سید اصغر هاشمي

د نړۍ د پرختګ لامل علم او پوهه ده او هیڅوک د ښوونې له ارزښته انکار نه شي کولای.

د ډېرو انسانانو د پوهې درانده پیټي په  اوږو دي اودځینوککری خالي او خپل وخت تېروي.

ډېر پوه د وطن په غم او درد مین عالمان مې ولیدل، چې ورځ تر بلې یې د غمونو پیټې درندیږي او د زړه په غم اخته کېږي، د دوی د درد یواځینی سبب د دوی ډېره پوهه ده.

دوی په ټولنې کې هغه څه کتلای او لیدلای  شي، چې نور یې د لیدلو توان نه لري.

د ژوند په ډېرو چارو کې افراط او تفریط بې عدالتي منځ ته راوړي. ایا په علم او پوهې کې افراط وي؟

په یوې ټولنې کې چې علم او پوهه څومره زیاته وي، د انسانانواو ټولنې لپاره د نیکبختۍ سبب ګرځي، خو د علم سره عمل ضروري دی.

ټول پوه کسان د عوامو په درد نه دردیږي او د دوی د ستونزو احساس نه شي کولای، د ولس دا درد هغه خلک احساسولای شي، چې زخمي زړه ولري او دا زخمي زړه الله تعالی هغه چا ته ورکوي، چې روحاني قوت ولري.

د هغه قدماوو خبره چې ویل به یي: ( په زیاته پوهه کې زیات غمونه وي .)،

خو دغه د زیاتې پوهې غم په هغو ټولنو کې زیات وي ، چېرته چې بې عدالتي او مساوات نه وي او د پوهې کچه ټیټه وي.

 رښتیا چې ځینې وخت ډېره پوهه  داسې ستونزې پیدا کوي.خو په دې شرط چې داحساساساتواو جذباتو صدق او رښتینولي موجوده وي.

د الفت  صاحب په ویناوو کې مې  دغه حقیقي احساساسات ولیدل، چې په ډېرو کمو خلکوکې پیدا کېږي.

خو کله کله همدغه ډېره پوهه او علم له انسانه شیطان جوړوي، چې د دغې خبرې فلسفه د شیطان له ژونده ښه ښکاره ده.

زیات بارانونه کله کله سیلونه له ځانه سره راوړي او هر شي ته  تاوانونه رسوي، خو په خپل وخت برابر بارانونه بیا هر شي ته ګټه رسوي.

ډېر تیز بادونه د تاوان سبب ګرځي او ډېر تیز لمر هم ستونزې پیدا کوي، خو که لمر او باد نه وي هم نه کېږي.

ای خلکو! علم او پوهه تر لاسه کړئ او عمل پرې وکړئ.

0 thoughts on “افراط/ سید اصغر هاشمي”
  1. شوالیه ګان چې د فیوډال کلچر پیداوار و، د سروانتس په زمانه کې بې اهمیته شوي وو مګر په داستانونو او قصو کې ډېر یادېدل. سروانتس په خپل شهکار کې د دون کیشوت په نوم د پاخه عمر یوه بېوزلي سړي کیسه کوي چې همېشه د شوالیه وو داستانونه لولي او یو داسې روحي تکلیف ورپیدا کېږي چې د خیال او واقعیت تر منځ سم فرق نه شي کولای. دون کیشوت ساده سړی دی.

    د هر انسان په شخصیت کې د موجودې ساده ګي او د اتلولۍ د ارزو سیمبول دی. هغه کسان چې د دون کیشوت غوندې کتابونه زیات لولي او ځانونه روشنفکر ګڼي، ممکن د دون کیشوت په ناروغي لا زیات مبتلا شي او دا تصور وکړي چې دوی ډېر مهم دي ، دوی ډېر مهم کارونه په مخ کې لري. زموږ هر یوه په روح کې یو دون کیشوت اوسي. ایا ډیر ځله د دون کیشوت غوندې په خپلو وهمونو او خیالونو د واقعیت ګومان نه کوو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *