لسمه برخه
د باندې تياره وه، تود باد لګېده، يا به موږ ته تود اېسېده، خو هر رنګه چې و، د يخچال تر هوا ښه و.
شېېبه وروسته له پنځلسو کسانو څخه يوولس تنه په شګلن ساحل کې ولاړ وو.
دوو ښځو ژړل، په يخچال کې يې د پرتو ماشومانو د جسدونو خواته زورونه وهل، خو دوو عربو ټينګې نيولې وې. ښځو تر هغو چيغې وهلې چې د اتلس ټاېره موټر رڼا په ونو کې ورکه شوه.
پر شګو کېناستو، څپې په اوبو کې له راوتليو تيږو سره لګېدلې.
د ماشين غږ مو واورېد، له اوبو راته، نږدې شو، وړه ماشيني کشتۍ وه.
ورغلو، اوبه مو تر ځنګنو راپورته شوې. ټول په کشتۍ کې کېناستو. کشتۍ حرکت وکړ، څراغونه يې مړل ول، د اوبو ساړه څاڅکي مې پر مخ لګېدل.
مخکې لاړو، ګڼو ګروپونو ته ورو ورو ور نږدې کېدو. په تېز باد کې د ماهيانو سوړ بوی ګډ و.
د اتم صنف جغرافيه راپه زړه شوه، ليکلي و، چې استانبول په اروپا کې پروت دی او د ترکيې له نورې خاورې څخه د اوبو په واسطه جلا شوی.
فکر مې سم وخوت، ساحل ته نږدې مې د ترکيې بيرغ وليد.
موږ د يوې لويې زړې کشتۍ لاندې ودرېدو، د کشتی دېوال سوری و، ورغلو، رهنما لاسي بتۍ بله کړه، موږ د کشتی په ماشين کې وو. تر اوسپنېزو زنګنو لويو ګراريو تېر شوو، پورته وختو، غټه کوټه وه، له سوريو دېوالونو څخه يې نری باد راووت، د بتۍ سپينه رڼا پر پلاستيکي زړو خلتو لګېدله.
د رهنما په امر همالته کېناستو، شپه مو د لرګي پر لندې تختې تېره کړه. ټوخي خوب ته نه پرېښودلم.
د سمندري مرغانو په چيغو مې سترګې رڼې کړې، شاوخوا مې وکتل، ټول ويده وو.
ولاړه شوم، کونج ته په جوړ شوي نغري کې مړې ايرې پرتې وې. له زړو بوټونو، ټوټو، د سګريټو له ډبيو، چيچل شويو هډوکو… داسې رامالومه شوه چې دلته پخوا هم ډېر خلک راوستل شويدي.
د کشتۍ سر ته د لرګي زينه ختلې وه. پر زينه مې لاس کېښود، يو غږ مې واورېد، پورته مې وکتل، ولاړ سړي په اشاره پوه کړم چې مه راخيژه.
ټوله ورځ په کشتۍ کې و، يواځې د سمندري مرغانو اود يوې نيمې تېرېدونکې کشتۍ د ماشين غږ مو اورېده.
ماښام تياره د باندې ووتو، په وړه کشتۍ کې کېناستو، تر ساحله، پنځوس، شېېته متره واټن و.
وچې ته وختو، د کثافاتو موټر راغی، باډۍ ته ور پورته شوو، تورې ډکې خلتې وې، پرېوتو، دوو سړو له کثافاتو ډکې خلتې راباندې واچولې.
موټر حرکت وکړ، دومره پوهېدم چې په ښار کې روان يو. کم او زيات، نيم ساعت وروسته خلطې رانه ليرې شوې. په ارته چهاردېوالۍ کې د غټو موټرو زرګونه ټاېرونه پراته ول
د باروړونکي موټر باډۍ ته وختو، ټاېرونه د څاه د چکونو غوندې پر يوه بل ايښودل شوي وو. ډنګر سړي په اشاره پوه کړم چې د ټاېرونو مينځ ته ورکښته شم. همداسې مې وکړل، ولاړه وم، ځای تنګ و، زنه مې د ورورستي ټاېر پر ژۍ لګېدله.
نورو ته مې وکتل، ټول په ټاېرونو کې ولاړ ول.
شېبه وروسته يې بل ټاېر راوړ، تور ټاېرونه مې تر سر پورته وختل، د رابړ بوی ته.
په وروستي ټاېر يې د لرګي تخته کېښوده. دربا وه، د تختې پر سر يې نور ټاېرونه اېښودل.
ساعت ووت، موټر حرکت وکړ، د بدن کنټرول مې له اختياره وتلی و ، له جمپ سره به ټاېرونو مخکې، شاته ورسره وړلم.
هيڅ مې هم نه ليدل، خو کله کله به مې له ښي اړخه د پلار غږ واورېد:
_ښه يې؟
دوه ساعته وروسته له ټاېرونو څخه راوختم، زړه مې راډکېده، ټوک ټوک وم.
يوه کور ته يې بوتلو، کوټه ښه وه، اورسۍ يې لرله، خو په اول منزل کې وو، په چمن کې له ولاړې ونې پرته نور هيڅ هم نه ښکارېدل.
د شپې ټوخي واخيستم، سينه مې وسوځېده، خوله مې تروه شوه، تشناب ته لاړم، آېينې ته ودرېدم، شونډې مې سرو وينو نيولې وې.
په درېيو ورځو کې مې دوه ځله وينه خولې ته راغله، خو مور او پلار ته مې څه ونه ويل.
په څلورم ماښام يې يوه ځنګله ته بوتلو، هماغه يوولس نفره وو، قاچاق وړونکي په دوو ټکو ټينګار وکړ.
_پنځه ساعته پياده روي ده او که څوک پاتې شول، نو پاتې به وي.
څه به مو ويل، په خپل اختيار نه وو.
مخکې لاړو، غونډۍ وې، د ناجو په ونو پوښلې تکې شنې غونډۍ.
ټول کتار روان ول، يو وسلوال مخکې ته، بل په موږ پسې و. د سپوږمۍ رڼا دومره زور درلود چې پل سم ځای کېږدم.
له يو نيم، دوه ساعته مزل وروسته مو دمه ونيوله، لويې ډبرې وې، د سپوږمۍ رڼا، ځای ځای د ونو له چولو راوتلې وه او پر ځمکه لګېدله.
نږدې انګولا پورته شوه، د توپانچې د کپاق له کشولو پوه شوم چې لېوه دی.
پنځه دقيقې وروسته بېرته له ډبرو پورته شوو، د لېوانو انګولاوې شاته پاتې شوې، د غونډۍ سر ته وختو، کښته شوو، د غونډۍ په څنډه کې مخکې روان وو.
يودم درب شو، يو څوک لاندې ورغړېد، پسې ومې کتل، ټکری د ونې په ښاخ کې بند و. ورغلو، د ښځې په ګېډه کې د ونې وچ ښاخ ننوتی و، وينو دارې وهلې.
يوه عرب په بيړه د ښځې سر له ځمکې پورته کړ، ښځې دوه درې ځله خپله خوله خلاصه کړه، سترګې يې سپينې راوختې، سر يې يوې خواته کوږ شو.
سړي کوکه کړه، د ښځې سر يې په خپل ټتر پورې ټينګ ونيو، په چيغو چيغو يې وژړل.
يو وسلوال ورغی، د سړي تر مټ يې ګوتې تاوې کړې، خو هغه نه ولاړېده.
لېوانو وانګولل.
هماغه وسلوال وويل:
_ځئ!
روان شوو، مخکې لاړو، خو لا هم د سړي چيغې راتلې. شېبه وروسته د لېوانو انګولا هم ورسره ګډه شوه. چيغې او انګولاوې سره نږدې وې.
په څو غونډيو وختو، بېرته کښته شوو، خو ونې نه خلاصېدې.
له پنځو ساعتونو منزل وروسته له لرګيو جوړې يوې کوټې ته ور ننوتو، کوټه په ځنګله کې وه، ور يې نه درلود، دېوالونه يې له پنډو تختو جوړ ول، د خيرن، مات مېز پر سر د ښکاري ټوپک تش پلاستيکي کارتوس ښکارېدل.
ساعت ووت، درې نور کسان راغلل، له امرونو يې پوه شوم چې له دې هېسته به په دوی پسې روان يو.
اټکل مې سم وخوت، شېبه وروسته نوي راغلي کسان راته غږېدل، ويل يې چې د يونان په خاوره کې ياست، د باندې به نه وځئ! سهار اته بجې به سره ګورو.
پرېوتو، بيا مې له پښې سره يو څه ولګېدل، سر مې پورته کړ، د يوه عرب لاس و، پښه مې راټوله کړه، لاس پسې را اوږد شو، چونډۍ يې راولګوله. کېناستم، پلار ته مې وکتل، وېده و، پاتې شپه مې په رڼو سترګو تيره کړه.
سهار مې د چونډۍ وال له برګ لستوڼي وپيژاند،له عمره پوخ چاغ عرب و، سترګې يې مړې وې، نه يې راته کتل.
د لندې خاورې بوی راغی، په وره کې ودرېدم، باران و.
اته بجې يو ډنګر سور ځوان راغی، پراشوټي خولۍ لرونکی جاکت يې اغوستی و، ويې ويل چې تر ماښامه به همدلته ياست، وروسته يې ټولو ته يو يو ډبۍ بيسکيټ ورکړ او له کوټې ووت.
سر مې د پلار پر ځنګانه ولګاوه، خوب راته، ويده شوم.
کله چې مې سترګې رڼې کړې، سر مې د مور پر ځنګانه ايښی و.
وره ته ورغلم، د ونو له تېرو، لندو پاڼو د مازديګرني لمر ژېړې وړانګې راوتلې وې.
ماښام هماغه درې تنه راغلل، روان شوو، له نيم ساعت مزل وروسته مې د موټر غږ واورېد، تر غونډۍ راتاو شوو، سل، يونيم سل متره مخکې پوخ سړک و.
د ونو په مينځ کې کېناستو، يوه قاچاقبر راياده کړه چې ساراګشت ته تير شی. پوه شوم، اوږد مزل مو په مخکې و.
ماښام له سړکه يو اتلس ټاېره موټر راوګرځېد، په ګڼو ونو کې ننوت.
ورغلو، په موټر کې د جامو مينځلو لوی ماشينونه بار ول. وروختو، يوه ماشين ته مې پښې ور وغځولې.
چيغې شوې، ور ومې کتل، برګ لستوڼی چاغ عرب په ماشين کې نه ځايده، نورو دوو کسانو يې پر اوږو زور راوستی و.
کېناستم، د جامو مينځلو ځای بد نه و، خو زنګنونه يې نيولل.
څنګ ته مې پام شو، ماشين سوری و، هوا راتله، داسې راته واېسېده چې خاص د غير قانوني مساپرو د وړلو له پاره جوړ شويدي.
د پښو دربا مې واورېده، پورته مې وکتل، يوه سړي د اورلګيت په اندازه کوچينۍ قوطۍ راته نيولې وه.
شېبه وروسته يې زما پر سر بل ماشين کېښود، تياره وه، يواځې په ماشين کې له پرې شوي سوري څخه خپه رڼا راوتله.
وخت ووت، قوطۍ مې خلاصه کړه، ژاولې راته ښکاره شوې. يوه مې خولې ته واچوله، جوهر داره خوند يې درلود. شېبه وروسته مې سترګې درنې شوې، خوب مې پوره و، خو د بيهوښۍ څپه راباندې راتله. خبره په ژاولو کې راته واېسېده.
مريم همدومره غږېدلې وه.
* * *
سهار په دفتر کې وم چې ټلېفون راغی، ورور مې و، ويل يې چې د پلار صحت ښه نه دی.
اندېښنه راولوېده، رخصت مې واخيست، سړک کنګل و، موټر بې چاينه نه شوای تلای، د درېيو ساعتونو لاره مو په دوه چنده وخت کې ووهله.
پلار مې د زړه حمله تېره کړې وه، اوس ښه و، خدای ته مې شکرونه وايستل.
درې ورځې په کلي کې پاتې شوم، ماشومان راته خوشاله ول، نيمايي ورځ به مو د واورو په ويشتلو تېره کړه، کله چې په څلورم سهار له کوره راوتم، واوره په شدت اورېدله.
يوه بجه د وردګو سيد اباد ته راورسېدم، د امريکايانو د اکمالاتي کاروان دوه موټره ښوېدلي وو، لاره بنده وه.
ماښام قضا کورته راغلم، خلته مې خلاصه کړه، مور مې د لاندي پخه غوښه په پاستي کې راته پيچلې وه.
سهار دفتر ته لاړم، د مريم يو ايمېل راغلی و.
ماخستن کمپيوټر ته کېناستم.
مريم ويلي و:
_وخت نه و رامالوم، يو ساعت، دوه ساعته، يوه ورځ، دوې ورځې، نه پوهېدم، خو کله چې په هوښ راغلم، رڼا وه.
په سر کې مې څړيکه شوه، کېناستم، ګنګس وم. شاوخوا مې وکتل، زنګ وهلې اوسپنې وې.
د پلار غږ مې واورېد:
_ښه يې؟
مخ مې ور واړاوه، د موټر پر اشترنګ يې ډډه لګولې وه. ولاړه شوم، په زاړه، زنګ وهلي بس کې وم.
مور ته مې وکتل، د څوکيو تر مينځ بېسده پرته وه.
پلار مې وويل:
_وخت غواړي، زه خپله يو ساعت مخکې په سد راغلم.
د ماشوم ژړا مې واورېده. د بس ښيښې ته پلاستيک نيول شوی و، چوله مې کړ، يوه ډنګره ښځه پر ټاېر ناسته وه، ماشوم ته يې په چوشک کې شيدې ورکولې.
د باندې ووتم، په سلګونو زاړه موټر يو پر بل پراته ول.
تر بس راتاوه شوم، وړه ميداني وه، شاوخوا يې له زړو موټرو جوړ هسک دېوالونه را ګرځيدلي وو.
له يوه ولاړ زاړه موټره خرهاری راته، ور ومې کتل، د موټر په شاتني بې پوښه سيټ کې چاغه ښځه ويده وه.
کړنګ شو، پښو ته مې وړه اوسپنه ولوېده، پورته مې وکتل، د زاړه بيلدوزر په بيل کې يو څوک ناست و، ډکی ويښته يې پر سر نه و پرېيښي، خو له راوتلي ټټر څخه يې پوه شوم چې نجلۍ ده.
نجلۍ پښې وځړولې، پر ورانه يې د ښامار انځور کښل شوی و. د تنګ زاړه کاوبای نيکر له کمربنده يې توپانچه بېله کړه، پوه يې کړم چې بېرته شاته وګرځم.
بس ته وختم، مور مې په سد راغلې وه، خو لا يې غټې سترګې مړې ښکارېدلې.
پر بې پوښه زنګ وهلې څوکۍ کېناستم، له ماتې ښيښې مې د باندي وکتل، هره خوا زاړه، لوی او واړه موټر ول.
سر مې د مخامخ څوکۍ پر اوسپنه ولګاوه، د خپل وطن يادونه مې په زړه را وورېدل، ورور مې خندل، ما چرخه ورته نيولې وه، کاغذ پران يې د بل کاغذپران په تار کې بند و.
وحيد مې سترګو ته ودرېد، په صنف کې يې ماته کتل.
وخت ووت، د اوسپنې ټکا راغله، د بس تر ماتې ښيښې مې ور وکتل، سر خريېلې نجلۍ د يوه زاړه موټر باڼټ ټکاوه.
د نورو موټرو دروازې خلاصې شوې، واړه زاړه، ښځې او نارينه ترې راووتل، په لاسونو کې يې نکلي کاسې وې.
موږ هم ورغلو، په کتار کې ودرېدو. کله چې نوبت راورسېد، يوه بوډا نکلي زړه کاسه راته ونيوله، په اوبو کې جوش کړی کچالو پروت و.
بېرته بس ته راغلم، سوړ کچالو مې تر ستوني نه تېرېده.
د باندې مې وکتل، خلک پر اوسپنو ناست وو، کچالو يې خوړل، . له ببرو وېښتو او خيرنو جامو يې پوه شوم چې ډېر وخت يې اوبه نه دي ليدلې.
ټول زموږ غوندې غير قانوني مهاجر وو، هره کورنۍ په يوه موټر کې اوسېدله.
مازديګر مې يوه سندره واورېدله، د فرهاد دريا غږ و. په بيړه د باندې ووتم، سندره د يوه امبولانس له زړې ډبې څخه راتله. ورغلم، دروازه مې وټکوله، د لسو- يولسو کالونو په عمر وړې نجلۍ ور راته خلاص کړ، په بېړه مې وويل:
_افغانان ياست؟
د دروازې خېرنه پرده ليرې شوه، سلامته کورنۍ وه.
يوې په عمر پخې ښځې په غېږ کې ونيولم، بلې پيغلې د کارتن کاغذ راته هوار کړ، کېناستم، شپږ تنه وو. انا، مور، پلار او درې اولادونه.
شاوخوا مې وکتل. د سيروم د ځړولو پر زنګنه پايه، خيرنې جامې راځوړندې وې، د موټر د ټايپ په راوتليو کولمو پسې بيطرۍ تړلې وه. د انا زګيروی خوت، وضع يې ښه نه شوه راته ښکاره.
د دوی له خبرو پوه شوم چې دلته نور افغانان هم شته.
نيم ساعت ووت، د باندې راووتم، پيغلې ته مې د خپلې کورنۍ د اوسېدو ځای ور وښود.
مور مې خبره کړه، سترګې يې وځلېدې. خو څه يې ونه ويل.
ماښام ژېړه رڼا شوه، ور ومې کتل، د يوه زاړه تراکتور ګروپ بل و.
ماخستن يې وچي وريجې په کاسو کې راواچولې، خو وږې وم، له غرمني پاتې شوي کچالو سره مې وخوړې.
پر يوه ټاېر کېناستم، افغانه پيغله راغله، مينه ناکه نجلۍ راته وايسېده، مژګان نومېده، ويل يې چې تر استانبوله يې په طياره کې راوړو، يونان ته په پښو راواوښتو او تر دې ځايه يې د جامو مينځلو په ماشينونو کې راورسولو.
مژګان وويل چې يو ځل يې په کشتۍ کې کېنولو، خو سمندر طوفاني شو، بېرته راوګرځېدو، له دوو اونيو راهيسي دلته يو. له قاچاقبر سره مو تر دنمارکه ويل کړي دي، هلته مو د تره کور دی.
د دوو اونيو ټکي مې زړه وخوړ، خو مژګان په خاوره کې ناستو ماشومانو ته ګوته ونيوله، ويې ويل چې عراقيان دي، مور يې وايي چې له يو ويشتو ورځو راهېسته، دلته يو.
مژګان غلی شوه، ور ومې کتل، دا زما په خپګان پوهېدلې وه، په خندا يې وويل چې بخت او طالع هم مهمې دي.
موږ تر ډېره پر ټاېر ناست وو، سر خرېيلې نجلۍ د يوه سره سړي په غيږ کې پرته وه، يوه تور پوستي ځوان په خاورو کې پلتۍ وهلې وې، سندره يې ويله، په مانا يې نه پوهېدم، خو په غږ کې يې غم ګډ و. د موټرو تر دېوال پورته ګڼ ستوري ځلېدل
سهار د مژګان په غږ له خوبه راپورته شوم، بس ته يې توره چايجوشه راوړې وه. د چای سورولو په وخت مې د موټر غږ واورېد، ور ومې کتل، له تورو ښېښو لرونکي ښکلي موټر څخه يوه دنګه نجلۍ کښته شوه. نجلۍ پاکه او ښاېسته ښکارېده، تورې، غټې عينکې يې په ستر ګو وې. لاړه او پر ټاېر ځړېدلی سر غلې کېناسته.
له مژګان څخه مې وپوښتل:
_قاچاق وړونکې ده؟
ويې خندل:
_نه، زموږ غوندې غير قانوني مهاجره.
حيرانه شوم.
مژګان وويل:
_ايرانۍ ده، کيسه يې راته وکړه، ورور يې په لاره کې يوناني پوليسو وويشت، قاچاقبر تر دې ځايه د رارسېدو پيسې ورنه غواړي، خو دا يوه روپۍ هم نه لري، هره شپه په زور مختلفو هوټلونو ته وړل کيږي، دا بايدله دېرشو نارينه وو سره پرېوځي چې د قاچاقبر درې زره ډالره پوره کړي.
بدن مې زيږ شو.
مژګان وويل:
_هاغه هلک وينې؟
د هغې په غځېدلې ګوتې پسې مې وکتل، پر لويه اوسپنه ، ببر سری تنکی ځوان ناست و.
ومې ويل:
_هو
_افغان دی، له دې ځايه سم نه ښکارې، خو که ور نږدې شې يوه سترګه يې پوچه ده، بس، زموږ د لارې ملګری و، تندې واخيست، له قاچاقبر سره يې خوله ووهله، اوبه يې غوښتې، چاقو يې وخوړ.
د مژګان له خبرو پوه شوم چې دلته د انسانانو پر سر سمې سوداوې کېدې، د بې سرپرسته ماشومانود اخيستلو بازار تود و، بډوډي ترې ايستل کېدل او يا هم فحشا ته اړ کېدل.
يو غږ مې واورېد، د مژګان وړه خور وه، ويل يې چې د انا وضع ښه نه ده.
په بېړه ورغلو، د مژګان پلار د زړې ښځې زنه ور تړله.
مژګان کوکه کړه، پر خپله انا ور پرېوته.
بېرته بس ته راغلم، پلار او مور مې خبر کړل. ساعت وروسته مې پلار راغی، لاس يې وينې و، ويل يې چې د موټرو په مينځ کې يې قبر کېنده، بيل نه و، زړې اوسپنې يې لاس ژوبل کړ.
بخت يارې راسره وکړه، اتم ماښام په يوه تېز رفتاره کشتۍ کې کېناستو، کشتۍ ډکه وه، خلک نه شمېرل کېدل، د اټکل له مخې پنځوسو ته نږدې ول.
مژګان مې تر څنګ ناسته وه، وارخطا ښکارېدله، د تېر ځل کيسه يې راته وکړه، ويل يې چې سمندر طوفاني شو، يوه هسکه څپه راغله، پر کشتۍ راواوښته، بېرته شاته لاړه، دوه تنه نه ول.
د مژګان خبرو لړزه راباندې راوسته، اوبو ته مې وکتل، ارامې وې، پورته د ورېځو په لويه سپينه ټوټه لا د لوېدلي لمر سرخي پرته وه.
مريم لنډې خبرې کړې وې، بس همدومره.