د نړۍ د پرختګ لامل علم او پوهه ده او هیڅوک د ښوونې له ارزښته انکار نه شي کولای.
د ډېرو انسانانو د پوهې درانده پیټي په اوږو دي اودځینوککری خالي او خپل وخت تېروي.
ډېر پوه د وطن په غم او درد مین عالمان مې ولیدل، چې ورځ تر بلې یې د غمونو پیټې درندیږي او د زړه په غم اخته کېږي، د دوی د درد یواځینی سبب د دوی ډېره پوهه ده.
دوی په ټولنې کې هغه څه کتلای او لیدلای شي، چې نور یې د لیدلو توان نه لري.
د ژوند په ډېرو چارو کې افراط او تفریط بې عدالتي منځ ته راوړي. ایا په علم او پوهې کې افراط وي؟
په یوې ټولنې کې چې علم او پوهه څومره زیاته وي، د انسانانواو ټولنې لپاره د نیکبختۍ سبب ګرځي، خو د علم سره عمل ضروري دی.
ټول پوه کسان د عوامو په درد نه دردیږي او د دوی د ستونزو احساس نه شي کولای، د ولس دا درد هغه خلک احساسولای شي، چې زخمي زړه ولري او دا زخمي زړه الله تعالی هغه چا ته ورکوي، چې روحاني قوت ولري.
د هغه قدماوو خبره چې ویل به یي: ( په زیاته پوهه کې زیات غمونه وي .)،
خو دغه د زیاتې پوهې غم په هغو ټولنو کې زیات وي ، چېرته چې بې عدالتي او مساوات نه وي او د پوهې کچه ټیټه وي.
رښتیا چې ځینې وخت ډېره پوهه داسې ستونزې پیدا کوي.خو په دې شرط چې داحساساساتواو جذباتو صدق او رښتینولي موجوده وي.
د الفت صاحب په ویناوو کې مې دغه حقیقي احساساسات ولیدل، چې په ډېرو کمو خلکوکې پیدا کېږي.
خو کله کله همدغه ډېره پوهه او علم له انسانه شیطان جوړوي، چې د دغې خبرې فلسفه د شیطان له ژونده ښه ښکاره ده.
زیات بارانونه کله کله سیلونه له ځانه سره راوړي او هر شي ته تاوانونه رسوي، خو په خپل وخت برابر بارانونه بیا هر شي ته ګټه رسوي.
ډېر تیز بادونه د تاوان سبب ګرځي او ډېر تیز لمر هم ستونزې پیدا کوي، خو که لمر او باد نه وي هم نه کېږي.
ای خلکو! علم او پوهه تر لاسه کړئ او عمل پرې وکړئ.