ولسمشر کرزي له وسله والو مخالفانو سره د روغې جوړې په موخه د سولې عالي شورا جوړه کړه ـ ډالري معاشونه یې وټاکل ـ د ځینو لپاره د دویمې او دریمې دندې او تنخوا مخه پرانیستل شوه…
دا چې دغه شورا د سولې په راوستو کې کومه لاسته راوړنه لرلې که نه، بېله خبره ده ـ دا به د سولې عالي شورا کمزوري وي ـ که نه ولسمشر له هر څه د شوراګانو، کمېسیونونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی او دا کار یې خپل مکلفیت، بلکې مجبوریت ګنلی؛ قیادي شورا، سرتاسري شورا، مشورتي شورا، دومره شوراګانې چې سړي ته افغانستان د شوراګانو هېواد، شوروي اتحاد ښکاره شي…
هغه غوټه چې په لاس پرانیستل کېدای شي باید خولې ته یو نه وړل شي ـ د جګړې او مخالفت پر ځای ښایي ستونزې او ربړې د تفاهم له لارې اوارې کړای شي…
اداري فساد او کرپشن زموږ د هېواد یوه بله ربړه ده، چې د مبارزې لپاره یې تر اوسه نیم درجن ادارې جوړې شوې، خو درغلي ورځ تر بلې غزېدلې ده ـ چې دا ټولې ادارې دي، شوراګانې دي.
خبر دی، چې سید شکرالدین آغا کال د مخه ارګ ته یو وړاندیز لېږلی، چې ایله اوس یې له پاټکونو، بندیزونو پښه اړولې ده. ارګ د آغا صاحب وړاندیز سمدستي د سلاکارانو، مشاورانو، غلام بچه ګانو شورا ته وړاندې کړی او له هر اړخیز بحث وروسته په غوڅ اکثریت منظور شوی دی.
په وړاندیز کې راغلي، چې له بډې خوړونکو او اداري فساد کې ښکیل کړیو، لویانو او اشخاصو سره د مبارزې پر ځای د خبرو او جوړ جاړي لاره غوره او له اداري فساد سره د مبارزې د نیم درجن ادارو په لغوه کېدو له مفسدانو سره د خبرو او مذاکراتو لپاره د روغې جوړې اعلی شورا جوړه کړای شي.
باور دی چې دغه مذاکرات به ډېر ژر بریالي شي ـ لکه له جنګسالارانو سره چې جوړ جاړی بریالی شو ـ له جنګسالارانو سره له عالي او اعلی شوراګانو پرته د امریکا او ارګ مذاکرات کامیاب شول ـ دوه هله جوړېدای شي چې درېیم یې له منځه وتلی وي ـ ځکه خو له دې وروسته ټولې ستونزې او ربړې ښایي د خبرو او شوراګانو له لارې اوارې کړای شي، چې له ملي خائنانو، غاصبانو او جنایتکارانو سره وار له مخه دغسې مذاکرات او جوړ جاړي بریمن ختلي، ځکه خو کوم پړ او مجرم محکوم نه دی پېژندل شوی.
له کرپشن او اداري فساد سره د جوړجاړي اعلی شورا ته لکه د سولې عالي هغه ډالري معاشونه او امتیازونه پام کې نیول شوي، څرنګه چې دا اعلی شورا ده، ځکه خو د عالي شورا په پرتله معاشونه دوه برابره ټاکل شوي دي.
څرنګه چې د بډې خوړونکو او مفسدانو سره د خبرو لپاره ادرس اړین ګڼل شوی، افغانستان کې دوی خپله پېژنتابه نشي ښودلای، ځکه خو نایجریا کې د سیاسي دفتر پرانیستو موافقه شوې ـ ارګ له دې سره هم خپل توافق څرګند کړی چې بډې خوړونکي کړای شي پر دفتر خپل بېرغ او لوحه ودروي ـ دغه امتیاز هغه لورېینه ګڼل شوې چې ارګ له وړاندې له اداري فساد او کرپشن سره څرګنده کړې. ارګ به دغه مذاکرات او دفتر توطئه ونه ګڼي، چې د هېواد د وېش او تجزیې اندېښنې نشي رامنځته کولای او د ارګ په ګډون د ټولو اړخونو خیر او ګټې پکې نغښتې دي.
یوه خبره ده، چې له وسله والو مخالفانو سره د سولې لپاره یواځې یوه شورا جوړه شوې، خو له اداري فساد سره د مبارزې ګټې ادارې په بېلابېلو نومو فعالیت لري ـ اړینه ده چې د سولې لپاره هم دغسې نورې شوراګانې رامنځته کړای شي چې د سولې لپاره هر اړخیز فعالیت مخه ومومي…
له وسله والو مخالفانو سره که سوله بریالۍ شوه که نه، له اداري فساد، کرپشن او بډې خوړونکو سره سوله هرو مرو بریالۍ کېږي ـ چې دلته د ځینو په وینا سیاسي اداره شتون لري.
څرنګه چې هره جګړه د مذاکراتو پر مېز پای ته رسېږي، له اداري فساد سره مبارزه هم د خبرو او سولې له لارې بریالۍ کېدای شي ـ چې بری جګړه او مبارزه نه، خبرې او سوله رامنځته کولای شي. همدا د عدم تشدد د فسلفې ښیګڼه او غوراوی دی.