تاند- د عوامي نشنل ګوند یو مشر او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، د سند حمله د تورخم او چمن د لارو له بندولو سره ارتباط نه لري او پاکستان په دې کار خپله کمزورتیا ثابته کړه.
ښاغلي خټک د پاکستان د پوځ له لوري د تورخم لارې بندېدا وغندله، ویې ویل، پکار نه وه چې پاکستان د سند د حملې په خاطر د افغانستان لار بنده کړې وای.
د عوامي نشنل ګوند دغه مخکښ غړي، د پاکستان د پوځ له لوري د تورخم لارې بندول د پاکستان د کمزورتیا او ضعف نښه وبلله.
پاکستان د سند ایالت په لال شهباز قلندر زیارت کې له انتحاري حملې وروسته د تورخم او چمن لارې بندې کړې څو دا برید له افغانستان سره تړلی وښيي. حال دا چې سند له افغانستانه ډېر لېري د هند په پوله کې دی.
عوامي نشنل ګوند وايي، د سند او د پاکستان نورې حملې باید د تروریزم پر ضد د افغانستان او پاکستان همکاري لا زیاته کړي ځکه چې دا بریدونه ثابتوي چې له تروریزم سره دوه اړخیزه همکاري پکار ده خو پاکستان د همکارۍ پر ځای اوبه نورې هم خړوي.