ګل رحمان رحماني

      افسانه او اسطوره له ادبياتو په ځانګړي ډول د ميتولوژي  او د نړۍ له لرغوني ادب سره تړلي دوه موضوعات دي چې ډېر ځله له څه توپير پرته او کله کله هم د يوه او بل پر ځاى کارېږي چې  ميتولوژي( د افسانوي خدايګوټو او اتلانو د تفسير علم) او د لرغونو ادبياتو مينه والو ته يې توپيري پوهاوى اړين دى.

   په دې چې د هر هېواد او ټولنې په تاريخي پانګه او ادب تاريخ کې د افسانو او اسطورو يادونه يادونه ضرور راځي او دا موضوعات د لرغوني ادب يوه نه هېرېدونکي پانګه ده چې د هغه مهال فکري پوهه، ټولنيز، مذهبي او علمي معيارونه او ذهنيتونه په کې په ښه ډول مطالعه کېدلى شي.

    انسان که په طبيعي ډول مذهب خوښى پيدا شوى او فطرتاً دې ته لېوال وي چې د يوه مذهب او خپل ځانګړي خداى پيروي وکړي، نو دغه مفکوره او خوښه په پخوانيو او لرغونو انسانانو کې ډېره پياوړې وه.

   دې باورونو دوى ته دا ګټه رسولې وه چې په ستونزمنو او نا برابره حالاتو کې د ځان لپاره يوه تکيه او ويسا ولري او يا هم د افتونو او پېښو پرمهال له ځان سره داسې وانګيري چې د يوه ناوړه کار او کړې ګناه سزا ورکول کېږي چې په دې توګه يې د تکيې او سمې لارې ته دې راتګ يوه ظاهري وسيله د ځان لپاره پيدا کړې وه.

    اوسنيو څېړنو او تجربو هم ښودلې چې خداى او دين لرونکى انسان تر بې دينه او بې خدايه انسان په ژوند کې ډېر ارام او د حالاتو پر وړاندې پر يوه باور متکي وي، خو بې خدايه بيا بې باوره او له ويرې سره مخ او په ټوله کې لار ورکى او له موخې لرې وي.

  دا چې سمه به وي که نا سمه، دا جدا موضوع ده او په دې کې شک نشته چې د اسلام سپېڅلي دين په راتګ سره ټول اديان او اسماني کتابونه منسوخ شوي دي.

  که چېرته په موزيمونو او نوو تر لاسه شوو لرغوني اثارو نظر وکړو، نو اکثره يې يا خدايګوټي(بتان) او يا هم د پخوانيو خلکو له اندونو او باورونو راوتي معبودان او يا د هغوى مذهبي نښې نښاني وي.

    زموږ هېواد افغانستان هم ګڼ داسې اثار لري چې د پخواني او لرغونو مذهبي اندونو او باورونو سره تړلي او يوه غوره بېلګه يې ددې هېواد په زړه کې د باميانو نړيدلي درې بودايي شهکارې مجسمې دي چې په لرغونو زمانو کې ورته د بودايي مذهب پيروانو د خپلو معبودانو په سترګه کتل.

    له دې مقدمې څخه مو موخه دا وه چې همدا موضوعات او باورونه د پخوانيو افسانو او اسطورو منځپانګه جوړوي او تر يوې کچې يې د دا ډول فعاليتونو او وضعيت تاريخ خوندي کړى او د پېړيو په زړه کې يې ورڅخه لږ تر لږه  يو انځور ساتلى دى.

افسانه څه ته وايي؟

 په پخوانيو فرهنګونو کې ورته د پخوانيو کيسو او اسطورو مانا ورکړل شوې، خو په ادبي اصطلاح کې د انسانانو، څارويو، الوتونکو او ځينو وهمي ياني ډاروونکو څېزونو لکه دېو، پېري او ښامارانو  له ژوند څخه يو سرګذشت يا خيالي پېښې ته ويل کېږي چې د رمز او راز په ژبه اخلاقي او روزنيز مفاهيم او موخې وړاندې کوي، خو ليکنه او ويل يې تر ډېره د لوستونکو د تفرېح او بوختيا لپاره وي.

پښتانه وره عاميه اصطلاع  نقل هم وايي خو د افسانې او نقل تر منځ توپير په دې کې دى چې افسانه يو داسې داستاني قالب دى چې د نقل ټولې لفظي ځانګړتياوې په ځان کې لري، خو توپير په کې دا وي چې خيالي عناصر او خارق العاده چارې په کې ډېرې او خورا پياوړې وي.

پښتو او په ټوله کې افغاني افساني زموږ د فولکور يوه بډايه برخه ده او له پېريو پېړيو راهيسې زموږ د ټولنې، رسم، اداب، زړورتيا او قربانۍ په ګڼو افسانو او نقلونو کې دود او خوندي شوي دي.

افساني د ليکني سبک او يا هم د اتلانو د ټيپ له اړخه د بېلابېلو ژبو په ادبياتو کې بېلابېل ډلونه لري چې کېدى شي ولسي – ملي، ادبي، حماسي، عشقي، اخلاقي او مذهبي نومونه ورکړو، همدا ډول د نوم له اړخه هم د ماشومانو، پېريانو، پهلوانانو او ځينو څارويو په نامه نومول شوي دي.

  پښتو ژبه چې د نړۍ له لرغونو ژبو څخه ده او پياوړې فوکلوريکه پانګه لري، نو د فولکور يوه زياته برخه يې افسانو جوړه کړې ده چې تر ټولو مهم په کې اخلاقي درسونه دي چې په سمبوليکه او تمثيلي بڼه بيانېږي.

د افسانې په تمثيلي بيان کې ټول کرکټرونه خبرې کوي، غرونه، ونې، بوټې، څاروي او بالاخره له هر څه څخه چې په افسانه کې يې نوم راځي، نو خبرې هم کوي، کله يې انسانان او کله هم نور شيان اصلي کرکټرونه وي.

البته د افسانې ځانګړتيا ته په پام سره کله حقيقي( رېښتني) او کله هم خيالي او مجازې بڼه لري خو هدف يې درس او ټولنيز اخلاق او ښېګڼې بيانول دي، مثلا مومن خان ځکه د ښامار په وژلو بريالى کېږي چې دى د چا د ژغورلو هڅه کوي او له نورو سره يې ښه کړي وي.
خو دومره ده چې مجازي برخه يې تل د انسان کړه وړه او کردار څرګندوي، ښه او سم انسانان د ښو او غير وحشي څارويو په بڼه لکه اس، اوښ او نور چې له انسانانو سره ښې اړيکې لري څرګندېږي او ناوړه هغه يې بيا د وحشي او څېروونکو او چلباز او تېراېښتونکي د ګېډړو او نورو… په بڼه همداسې.

همدا ډول معصوم ماشومان او نجونې د کوترو، هوسيو او سويانو په بڼه راځي چې ښه صفتونه او ځانګړتياوې لري او نفرت ورڅخه نه کېږي.
همداسې ډول اخلاقي، عشقي ، د پريانو، دېوانو  او پهلوانانو افسانې هم د جادو او نورو هنرونو په مرسته مخته ځي چې د فولکوريکو ادبياتو د ځانګړتيا له مخې يې اصلي جوړونکى معلوم نه وي.

 په شفاهي ډول خوله په خوله را لېږدلې او د لېږد پرمهال يې ممکن ځينې برخې او نومونه بدل شوي وي، خو په ټوله کې د افسانې پيغام ساتل شوى وي. په پښتو کې تر ټولو لرغونې کيسې مولوي احمد په “پښتو ګنج” اثر کې را ټولې کړې ، همدا ډول ملي هنداره  يې غوره بېلګې دي او “زر او يوه شپه” يې نړيوال شهکار او ميراث دى.

ځينې افسانې داسې هم دي چې له ځينو رښتينو پهلوانانو سرچينه اخلي، خو وروسته ورسره مبالغه ملګرې شوې او خبره يې تر اصلي بڼې ډېره لويې شوې او په کيسه کې د خوند او وېرې پيدا کولو لپاره هر چا د پهلوان يا اتل يوه ځانګړتيا زياته کړې ده.

اسطوره څه ته وايي؟

   اسطوره بيا په ديني باورونو او عقيدو پورې اړه لري او هغه کيسې ته ويل کېږي چې د خدايګوټو او فوق طبيعي مودجودات په اړه جوړه شوي وي او اصلې رېښې يې د لرغونو خلکو له ديني باورونو سره  تړلې وي.

په اسطور کې دې ته اشاره کېږي چې ژوند او ورسره تړلې پديدې له کومه ځايه او څنګه پيل شوې، په همدې بهير کې شته مذهبي اعتقادات، مافوق طبيعي قدرتونه او او د ارمانجنو اتلانو کړه وړه په کې رانغاړل کېږي چې تاريخي حقيقت نه لري او اصلي پنځوونکي يې بيا هم ناپېژانده کسان دي.

په لرغوني يونان کې د اسطوري لغوي مانا د شرحه، خبر او تصميم ښودل شوى، خو وروسته يې مانا به بشپړه توګه برعکس شوه ياني هغه څه چې په حقيقت کې شتون نه لري، خيالي، شاعرانه او داستاني بڼه ولري. همدارنګه د اسطوره، اسطور او اسطار لپاره هم د بې ځايه او پرېشانه، باطلو خبرو او افسانې مانا ورکړل شوې ده.

اسطوره په اصطلاح کې هغه داستان دى چې د ميتولوژي يا د پخوانيو کيسو يو نظام او يوه متجانسه ټولګه وه  چې يو وخت د ځينو خلکو په نظر حقيقي وو او غير طبيعي موجودات او د هغوى کړه وړه يې بيانول چې ولې داسې دي او څنګه داسې شوي؟

دلته مهمه موضوع دې ټکي ته تم کېدل دي چې پيدا کېدل او د پيداکېدو د څرنګوالي په اړه خبرې کېږي، ياني موجود په خپله لاس وهنه، نمايشي او سمبوليکو کارونو کولى شي د خلکو په ذهنونو کې غير طبيعي يا له طبيعي پولو وړاندې باورونه پيدا کړي او ددې ذهني واقعيتونو يوه برخه په عمل کې وښيي چې دې عمل ته اسطوره يي عمل او کيسې ته يې اسطوره يى حکايت وايي.

خو په ټوله کې بايد ووايو چې اسطوره د پوهې او علم له زمانې وړاندې وختونو د ژوند يو ننداره ده، د لرغوني انسان له طبيعت او ذهن څخه سرچين اخلي او د لرغوني ژوند د کړو وړو يو صفت او نښانه يې بللى شو، خو د هر قوم د اسطورو بدلون او حتى له منځه تلل د هغوى د ژوند د بڼې په بدلون، د فکر او اندونو بدلون او د ټولنيزو جوړښتونو د بڼې په بدلېدلو پورې تړل کېږي.

اسطوره هغه خيالي پېښې ته هم ويل شوي چې د هغو طبيعي اشخاصو، څارويو او څيزونو د پياوړو کارونو او کړو کيسه کوي، کومو چې په پېښه کې رول لوبولى دى.

اسطوره پېژندونکي اسطورې ته د ټولنپوهنې، دين پوهنې او ارواپوهنې له بېلابېلو زاويو څخه ګوري، په همدې ډول له ادبياتو، فلسفې او دين سره د نږدې اړيکو درلودلو په سبب يې څېړلي، خو د نړۍ د ګڼو ملتونو دغه اسطورې په جزيياتو کې د اختلافاتو سربېره په روايت او جوړښت کې سره ورته دي .

 د ټايلر په نامه عالم اسطوره د نړۍ پېژندنې لپاره د انسان د هڅو او کوښښو حاصل بولي او برول يې بيا د انسان د منطقي فکر پايله بولي، مالينوفسکي بيا اسطوره د لومړنيو انسانانو د هغو فلسفي پوښتنو ځواب بولي اوهغه واقعيت ورته وايي چې د عقايدو په بڼه په کې په کې اخلاص څرګندېږي.

د اسطورو اخلاقي جنبه يا بڼه ډېره کمه ده له همدې امله له افسانو او حکايتونو سره توپير لري. په اسطوره کې په غالب ګومان د طبيعت مظاهرو، پېښو او طبيعي افتونو ته انساني شخصيت ورکړل شوى او بيا يوه غوټه ورته را منځته شوې. مثلا د يونان، مصر، هند او يا  نورو هېوادونو په لرغونو اسطورو کې لولو چې  انسانانو هر څه ته يو خداى ګوټى ټاکلى و، لکه د باد، باران، توپان، لمر، سمندر او نورو … خدايګوتي چې د دوى په اند يې ځانګړې دندې درلودې.

د  افساني او اسطورې توپير څه دى؟

    افسانې عامي دي او اسطورې خاصې، په دې مانا چې افسانه په کلي ډول د هر ملت او هر قوم په ژوند او ادبياتو کې د اهميت او مطالعې وړ دي. د فولکور د علم ځينې پوهان  وايي چې هند د نړۍ د ډېرو افسانو ټاټوبى دى چې افسانې همدا اوس هم د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د ژباړو او نقلونو په توګه د خلکو په منځ کې پاتې دي. د پښتو ځينو افسانو  يو تار هم خامخا له هند سره وي او د افسانو اتلان د ژوند تريخېدو څخه وروسته هندوستان ته مخه کوي چې غوره بېلګه يې د مومن خان او شيرينۍ افسانه ده.

   د افسانې، اسطورې او نقل ترمنځ توپيرونه هم زيات دي، لکه څرنګه مو چې مخکې وويل، اسطورې مذهبي اندونه، خرافات، سحر، جادو او افسون ګري لري او سمبوليکه بڼه يې ددې لامل ګرځي چې د پېښو په ترڅ کې يې غير انساني موجودات را څرګند شي او خدايي ځواک ولري.

   نو په دې اساس د افسانې او اسطورې يو توپير دادى چې افسانې هېڅکله د يوه ملت ايماني اوعقيدتي مرجع نه ده او يوازې د خيال زېږنده وي او تر ډېره د لوستونکو او اورېدونکو د خوښۍ او بوختيا په موخه پنځول شوې وي، په داسې حال کې چې اساطورې له معجزو او مذهبي باورونو سره تړلې وي او داسې موضوعات رانغاړي چې له رېښتينو پېښو څخه يې سرچينه اخيستې وي، خو دغه پېښې د ځانګړي زمان او مکان په اډانه کې تېرې شوې وي او د همدې دوو عناصرو په اوږدو کې يې بدلون هم کړى وي.

     په اسطورو کې هڅه شوې چې د طبيعي او غير طبيعي څېزونو د پيدايښت او رامنځته کېدو  په اړه د کل او يا جز په توګه د خلکو مذهبي عقايد او باورونه وړاندې کړي، ځکه اسطوره تل د يوه خلقت روايت وي، د اسطورې کرکټرونه يا شخصيتونه هم  د افسانې غير طبيعي موجودات وي او يوازې د خپلو پيليزو کارونو په اړه يې شهرت موندلى وي

پاى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *