وروسته له هغې چې ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي، کشفي او دفاعي ارګانونو له بې کفایتۍ خبر شو او دقیق مالومات یې ترلاسه کړل، پوه شو چې د دې ارګانونو مشرانو ولسمشر ته د هر څه په اړه ناسم راپورونه ورکړي، سمدستي یې ترې غوښتنه کړې چې له دندو استعفا وکړي.
د غزني برید
د غزني په مرکز د طالبانو د برید په تړاو چې جګړه یې پنځو ورځو ته وغځیدله، امنیتي ادارو مشرانو پکې ناغیړي کړې وه چې زیات شمېر سرتېري او ملکي وګړي پکې شهیدان او ټپیان شول، د دې تر څنګ په میلیونونو ډالرو زیان عامو خلکو او دولت ته ورسید.
کله چې ولسمشر د غزني د جګړې په تړاو هر اړخیز مالومات لاس ته راوړل، مالومه شوه چې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مشرانو بې غوري کړې وه او په دې سخت په غوصه شو.
د غزني جګړه کې سرتېرو قرباني ورکړه، بیرته یې د سر په بدل کې طالبان له غزني ښار څخه وویستل او خپله یې د غزني مرکز ته سفر وکړ، خو دا یې مالومه کړه چې حګړه له کوم ځایه پيل شوې وه او ولې پکې طالبانو دومره پرمختګ وکړ چې بالاخره د غزني تر امنیه قومندانۍ او ولایت مقام ورسیدل.
په دې کې شک نشته چې د غزني د برید په تړاو مالومات و، خو بیا هم لازم تدابیر څنګه چې اړتیا وه، نه و نیول شوي او له همدې امله ملي امنیت شورا، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت ریاست ملامت وبلل شو چې ولې یې طالبانو ته دومره موقع ورکړه چې د غزني تر ښار ورسیږي او د سرتېرو او ملکي وګړو په سرونو باندې د غزني ښار په کوڅو او سړکونو وګرځي.
د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې لوړوالی
اوس تر بل هر وخت په جګړه کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې او لامل یې په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې د بې کفایته مشرانو بې غورې ښودل شوې ده، ځکه ځینو سیمو کې افغان ځواکونو ته تجهیزات نه رسیږي او ځینو سیمو کې بیخي د خوراک لپاره څه نه لري، خو مسوولین په دې تړاو بې غوري کوي.
له ځینو سیمو داسې راپورونه ترلاسه شوي چې افغان ځواکونه په میاشتو میاشتو محاصره کې بند پاتې دي، خو داسې څوک نشته چې له محاصرې یې وژغوري او دښمن یې ورته وځپي.
د هېواد په ځینو سیمو کې افغان ځواکونه د تجهیزاتو او ډوډۍ د نه شتون له کبله طالبانو ته تسلیم شوي او کوم وسایل او وسایط چې لري، مخالفې ډلې ته یې سپارلي چې ولسمشر له دې ټولو کیسو اوس خبر شو.
ولسمشر چې ډير کله د افغانستان امنیتي وضعیت ارزیابي کوي، ورته مالومه شوه چې زیاتو مواردو کې ورسته د امنیتي، کشفي او دفاعي ارګانونو مشرانو دروغ ویلي دي.
پر ارګ راکټي بریدونه
د ولسمشر د غزني غوصه لا نه وه کراره شوې، چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ ترهګرو د عیدګاه له جومات څخه پر ارګ باندې راکټي بریدونه وکړل، دا بریدونه په داسې حال کې وشول چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر پيغام لوسته.
ولسمشر په دې سره پوه شو چې کشفي، دفاعي او امنیتي برخه کې د مشرانو بې غوري دومره شوې، چې اوس د دښمن لاس تر ارګ راورسید، ولسمشر د اختر په ورځ د ملي امنیت شورا سلاکار، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت رییس ته ویلي چې له دندو استعفا وکړي او نور یې نه دي پکار.
له دې سره د ملي امنیت شورا سلاکار تېره شپه استعفا وکړه او د نورو ادارو مشران به هم خپلې استعفاوې ورکړي او پر ځای به یې نور وړ کسان چې د سیستم لپاره کار کوي، په دندو وګماري.
روسيې سره بلاک جوړول
د امنیتي او دفاعي مشرانو له دندو د لیرې کیدو یو لامل دا ښودل کیږي چې د ملي امنیت شورا سلاکار د ولسمشر له مشورې پرته له روسیې سره په یو بلاک کار کړی و چې افغانستان یې د روسيې او امریکا د جګړې په ډګر بدلولی شو.
ولسمشر سره انديښنه پیدا شوې وه، که له روسیې سره داسې بلاک جوړ شي چې په سیمه او نړۍ کې افغانستان د جګړې ډګر جوړوي، دا به افغانستان ته په ډیره لوړه بیه تمام شي، له همدې کبله یې د ټولو امنیتي ارګانونو مشران استعفا ته مجبور کړل.
د افرادو په ادلون بدلون باندې هیڅ هم نه خرابیږي، هغوی چې وایي فلان او فلان د حکومت د ملا تير و، سهوا شوي دي، ځکه چې هر څوک په سیستم کې مهم وي او کله چې څوک له سیستم ووځي، هیڅ هم نه دی.
کله چې سیستم برابر وي، بیا هر څوک په سیستم کې برابر راځي، خو کله چې څوک له سیستم ووځي، بیا د مکې پر ځای ترکستان طرف ته ځي او ښه دا ده چې له منځه وویستل شي چې هرې خوا ځي، پروا یې نشته.
په حکومتونو کې له سیستم ملاتړ پکار دی او د سیستم د چلولو لپاره هر څوک برابر راخي، خو هغوی چې له سیستم د وتلو کار کوي، بیا سیستم خرابوي چې د افغانستان په خیر نه دي او زیانونه یې بیا کلونه جبران کول غواړي