خپروونکي: ویکي لیکس ویبپانه

ژباړه : اغا محمد قریشي

برتانوۍ موډل ( هغه ښځه چې فیشن نمایش وړاندي کوي) کړلي واټس د اسلام د سپيڅلي دین په تبلغ لاس پوري کړی، هغه پر خپل تېرو له خدای (ج) څخه بخښنه غواړي.

کړلي واټس یوه بریالۍ او پرمختللې برتانوۍ موډله ده چې شپږ میاشتي وړاندي مسلمانه سوه، هغې نوی واده کړی اوس پر خپلو تېرو په بشپړه توګه پښېمانه ده چې د موډل په توګه یې کار کاوه، هغه اوس دعا کوي چې خدای (ج) دي ورته له تېرو ګناهونو بخښنه وکړي، نوموړې تر اسلام راوړو وروسته پر ځان د فاطمه  صالح  نوم ایښی، هغې په اسلامي طریقه واده وکړ، اوس یې د اسلام د مبارک دین، اساساتو، احکامو او عقایدو ته په بشپړه توګه غاړه ایښې، پنځه وخته لمونځ ، همیشنی عبادت، ښې کړنې او آن هم دا تېره د روژې بشپړه میاشت روژه وه  .

فاطمه وایې د اسلام د مبارک دین د تبلغ او ښېګنو په اورېدو او پلي کېدا به یې زړه تسکین پیدا کاوه، هغه زیاتوي: ((د اسلام مبارک دین پلی کول یواځنۍ د خلاصون لار ده، که غواړو په اخیرت کې بریالي و اوسو، د اسلام مبارک دین ته باید غاړه کښېږودو.)) هغه وايې له حجاب سره یې د زړه تسکین او د خوښۍ احساس ډېر سوی، دا مېرمن چې په دې وروستیو کې د اسلام مبارک دین یې قبول کړی ، ددې دین په اړه د معلوماتو اخیستو ډېر شوق لري، هغې د نورو ادیانو پر ټولو پلویانو ږغ کړی چې د اسلام مبارک دین قبول کړي چې یو صحیح، بشپړ او رښتینی دین دی.

پخوانۍ ۲۴ کلني نامتو برتانوۍ موډل او نوې مسلماني  سوي له یوه تونسیايې مسلمان ځوان صلاح  سره   وکتل، صلاح پردې سربیره چې د واټس په اړه یې پوره معلومات لالرل ، بیا یې هم له هغې سره ډېره مینه کول، دهغه ډېرې او رښتینې مینې واټس وهڅوله  تر څو له هغه سره واده وکړي او مسلمانه سي.

پخوانۍ بربنډه موډل اوس په یوې پټې او حجاب پالونکې مېرمنې واوښته، له صلاح سره یې واده وکړ او دهغه دا خبره چې بدن یې یواځي دهغه لپاره دی، بل څوک  یې باید ونه وینې ورسره منلې، هغې د خپل خاوند خبرو او د اسلام مبارک دین احکامو ته ځان ژمن ګڼلي، د هلک کورنۍ لا نه ده خبره چې نجلۍ له وړاندي یوه موډل وه، او پر ډېرو رسنیو یې انځورونه خپاره سوي، نجلۍ وايې چې یواځنی دین د اسلام مبارک دین دی چې د انسانیت او بشریت احترام پکې مصئون او دژوند ټولې چاری یې په ښه توګه بیان کړي.

د موډل نجلۍ مسلمانېدو باندي راز راز تبصېرې او نیوکې سوي، داسي چې ولي یې خپله دنده تر مسلمانیدو قربان کړه؟ له بل لوري مسلمانانو دهغې  دا کړنه ستایلې او هغې ته یې د اسلام مبارک دین ته ښه راغلی ویلی، ورته یې د راتلونکې ژوند په اړه دعاګانې کړي، او دا چې پر هغې خدای (ج) رحم او مهرباني کړې.

9 thoughts on “اغلې کړلي واټس مسلمانه سوه”
  1. مدیر صیب جناب، هیله ده چې دا نیم لوڅی عکس یې لیرې کړئ. الله تعالی دې تاسو ته ستاسو د ټولو خواریو اجر درکړي.

  2. الله اکبر. الحمد لله. د اسلام سپیڅلي دین حقانیت ورځ تر بلې نړیوالو ته په تیره بیا غربیانو ته ښکاره کیږي او هر هغه څوک چې الله ج غوښتي يي نو هدایت ورته کوي. ددغو اسلام ته بیرته راګرځیدونکو بختورو مرکې او خبرې اوریدل او لوستل زموږ هغو مسلمانو وروڼو او خویندو ته چې په مسلمانه کورنۍ کې زیږیدلي دي خو څرنګه چې ښايي خپله د بندګۍ دنده د الله ج په وړاندې نه ترسره کوي ډیر اړین دي. دغه میراثي او عادتي مسلمانانو ته ښايي چې د زړه له تله د الله ج بندګۍ ته ملا وتړي. تر هر څه لومړی د لمانځه د مانا سره جوخت ځان د الهي لويي معجزې او د بشریت لارښوونکي کتاب عظیم الشانه قران په مانا پوه کړي او پرې عمل وکړي. او د سپیڅلي اسلام ټول ارکان په ځان ومني. په غرب کې اسلام ته بلنه ښه په درز الحمدلله روانه ده او د یوې سروې له مخې په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸۰۰۰ تنه بیرته اسلام ته راګرځي. د راګرځي ویی مې ځکه وکاروه چې انسان د پیدایښت بر مهال فطرتآ مسلمان يي خو کورنۍ او چاپیریال کې حاکم څه یې بیلارې کوي. بل دا چې دغه اسلام ته بیرته راګرځیدونکي وروڼه او خویندې اسلام په شعوري توګه مني او په هډ او وینه کې یې اسلام ځای نیسي ځکه چې دوی لومړی د اسلام سره، سره د ټولو ادیانو مطالعه کوي او بیا یې زړه دا مني چې اسلام پرته له شکه د الله ج په دربار کې د بشریت لپاره وروستی دین دی. راځۍ چې موږ ټول مسلمانان د اسلام رښتینې څیره چې سوله او الله ج ته رابلل دي او دا د هر مسلمان دنده ده پیل کړو، اسلام ته بلنه د قیامت تر ورځې باید د مسلمانو په عمل او ګفتار کې لوی ځای ولري. د خیټور ورور د وړاندیز په بیا تازه کولو سره الله ج ته مې دا دعا ده چې زما په ګډون ټولو انسانانو ته د اسلام د لارې د هدایت سره د الهي احکامو د عملي کولو توان را په برخه کړي. آمین ثم آمین

  3. هغه ذات چې مونږ یی پیدا کړی یو او زمونږ لپاره یی یوه لاره را غوره کړې چې هغه لاره د ټول انسانیت لپاره د ژغورنې او بریالیتوب لار ده هر هغه څوک چې دغه لاره خپله کړی څېره یې نورانی او ښکلا یې یو پر دوه شی چې ژوندۍ بېلګه یې اغلې کړلی واټس ده.

  4. الله (ج) دي د فاطمی په ژوند کی برکت واچوی اونوروته دی هم الله پاک (ج) هدایت وکړی

  5. سلامونه او نیکی هیلی
    الله به دا خوب د مسلمانانو ريښتیا شې چې ټوله نړی به اسلام قبول کړی خو کاشکی چی مسلمانان تبلیغ ته زیاته توجه وکړی زه جهاد تر ټولو مخکی بولم او په الله توکل هم یو له مهمو خواصو د یو مسلمان څخه شمیرل کیږي ولی الله بیا یواځې دا نه وایی چی تاسی یواځې پر الله توکل وکړی بلکې اسباب هم ورته برابر کړی او عمل تر سره کړی نو نن موږ مسلمانان زیات اسباب د جنګ نه لرو نو یواځې تبلیغ تر بل هر څه ښه او مناسبه لار ده او الله د د مجاهدینو ته هم هدایت وکړی چی د واقعی مجاهدینو خواص ورکې پيدا شی
    فاطمی صالح خور ته د زموږ سره نور هم دعمل او نیکو کارونو توفیق ور په برخه کړی

  6. خیټور صیب ګمان کوم ځان نشی کابو کولای؟ دا عکس د هغی د ماضی او اوسنی ژوند د مقایسی لپاره ضروری . حل لیاره دا ده چی عکس ته و نه ګوری

  7. دې نجلۍ یوازې خپل دین د دغه هلک سره د واده کولو لپاره بدل کړیدی.
    دا نجلۍ به د پخوا په څیر خپل شغل ته ( بربنډ موډل) ته دوام ورکوي. دا نجلۍ به یوازې هغه وخت حجاب اغوندي چې کله د هلک پلرني هیواد ته ځي، پخپل هیواد انګلستان کې به همدغه پخواني شغل او همدغه پخواني لباس ته دوام ورکړي.

    She changed her religion not belief. She would continue her career as X-Modeling as before.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *