ملا معتصم اغا جان

تاند- د طالبانو د سیاسي کمیسیون پخوانی مشر وايي، طالبان تر فشار لاندې دي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي.

اغاجان معتصم، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د مالیې وزیر و، نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل، د سولې د خبرو د پیلېدو د زیاتېدونکې تقاضا اصلي انګېزه د وروستیو فشارونو مخنیوی او د هیواد په وضعیت کې بدلون دی.

ښاغلي معتصم وویل، د طالبانو مشرانو په کوټه کې په خپله غونډه کې موافقه کړې چې د سولې خبرې پیل کړي.

خو نیویارک ټایمز وايي، کله چې یې د معتصم د دې خبرې په اړه د نورو طالبانو نظر وپوښت هغوی ورته وویل چې د طالبانو په غونډه کې په دې موضوع بحث وشو خو نظرونه یو شان نه ول او موافقه ونه شوه.

د ښاغلي معتصم په وینا د سولې د خبرو احتمال ډېر دی ځکه چې ځینو طالب مشرانو له ده غوښتي چې د سولې د خبرو لپاره منځکړتوب وکړي.

سید عبدالواسع معتصم، چې په اغاجان معتصم مشهور دی، درې کاله پخوا د ملګروملتو له تور لیسته وایستل شو.

ده له نیویارک ټایمز سره په څلور ساعته مرکه کې د افغانستان د حالاتو د بدلېدو یادونه کړې او ویلي یې دي چې پر طالبانو د تازه فشارونو معنا دا ده چې د دغه تحریک په منځ کې د سولې غوښتنه زیاته شوې ده.

اغاجان معتصم نیویارک ټایمز ته ویلي چې د امنیتي اندېښنو له کبله د ده د اوسېدو ځای به نه افشا کوي.

اغا جان معتصم، چې د طالبانو مشر ملا عمر ته خورا نژدې کس ګڼل کېده، نیویارک ټایمز ته په اوږده مرکه کې ویلي چې په ۲۰۰۱ م کال د طالبانو د رژیم له پرزېدو او کوټې ته د طالب مشرانو له مهاجرېدو وروسته ده ملا عمر نه دی لیدلی.

ده وویل، د طالبانو مشران په کوټه کې بېرته سره رایوځای شول، خو هیچا بیا هیڅکله ملاعمر ونه لید. یوازې دوو خاصو کسانو، چې پیغامونه به یې وړل راوړل، له ملا عمر سره مستقیم تماس درلود، له هغوی پرته د ملا عمر نژدې خپلوانو هم له نوموړي سره لیدلي نه دي.

معتصم په دې مرکه کې ویلي چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ م کلونو کې یې، چې لا د طالبانو د سیاسي کمېټې مسوول و، دوه ځلي د پخواني ولسمشر حامد کرزي له ورور سره وکتل او دواړو په خپل منځ کې د اعتماد رامنځته کولو کامیابه هڅه وکړه چې تمرکز یې د طالبانو له لوري پر ښوونځیو لړ دولتي مامورینو د حملو بس کول، په مقابل کې یې د افغانستان حکومت د طالبانو بندیان خوشي کول او له توره لیسته د طالبانو د ایستلو هڅه کوله.

خو د ۲۰۱۰ م کال په اګست کې د پاکستان په کراچۍ کې په داسي حال کې چې خپل موټر کور ته ننه ایست، یوه وسله وال پرې ډزې وکړې، ده ځان له موټره وغورځاوه، ۱۲ مرمۍ یې پر پښو، نس، او سر ولګېدې.

د دې حملې له کبله معتصم په روغتون کې بستر شو او څو میاشتې یې خبرې نه شوای کولی. او د سولې هغه هڅې ورڅخه پاتې شوې چې د سعودي عربستان په مشرۍ پیل شوې وې.

سعودي عربستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه د سولې ابتکار پیل کړی و او معتصم د طالبانو د سیاسي کمېټې د ريیس په توګه دوه ځلې دغه هیواد ته سفر کړی و.

ښاغلي متعصم نیویارک ټایمز ته ویلي«ما خطر په خپلو سترګو ولید، خلکو د خطر په اړه خبرداری راکاوه، خو ما ورته ویل چې د خپل هیواد او خلکو په خاطر خطر په غاړه اخلم چې سوله او ثبات رامنځته شي.»

طالبانو د سږ کال په لومړیو کې د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرې رد کړې او د دې پر ځای یې حملو ته زور ورکړ.

د طالبانو بریدونه په ځانګړي ډول د روژې له میاشتې راوروسته پراخې او خونړۍ شوې.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په څلور اړخیزو غونډه کې پاکستان موافقه وکړه چې طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړي او که یې دا کار ونه کړای شو، د دې ډلې مشران به له خپلې خاورې وباسي خو کله چې پاکستان په دواړو برخو کې پاتې راغی د افغانستان او نړیوالې ټولنې له لوري فشار پرې زیات شو.

طالبانو په وروستیو کې وېرې هلې ځلې وکړې چې د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه او یا د اروزګان مرکز ترینکوټ ونیسي. د هلمند او اروزګان په جنګونو کې په سلګونو امنیتي ځواکونه او طالبان ووزل شول.

ځینو افغان چارواکو ادعا کړې چې طالبانو دا جګړې د دې لپاره پیل کړي چې له کوټې څخه خپله شورا افغانستان ته راولي.

11 thoughts on “اغاجان معتصم وايي، د طالبانو مشرانو ورڅخه غوښتي چې د سولې د خبرو لپاره منځګړتوب وکړي”
  1. بیا هم د دروغو پسی یو بل دروغ.
    ژمی راروان دی پاکستان بیا غواړی چی افغان حکومت په غیرمستقیم ډول وغولوی او دا وار یی بیا د معتصم آغاجان په واسطه د .
    .سولی آوازی راپورته کړی نه طالبان خپل اختیار لری چی سوله وکړی او نه هم پاکستان سوله کوی

  2. زما مشوره دا ده چى محترم معتصم آغاجان دى زر تر زره دى طالب مشرانو او حکومت تر منځ منګړيتوب وکړى خو دا منځګړيتوب بايد صرف دى ژمى له پاره نه وى ځکه چى په اوړى کى بيا هيڅوک ده جنګ جواب نه سى ويلائ بس که اسلام پالى بايد تر آخره ى وپالى که نه خلق دى په بدلو بدلو نومونو نه غولوى،

  3. په دې کي شک نسته چي طالبانو هر وخت دسولې په اړه خپل نیک نظر ښودلی دی خو متأسفانه چي مقابل لوری دبهرنیانو په غوښتنه دسولې تر نامه لاندي سوله نه بلکي دهغوي تسلیمیدل غواړي چي دا ناشوني دي.

  4. «ما خطر په خپلو سترګو ولید، خلکو د خطر په اړه خبرداری راکاوه، خو ما ورته ویل چې د خپل هیواد او خلکو په خاطر خطر په غاړه اخلم چې سوله او ثبات رامنځته شي.»

    پرداسی ایمان او زړه آفرین شه،،،،،،،،،،،

  5. الله دی وکړي چي اوس اغاجان شپه او ورځ یوه کړي ترڅو دهیواد غمیزه پای ته ورسیږي، البته که دطالبانو دټولو دغه یوه متفقه خبره وي په رښتیا چي اغا جان دا غوټه پرانیستلای شي.

  6. د افغانستان په ټولو سیاسی او مخالفو وسله والو ډلو کې ډیر داسی مشران او خواخوږی شته چې خپلو هیوادوالو ته سوله راوړی ، اما د سولی مخالفین هم په دواړو خواوو کې شته ، د اجړاییه ریاست کې میشت مفتخواره او د ګندستان استخباراتی اداره به هیڅکله افغانستان کې سوله ونه غواړی . ښه به داوي چې ښاغلی جمهور رییس د سولی ابتکار په خپل لاس کې واخلی او د کومو کورنیو تیارخورو تر فشار لاندی رانشی ، وخت تیریږی ، تاریخ به د سولی راوستولو اتلانو نوم ژوندی وساتی.

  7. زه په ملام معتصم غږ کوم
    چی نور راووځه. په افغانانو رحم وکړئ. . پنځلس کاله کېږي چې افغانان وژل کېږي.
    افغانستان له راز راز ستونزو سره مخ کېږي
    ګټه یې څه
    طالبانو په تیرو کلونو کې کومه لاس ته راوړنه لري

    نوره باید جګړه بس شی

  8. اول اغا جان ته د اختر مبارکی وایم….منم چی د وخت معتصم یی….ژوند ژوند ژوند

  9. ژمی به تېرشی خو سکور به تک تور پاته شي) کلونه کلونه په دي انتظار کې راباندي تېرشول، کله یوه ته دُعګانې کوو چي الله دي ملا مزبوته کړي ترڅو دسولې کار پرمخ بوزي ، کله بل ته، اوس به بیا اغاجان ته دُعاګانې پیل کړو، موږ سوله غواړو دهرچا پر لاس چی راشي سمه ده، که داغاجان غوندي پاک زړی کس داکار وکړي نو داخو نور علی نور، دی. ځکه اغاصاب هم دهیواد خواخوږی دی، هم طالبي جنبه لري دطالب په مزاج ډیر ښه پوهیږي اوهم ورباندي دولت اعتماد کولای شي ځکه چي هغوی ته هم مالوم دی چي نهایت هوښیار او مُدبر شخصیت دی.

  10. که حوک د طالبانو نوم اخلی نو بدی باید هم بوهه شی چه کوم طالبان؟ طالبان خو حو دلی دی. یو دله یی چه خاص دداعش به مقابل کی جنگیگی د ایران او روس له خوا حمایه کیگی. بله دله یی د باکستان ای اس ای ته کار کوی ترحو زمونر امنیتی حواکونه او د افغان حکومت متضرره کری. او بله دله طالبان بیا وایی چه د الله ج د رضا لباره لباره جنگیگو او جهاد کوو خو خبر ندی چه جهاد به اصل کی زما د ملی اردو سرتیری کوی چه د خبل وطن ندفاع کوی او شهید کیگی<
    بکار داده چه د افغانستان هر وگری باید نو هوشیار او زیرکه شی.او خبل وطن ته صادقانه خدمت وکری. مننه طاهری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *