افراسیاب خټک

تاند- د عوامي نشنل ګوند یوه مشر او د پاکستان د مشرانو جرګې (سینټ) غړي افراسیاب خټک د سیمې امنیت له افغانستان سره تړلی وباله، ویې ویل، د پاکستان د قدرت اصلي واکمنانو ته پکار ده چې خپل سلوک بدل کړي او افغانستان د خپلې پنځمې صوبې په ځای د یوه خپلواک هیواد په توګه ومني.

افراسیاب خټک نن په اسلام اباد کې د افغانستان د راتلونکې په اړه دوه ورځیني  سیمنار ته په خبرو کې همداراز وویل:« که په افغانستان کې امنیت ټینګ نه شي ټوله سیمه به ناامنه وي ځکه چې د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی دی، موږ ته پکار ده چې خپل سلوک او پالیسي بدله کړو، خپل نظرونه بدل کړو، پکار ده چې افغانستان د خپلې پنځمې صوبې د ګڼلو پر ځای جلا او خپلواک هیواد ومنو.»

سمینار ته د تحریک انصاف مرستیال ريیس شاه محمود قریشي وویل، صدراعظم دې له طالبانو سره د خبرو په برخه کې د پارلمان ملاتړ ترلاسه کړي.

د جماعت اسلامي ګوند مشر منور حسن وویل، د نړۍ ۶۰ فیصده پوځیانو اسامه بن لادن ونیوه خو امریکا لا هم له اسامه بن لادن څخه بېرېږي چې بیا راژوندی نه شي.

د ده په وینا د بن لادن په شان کسان نه مري بلکې په زړونو کې پاتې کېږي.

ده تاکید وکاوه چې امریکایان لا هم له افغانستانه د وتلو اراده نه لري ځکه چې دوی ډارېږي چې اسامه بیا ژوندی نه شي.

د جماعت اسلامي ګوند مشر د امریکا بېره بې ځایه ونه بلله، ویې ویل:« کېدای شي د دوی ډار حقیقت شي او دا هم ناشونې نه ده چې نوموړی(بن لادن) بیا راپورته شي ځکه چې حالات هماغسي دي چې مخکې ول.»

د جماعت اسلامي ګوند عمومي منشي لیاقت بلوچ وویل، که په افغانستان کې سوله را نه شي، پاکستان به هم د کرارۍ مخه ونه ویني.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وویل، امریکا افغانستان ته د دې لپاره نه ده راغلې چې له دې هیواده ووځي. ده وویل دا خبره چې وايي امریکا په ۲۰۱۴ کې وځي ناسمه ده. امریکا په ۲۰۱۴ کېژ له افغانستانه وتل پیلوي خو ټینګار کوي چې اډې دې ورکړای شي.

سمینار ته د جمعیت علمای اسلام د بلې ډلې مشر او د پاکستان د دفاع شورا رييس مولانا سمیع الحق وویل چې د پاکستان اوسنی حکومت له طالبانو سره د خبرو واک نه لري. ده په عین حال کې وویل چې د طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي.

One thought on “افراسیاب خټک: تر څو چې د افغانستان په اړه پالیسي بدله نه کړو، سیمه به امن ونه ویني”
  1. پښتنه مینه نیکې هیلې او تاوده سلامونه!! دا خو نوې خبره نه ده خټک صیب!! دا پالیسي هغه وخت هم داسی وه چې تاسي په
    واک (حکومت )کې وي!!! بس نور دا غیور او ننګیالی ولس دخپلو شخصی ګټو لپاره مه خرڅوې !! نور د دي پښتون ولس ټول وژنه بس کړي !!!!!!!!!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *