وهلای شوای، په لاس ورغله، هغه د ملا، ملک، سید، مجددی او روحاني په نوم د افغانستان په قبیلوي- اجتماعي ساختار کې پروت منفي پوټنشیل وو چې د انساني پرمختیا له هر ډول رڼا سره یې حساسیت درلود؛ انګریزي چل ول د دغه حساسیت باروتو ته د خپل شیطانت اورلګیت وواهه او د جهالت له دې ظرفیته یې د ګاټه لوګي داسې یو تور دیپ را پورته کړ چې په غونډ افغانستان کې یې د عقلانیت، عصریت، انسانیت، شرافت او پېشرفت ټولې رڼاوې او ځلاوې لاندې کړې، د وطن دغه لوی عاشق، زلمی غازي او صفا مسلمان یې تکفیر کړ او دغه مدبر اعلیحضرت دلته هم یو بل له حیرته ډک شهکار تماشې ته وړاندې کړ داسې چې هغه د خپل وطن د عزت په خاطر خپل پلار وژلای شوای، د ځمکې د یوازنې زورور و ستمګر ځواک انګریز څخه یې پرته له شک و تشویشه بشپړه خپلواکي اخیستای شوای او د وطن د مور له خوږې غېږې یې تر مرګه بېلتون زغملای شوای خو د خپلې واکنمۍ ساتنې په پار یې د کورنۍ جګړې په صورت کې د خپل یوه تن هموطن یو څاڅکی وینه هم نه شوای څڅولای او دا هم په داسې حال کې وه چې خپل غازي ولس یې ېېخاره ملا تړلی ملاتړ ته ولاړ وو.

نن دا دی هغوی چې عقل، خرد، تمدن، ماډرنیزم، علم، ساینس، مکتب، بشري حقونه، روشنګري او پرمختګ یې ابلیسي و کفري پديدې بللې او د دې هر څه د له منځه وړو له پاره یې خپل د جهالت ټول توان وکاراوه او په هغوی پسې یې اخلافو له ۱۳۵۷ کال راهیسې تر ننه پورې د هغوی پر چټل نقش قدم د فکري و فزیکي تخریب لړۍ پسې راغځولې ده؛ نتېجه دا ده چې نن افغانستان له ټولو مادي و معنوي افتخاراتو او علمي و فرهنګي ابتکاراتو څخه خلاص او د تروریزم ناتمام او تباکوونکي توپانو ټول وطن پر سر اخیستی دی.

نن سل کاله وروسته د اعلیحضرت امان الله شاه غازي وطنوال د یوویشتمې پېړۍ په برم و پرتم کې د خپل وطن د درنې مور په توده غېږ کې د ټېکي ځای نه لري؛ زموږ د جغرافیي مخ د بې هدفه جنګ په سره تبۍ بدل دی، د ځمکې فضا مو زهرو نیولې ده او د دې ځای اوسېدونکي ته تنفس ډېر سخت شوی دی، دلته دوست له دوسته او انسان له انسانه بېزار دی؛ دلته مکتب نړېږي، کتاب سوځول کېږي، قلم ماتېږي؛ چارواکو و بلواکو ټولو چور اچولی دی، مسؤلین په فساد معتاد دي؛ تر نیم زیات نفوس د فقر تر کرښه را لوېدلی دي، ۱۳ میلیونه کار ته جوړ وګړي بېکار دي، ۱،۳ میلیونه نر، ښځې او کوشنیان په نشه روږد دي، ادارې په نړیواله کچه د فساد اوله درجه ریکارډ ټینګ کړی او نور، نور او نور.

له دغو ټولو بدمرغیو څخه د اعلیحضرت امان الله شاه غازي لوڼې و زامن هغې اروپا ته په تېښته دي چې هغه سل کاله مخکې د دوی دغه مجبوره و ذلیله ورځ په سترګو لیده او دا یې په هیڅ صورت نه شوای زغملای ځکه یې نو د دوی خپل وطن په اروپا ور بدلاوه خو د شیطان زامنو یې مخه ونیوله.

نن افغانان له ټولو هغو طبیعي، جغرافیایي، سیاسي و فرهنګي فرصتو و ظرفیتو سره سره چې په پر ېمانه توګه یې په مخ کې پراته دي، په یوه وچه ګوله ډوډۍ پورې حیران دي او په خپل کور کې بې کوره دي، په خپل وطن کې کډوال دي او پردیو وطنو ته چې ځي دا نو داسې نه ده چې په یوه اسانه به هلته رسېږي او انساني ژوند به یې تضمینېږي بلکې دوی چې هره ورځ زرګونه تنه د ترکیې و ایران د سفارتو دیوالو ته د ویزو له پاره په کتارو کې ولاړ وي نو دغو هیوادو ته له تګ وروسته څوک په انفرادي او څوک هم فامیلي ډول ځانونه د انسان قاچاقبرو ته سپاري نور د هغو خوښه چې پر څه ډول لارو یې د څه ډول بلاوو په خوله ور کوي؛ ځکه د انساني قاچاقبر کار له انسانیت سره نه بلکې پیسې سره دی؛ له دوی څخه ډېر یې یا په لویو دښتو و تورو غرو کې خوشي کوي چې یا له تندي و لوږې مري یا هم د ځناورو خوراکېږي یا یې په لویو ډاروونکو ځنګلو کې د لېوانو داړو ته ور غورځوي او یا یې هم د ترکیې و یونان د اوبو تل ته سپاري، هغه لږ شمېر چې یې هنګري، یونان، صربستان او مقدونیې ته رسېږي نو هلته کوم اروپایي هیواد ته د تګ په تمه په کمپو کې ورستیږي.

همدا اوس- اوس یوازې په تېرو څلوېښتو ورځو کې تر لس زره ډېر غیرقانوني پنا غوښتونکی، چې اکثر یې د سوریې و افغانستان له جنګو تښتېدلي د یونان پایتخت آتن ته رسېدلي او پر عامو واټو یې خیمې وهلي دي، هلته د مهاجرو په یوه کمپ کې چې ۲۰ دوه سوه نفریزې خونې لري خو اوس یې په هره خونه کې له اتو څخه تر نهو سوو تنو اوسېږي، دوی یوازې دوه تشنابه لري چې د نوبت لپاره یې اوږده کتارونه جوړوي او یو څونلونه دي چې پر لمبیېږي او یونان چې خپله له بدترین اقتصادي بحران سره خپړې لګوي او هره شېبه یې د سقوط خطر ګواښي، دلته د مهاجرو په کمپو کې د یوه لوی بشري ناورین امکان چېغې وهي خو د دوی شمېر هره ورځ پسې لوړېږي؛ دلته دوا نشته چې څوک مریض شي نو مري به؛ دوی په یادو ټولو هیوادو کې د پولیسو له خوا له وهلو- ټکولو او لوی سپکاوي سره یوازې زړونه خوري او نور یې د فریاد اورېدو څوک نشته.

د ۲۰۱۵ کال یوازې په لومړیو اوو میاشتو کې په مدیترانه بحیره کې ۱۸۰۰ تنه مهاجر غرق شوي دي.

د افغانانو د فرار او کډوالۍ دا سریال نو څه د یوې سرلیکنې د چوکات سوژه نه ده بلکې دا لکه د بي بي سي (نوی کور، نوی ژوند) ډرامه اوږده تراجېدې ده چې پای یې یوازې یوه خدای ته مالوم دی.

ودان افغانستان ګوند د دغو ټولو دردو و حسرتو سره– سره د سږنۍ خپلواکۍ لمانځنې په باب دوو ټکو ته ډېر امېدوار او خوښ دی:

۱- سږ کال له ټولو هغه کورنیو، سیمیېږو او نړیوالو توطیو و بحرانو سره سره چې د ټولو یو ځایي فشار پر افغانستان وارد دی، زموږ د هیواد د سیاسي استقلال ۹۶- یمه کلیزه د توقع خلاف د خلکو له خوا په خورا خود جوش ډول پراخه او شانداره و لمانځل شوه او دا په داسې حال کې وه چې د ډېر شمېر ناپوهو یا پردیپالو له خوا په فیسبوک کې د دغې ورځې اهمیت کمولو لپاره لېونۍ هڅې وشوې خو له نېکه مرغه هيڅ تاثیر یې و نه درلود؛ د دې مثبتې پرمختیا یو څرګند پیام دا دی چې د تېر نژدې څلوېښت کلن دوامدار ناانساني بحران باوجود افغانانو خپل ارزښتونه، خپل واقعي اتلان او د هغوی سمونپال او رڼاپال هدفونه نه دي هېر کړي او دا چې دوی اعلیحضرت امان الله شاه غازي په څومره درنښت یادوي نو معنا یې دا ده چې نن وي یا سبا، دا تاریخي او مېړنی ملت به د خپل دغه جلوه دار پاچا د مدنیت و روښانتیا پر لار په هماغومره افراطي محبت سره روانېږي.

۲- د ودان افغانستان ګوند لپاره خو تر ټولو زیاته هلمنتیا او هیجان ځکه ډېر دی چې دا د مشروطیت غورځنګ د سیاسي- فکري میراث وارث دی او په کړنلار کې یې د هغوی ټول ملي ارمانونه او انساني هدفونه زموږ د زمانې له تقاضا سره سم له سره عیار او تسجیل شوي دي یا په بله وینا د افغانستان د مشروطیت غورځنګ + ویښ زلمیانو په چوکاټ کې یې اعلیحضرت امان الله شاه غازي او د هغه ټول روشنفکر ملګري د یوې اندیشې یا سیاسي طرز تفکر په توګه تیوریزه کړی او د (و.ا.ګ) د کړنلاري په شکل یې د تطبیق ساحې ته را ایستلی دی او دا پوخ باور لري چې ګوند به افغانستان د پراختیا او تمدن هغو مدارجو ته رسوي چې له یوې خوا به د اعلیحضرت امان الله شاه غازي په شمول د رڼا او آزادۍ د لارې ټولو مبارزینو ارواوې ښادې کاندي او له بلې خوا به یې د افغانانو په داسې یو امن کور بدل کړي چې هیڅ افغان پکښې تنفس تنګی نه شي او په مات سر هم ځنې و نه وزي.

دا ورځ ډېره نژدې ده!

و ګورئ ! د سولې پر آبي آسمان د ودان افغانستان لمر نیم را پورته شوی او ډېر ژر به د اعلیحضرت امان الله شاه غازي د وطن تول آسمان په خپلو زرینو پلوشو روښان او ځمکه به یې ګرمه کړي.

په دې کې هیڅ شک مه کوئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *