ژباړه / اجمل درمان –

د افریقا په بینن سیمه کې خلک د ماشومانو له مړو ناوکۍ جوړوي او همدا راز د خوراک، څښاک، پوښاک او ښوونځي ته د تګ لپاره یې امکانات برابروي.

د افریقا د لویې وچې په دې په وروسته پاتي او غریب هیواد (بنین) کې د کوچنیو اولادونو مرګ ډیر دی او خلک یې د اولادونو د مرګ د غم بدلولو لپاره له مړو مجسمې جوړوي او د ژوندیو په څېر یې پالنه کوي. په دوی کې یوه قبیله خلک په دې باور دي چې د اولادونو روح یې له مرګ وروسته؛ ناوکیو (د ماشومانو ناوې) کې ننوځي او که چیري دوي یې پالنه وکړي نو دوی ته خوښي او یا غم ورکولای شي.

مړه ماشومان د شپې له لوري ویده او د سهار له خوا راویښول کیږي، د ژونديو ماشومانو په څېر یې پالنه کيږي، خوراک او څښاک ورکول کیږي، نوې جامې وراغوستل کیږي آن تر دې پورې چې ښوونځي ته هم لیږل کیږي. که چیرې یې مور او پلار بوخت واوسي نو د کلي بل مشر یې پالنه کوي. جالبه دا ده چې د هر ماشوم له مړي ناوکۍ نه جوړوي بلکه له غبرګوني ماشومانو یې جوړوي ځکه د نړۍ تر ټولو ډير غبرګوني ماشومان په دې سیمه کې زیږول کیږي چې په هرو شلو زیږونونو کې یې یو حتما غبرګونی وي.

د دوي د عقیدې پر بنسټ که چیري یې سمه پالنه ونشي نو د کوچنیانو روحونه یې ناراضه کیږي او بیا ددوي په کورونو غمونه راځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *