تېره ورځ افغانستان کې د فیفا بنسټ له خوا د هیواد په کچه دوولس تنه د “کال دبریالیو ځوانانو” تر عنوان لاندې ددوی ځانګړې استعدادونه او ملي هڅې ولمانځل سوې.
دا د دې بنسټ دریم پړاو و، اته تنه په کې نارینه او څلور تنې ښځینه وې. ټول ځوانان د ستاینې وړ دي داچې له نورو سره یې زیاته پېژندګلوي نه لرم د دوی له منځه به یې د یوه بریالي تن اغامحمد قریشي صاحب د څو بُعدي شخصیت په اړه خپل څرګندونې په لنډو کرښو کې در سره شریکې کړم.
استعداد هغه الهی عطا ده چې لایزال رب یې پر خپلو بندګانو لوروي. له استعداد څخه بیا مثبته ګټه پورته کول دقیق، قاطع، او نه ستړی کېدونکی وجدانی دریځ غواړي.
افغانستان په نړۍ کې یو ځوان هیواد دی، هغه هیواد چې له شپیته سلنه زیات یې ځوان ټبر جوړوي.ښاغلی قریشی د همدې هیواد دیوه بچي په توګه یې د هیواد ناخوالو له کوچنیوالی د پلار له ستر نعمت څخه بې برخې کړی دی، د کورنۍ د پاتې غړو په مټ او هڅوونه يې د ژوند خورا ستړي ګامونه اوچت کړي، مبارزه يې کړې، له بې عدالتۍ سره جنګېدلی دی، دزدکړو د ترلاسه کولو لپاره يې زوکلونې او ربړونې وزغملې، په هیواد دننه يې ښوونځۍ، دارالمعلمین او د حقوقو او سیاسي علمو پوهنځۍ ولوستله، د هیواد له پولو يې پښه واړول انګریزي ژبه او کمپیوټر زدکړې يې وکړې.
خوښ یم چې د یوه ټینګ ملګري په توګه مو څلور پوهنتوني کلونه څنګ پر څنګ څوکیو کې سره تېر کړل. بې له اغراقه یې وایم، زه شاهد یم او دقیق يې څارم، قریشي تل د ځوانانو سره په ټولنیزو ستونزو کې مرستندوی پاته سوی دی، خورا زیاتو ځوانانو ته یې کارونه موندلي، دهغوی له مدني حقونو یې دفاع کړې ده او دزده کړو په برخه کې یې ورسره د هڅونې له لاري کار کړی دی.قریشي د ښوونکې له مقدسې دندې نیولې، دپوهنتون تر استادۍ پورې نورې ملې بوختیاوې او سرښندنې هم لري.
د هلمند مدني ټولنې له بنسټګرو څخه دی، دقلم بنسټ د مشرتابه په توګه یې دنده تر سره کړې ده، د ژورنالیست په توګه یې راډیو او چاپي رسنیو کې کار کړی دی. لیکوالي کوي په علمي برخه کې يې تر لسو شاوخوا ژباړلې او لیکلي، سیاسي – ادبي اثار لري او لسګونه مقالې یې د افغانستان او بهر په رسنیو کې چاپ سوي دي. په ۲۰۱۵م کې د پژواک بنسټ له خوا یې د لیکوالۍ په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.
همدې ۲۰۱۵ کې دیونما له خوا دزون په کچه د نخبه ځوان په توګه وستایل سو دکوانټرپاټ موسسې له د روڼاندو ځوانو په ډله کې را څرګند سو. ۲۰۱۶ م کې يې د ځوانانو پارلمان ته لاره ومونده او د د همدې پارلمان د رئیس په توګه د ټاکل سو. په خواشینۍ سره چې زموږ په ځوان هیواد افغانستان کې د دې ډول ځوانانو له استعدادنو ګټه نه ده اخیستل سوی او یا هم نه دي تشویق سوی.
په پرونی غونډه کې مې حتی د ځوانانو معین هم ونه لیدی.تر ډېره د ځوان کهول لاسته راوړنې د دوی د خودي او ځاني هڅو پایله ده.دښاغلي قریشي د بریا راز په دې کې دی چې دژوند په لوېدنو او کړنګونو کې یې ماته او شکست نه دی منلی، له ستونزو یې تېښته نه ده کړې بلکې ډغرې یې ورسره وهلي مخ ته پراته خنډونه يې په خوار همت او جرئت لیري کړي دي.د قریشي دې استعداد همداسي روڼ او هوډ دې مضبوط وي.