اغلې رحماني

موږ ټول همداسې یو، واک ته د رسیدو لپاره هرڅه چې مو له وسه پوره وي ترسره کوو یې، بل سر ترپښو لاندی کوه خو خپل هدف ته ځان رسوه. په هغه هېواد کې چې په موږ یې یوه لسېزه روزنیز او ښوونیز کار کړی، زموږ لپاره یې غربې هېوادونو ته د مرستې راغونډولو لپاره لاس دراز کړي وي. زموږ لپاره یې خپل سره تیټ نیولی وي. وايي زه دې سرټیټی یم. خو! د هېواد میړني بچی مې دې بې تعلیمه ورځ ونه وینې، نه غواړې له تاسو څخه نورهېوادونه ګټه پورته کړي د هېواد مشر، وزیر، رئیس اویا هم نور لوړپوړې چارواکي دا هرڅه د ځان لپاره نه بلکې ستاسو لپاره کوي.

خو! موږ ته راشه په مقابل کې یې څه کوو، د دی په ځای چې هېواد مو په پښو ودروو لا یې خرابوو، په مقابل کې یې دښمنان جوړیږو، د شپې د طالب په نامه د خلکو په کورنو ننوځو او د ورځې له دولت سره خپلوي پالو، په ټولګټو پروژو کې یې کارونه ترسره کوو. له یوې چینې څخه هم خورو اوهم یې څښو، هرڅه راته بل رقم ښکاریږی موږ دومره ظالمان یوو چې هیڅ مو په خپل هېواد زړه نه بدیږی، له هرڅه نه نا امیده یو کله موهم په خپل هېواد باوری نه یو، که هر یو مو له هېواد سره همداسئ چلند وکړو داسې وبوله چې په لوی لاس مو هېواد نور ته په لاس کې رکوو کوم خیانت نه وي چې موږ دي له هېواد سره ونکړو. دلته چې هرڅوک کار کوي د خپل ځان لپاره یې کوي د ملت اوهېواد غم ورسره نه وي.

آغلې نیلوفر رحمانې مې د افغان ښځینو لپاره د زړورتیا  یوه بیلګه وه. رحمانې په ۲۰۱۵ کال په واشنګتن کې د ښځو د زړورتیا نړیواله جایزه ترلاسه کړه، د ښځینو لپاره یې ډیره غټه قربانې ورکړې ده، نورې افغان میرمنې دې ته وهڅولې چې هغوی هم خپلو هیلو ته ورسېږي، هرې یوي د نیلوفر په شان هڅه کوله خپله اتلولې وښیې، د دی په شان د هېواد نورو میرمنو د دې لاوره وستایله او ډیرو ژمنه وکړه چې د نیلوفر په لاره قدم کېږدي، آغلې رحماني د هېواد له مشهورو ښځینه پلوټانو څخه یوه وه، هغې په ۲۰۱۳کال کې د هرات د شینډنډ په نظامې هوایې اډه کې ویلې وه چې د ژوند تر اخیره به د خپلو افغان نظامې کمانډویانو په څنګ کې د خپل هېواد له دښمن سره جکړه کوي د هغوی جرړې به وباسي او د ژوند ترپایه به خپل هېواد ته ژمنه پاته کېږي خو له پرونه راهیسې د هېواد دا اتله په خپلو هغو خبرو چې په شینډنډ کې یې کړې وې ځان پیښمانه کوې، دېته خپله خبره ټوکه ښکاري.

4 thoughts on “اغلې رحماني ډېر افغانان نهیلي کړل/ عبدالباری:حمیدی”
  1. Author u have to first study about foreign aid its not about kachkol, zari aw sar tetawul. If u find a chance u do the same as Rahmani did. She was not trained by Afghan domestic revenue.

    1. اول دا خبر دی نه نظر او دوهم هر پوځي لوړه کوي په لوړه کې څه وايي؟ له دې نظره موضوع ته وګورئ
      تاند

  2. کله چی د یوه هیواد فوځي افسران چی د هیواد د استقلال اوخپلواکۍ بیلګه (سیمبول) دۍ له نا امنیو تښتی نود هغه ملک اوهیواد د خدای مل شی.له بده مرغه دلته ټول دود اودستور اوس داسی دۍ چی دلته نوم اوعزت وګټی بیا هغه بنسټ کړی اودښه ژوند په موخه دهیواد سره ټولی کړی ژمنی تر شا کړی او وتښتی. دفوځی افسرانو لوړه دهیوادد ځمکنی تمامیت، ملی حاکمیت ،ولسواکۍ اوخپل بیرغ رپانده ساتل وی.که د اوسنی دولت دافسرانو ژمنتیا د وطن سره د پخوانیو هماغه په اصطلاح کمونیستی حکومت د افسرانو سره پرتله کړوداسی څه به ووینو.د کارمل د حکومت په دوره کی دجنرال احمدالدین جګړه ایز غنډ په پنجشیر کی د احمدشا مسعود د ډلی تر کلابندۍ لاندی راغۍ پدی وخت کی نوموړی جنرال خپلوسرتیرو ته وویل چیتر آخرینۍ مرمۍ پوری به جنګیږو اوڅرنګه چید مرستی رسیدوامکان یی نه وو نو د سهار د سپیدو په مهال یی په خپله آخرینۍ مرمۍ پخپله تبانچه ځان وواژه مګر احمدشاه مسعود ډلی ته تسلیم نه شو، همدا راز دډاکتر نجیب د حکومت د استخباراتو وزیر(غلام فاروق یعقوبی) هم ځانوژنه وکړه مګرمسلکی غرور اوهغه لوړی سره یی خیانت ونه کړ.همدا راز د طالبانو د جنګونومشهور قومندان ملابورجان د تورن اسماعیل سره د ګرشک په جګړه کی پنځه ځایه کاری ټپی وو چی د مرګ د خطر سر مخ وو مګر دهماغه جګړی د تر ګټلو پوری یی ډګر خوشۍ نه کړو (ددی پیښي شاهد زه پخپله یم).مګردا اوسنۍ قرار دادی اردوبیا د وطن اوخلکوسره هیڅ راز د داسی ډاډمنی ژمنتیا بیلګی نه ښکاره کوی فقط تر خپلی مدعا پوری یی وی او کله چی هغه پوره شی بیا نو هیڅ په هیڅ . دپوځیانو دنده له خطره سره ډغری وهل دی نه تیښته! زما په اند د افغانستان ولسمشر او پارلمان باید داسی قانون تصویب کړی چی د اردو،کورنیوچارو وزارت اوملی امنیت منسوبین په بهر کی پناه ونه شی غوښتۍ.اوهمدا راز نوموړی آغلی بیرته خپل هیواد ته راولی او ورڅخه په ځانګړی پوځی محکمه کی پوښتنی ،ګرویږنی وکړی اوعسکری جزا ورته ورکړی. چی بیا بل ځوک د هیواد د پوځی لوړی سره جفا ونکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *