تاند- د عوامي نشنل ګوند یوه مشر د پاکستان له حکومته وغوشتل چې له روسیې او چین سره د اړیکو د پراختیا پر ځای له افغانستان سره اړیکې نژدې کړي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو پخواني وزیر او د عوامي نشنل ګوند جګپوړي غړي افتخار حسین نن وویل، تر څو چې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی نه وي، په پاکستان کې به هیڅ انکشافي پروژه عملي نه شي.
ده وویل، پاکستان ته پکار ده چې له چین او روسیې سره له نژدې افغانستان سره اړیکې شې او پراخې کړي.
پاکستان په وروستیو کې له نړیوالې انروا څخه د وتلو لپاره له چین او روسیې سره د یوه ګروپ په بڼه اړیکې نژدې کړي او دا هیوادونه یې هڅولي چې د داعش د خطر د مخنیوي لپاره د طالبانو ملاتړ وکړي.