په داسي حالت کي چه په ګران افغانستان کي دولسمشرۍ دټاکنو وروستۍ پیښي وضع ډیره خرابه کړي وه اوحالات دبي ثباتۍ ترسرحده رسیدلي وه اوهره لحظه دجګړو ،چوراوچپاول امکانات لیدل کیده اوداهم ترلمرروښانه وه چه څوک به چوراوچپاول وکړي خو داموضوع څخه به تیر سو ځکه ډیروخت غواړي ،رابه شو دپارلمان موضوع ته موږ دداسي پارلمان په درلودلو شرمیږو چه وطن دیوډیرشدید بحران څخه تیریږي اودا ناځوانه دولسي جرګي وکیلان داسي بيشرمانه اوخندونکي پریکړه په قاطع اکثریت سره کوی ،یوه خبره باید وکړم چه هغو وطن پرستو وکیلانو چه مخالفه رایه ورکړي وه زمامخاطب نه دي .
دولسي جرګي غړي دډیرولوړو امتیازیاتو څخه برخورداره دي ،لوړ معاش د۱۵۰زرو افغانی، باډی ګاردان ،موتر اوموتروان ،دکورکرایه ،دیپلوماتیک پاسپورت اوخارجي هیوادو ته رسمي سفرونه داهغه امتیازات دي چه دوزیرانو په کچه یاترهغه لوړدي . داسي وکیل صاحبان سته چه بي سواده اویاکم سواده دي ګرچه دلوړوزده کړو درلونکي هم سته ،کله چه موږ په تلویزیون کي ګورو نوتشي چوکي خورا ډیري وی اوهره ورځ دریمه یاڅلورمه برخه وکیلان غیرحاضردي ، نه پوهیږو چه دغه غیرحاضروکیلانو څخه معاش ګرزول کیږي که نه ؟ په نورو هیوادو کي دغیرحاضروکیلانو نوم به رسمي میدیا کي خپریږي .
به دي هم خبریو چه یوشمیر وکیلان دیوپیاده اویا یودریور دمقررولو لپاره دنوروپه کارونو کي مداخله کوی اودفترپه دفترګرزي ترڅو په اصطلاح دیوه موکل کاروکړي حال داچه وکیل صاحب به ډیردمخه خپله شیریني دموکل څخه اخیستی وی ،بیا یادونه کوم چه هغه دګوتو په شمیر ښه وکیلان دي نه خفه کیږی . ددي وروستۍ پریکړي په رڼا کي وکیلان ۲۵٪ تنخوا ددوري ترپوره کیدو وروسته دژوندترپایه غواړي ،بله لا داچه دوه باډی ګاردان هم دژوندترپایه غواړي ، اودځان اوکورنۍ لپاره دیپلوماتیک پاسپورټ هم غواړی چه که چیري اوضاع خرابیږي نودا وکیل صاحبان اروپا اوامریکا ته ولاړسي ، جالبه یی لا داچه په ملي ورځو کی باید دوی دخاصو میلمنو په ډول دعوت سي ، واه واه څومره ښه فیصله موکړیده . ګرانو وکیل صاحبانو یوڅونور امتیازات به زه هم تاسو ته وښیم تاسو باید په خپل شاپنګ لست کي داهم غوښتي وای چه یو ښوونځي دي دهروکیل په نامه ونومول سي اوبه کابل کي یوواټ دهروکیل په نامه یادسي ،دولسي جرګي ریس خو ډیرحق لري دکابل نړیوال هوايي ډګر باید دولسي جرګي دریس په نوم یادسي ، دوهم شیرچورښاردي دپارلمان دوکیلانو لپاره جوړ سي ،اودهروکیل صاحب زوی اولور ته دي په اکسفوردپوهنتون کي دزده کړی زمینه برابره سي ،اوخپله دوکیل صاحب لپاره دي په ګلبهارسنتر کی یودوکان واخیستل سي ، ولاچه ډیرساده خلګ یاست پارلمان ستاسي ،فیصله اوصلاحیت ستاسو خوبیاموهم دومره لږ څه غوښتي دی ،تاسوباید داهم غوښتي وای چه دیوبیچاره افغان په قتل به هم تاسو مصؤنیت ولری اوکله چه دخوبه راپورته کیږی نو ستاسو په احترام باید یوویشت دتوپ ډزي هم وسی .
ګرانووکیلانو تاسو داهیره کړیده چه تاسودیوی مشخصي دوري لپاره دولس نمایندګي کوی اوتاسو ددولت دمامورینو دتقاعد ترقانون لاندي نه راځی بلکه صرف دیولنډمهاله قرارداد په نتیجه کي چه دولس لخوا تاسو ته دخدمت موقع درکړه سویده مؤظف سوی یاست .
افرین دي پرمشرانو جرګي سي چه په ډیره مړانه اوپه غوڅ اکثریت یی ستاسو دغه نامردانه فیصله ردکړه . ښاغلی ولسمشر ته زموږ غوښنته داده چه داډول بي رحمانه اونامعقوله پریکړه توشح نه کړي اوکه داسي وکړي نوبيشکه لویه جفا به دولس به حق کي وکړي . يوځل بیا هغووکیلانو ته شاباشۍ وایو اوخدای دي اجرورکړي چه دنوموړي فیصلي خلاف رایه یی ورکړیده .
د راتلونکی دوری لپاره د نویو کاندیدانو د انتخابولو لپاره یو وړاندیز.
د انتخاباتو کمیسون ته باید دنده وسپارل شی تر څو په راتلونکی کی هغه وکیلان چی لاندی مشخصات ولری د کاندیداتوری له لسته وباسی:
1 هغه وکیلان چی د افغان له نوم سره حساسیت لری او ځان نورو هیوادونو ته منسوبوی.
2 هغه وکیلان چی د تیری دوری په جریان کی د ملی منافعو پرخلاف ویناوی کړی او د درنو وکیلانو ترمنځ د اختلاف او بی اتفاقی سبب شویدی.
3 هغه وکیلان چی خپلو موکلینو ته یی هیڅ خدمت نه دی کړی او یا خپلو ولایتونو ته نه وی تللی او د خپلو موکلینو په مشکلاتو یی ځان نه وی خبری کړی.
4 په هغو ولایتونو یا ولسوالیو کی چی نا امنی له امله انتخابات دایرول امکان ونه لری ، د وکیلانو څوکی د خالی پاته شی او د ولایت د نورو سیمو وکیلان د هغوی نمایندګی نشی کولای. حتمی نه ده چی د یوی ولسوالی نه 14 وکیلان د یوه ولایت نمایندګی وکړی.
5 هغه وکیلان چی دوامداره غیرحاضری یی کړی وی او دخپل شخصی کارونو لپاره دهیواد دننه او یا د باندی سفرونه کړی وی.
6 هغه وکیلان چی د تیری دوری په جریان کی یی د کمیسیونونو او یا عمومی غونډو په جریان کی فعالیت نه وی ښوولی او یواځی خپله ورځ یی تیره کړی وی.
7 هغه وکیلان چی د دوی د ساتونکو له خوا دولتی مامورین ، افسران یا ملکی خلک ځورول شوی وی اویا د قتل ، غلاوو ، فساد او رشوت کی متهم شوی وی.
8 د پارلمان وکیلان باید د لږ تر لږه بکلوریا او یا له هغوی معادل او له هغوی نه پورته تحصیلی سند ولری . اما تر ټولو مهمه ده چی وکیلان په حقوقی او قانونی ساحه کی تحصیل او یا د کار تجربه ولری
9 د وکیل قانوی سن باید له 25 کلونه کم او له 55 کلونو نه زیات نه وی…
هیله ده نور هیواد وال هم پدی ساحه کی خپل نظرونه وړاندی کړی ترڅو مونږ په راتلونکی کی یو ښه ، مسلکی او خدمتګاره پارلمان ولرو تر څو د ملی وحدت او قانونیت د تحکیم او پلی کولو کی له دولت سره مرسته وکړی ، نه دا چی د دی مظلوم ولس په اوږو بار ، مفسد ، مزدور او ځان منونکی پارلمان وی.
ګرانه وروره بریال صیب ستاسو نظر د قدر وړ دی خو هغه وایي چې مشریي اکبر وي اختر یي مازدیګر وي. تاسو په یوه داسې هیواد کې د قوانینو تطبیق غواړئ چې د یو ناکام کاندید د غوښتنو د پوره کولو لپاره اساسي قانون کې د بدلون راوستلو مصلحت کیږي. په یوه داسې هیواد کې د قوانین د پلې کیدو هیله کوئ چې د یو ناکام کاندید د غوښتنو د پوره کولو لپاره د یو بهرني هیواد د بهرنیو چارو وزیر پرته له دې چې چا بلنه ورکړي وي هیواد ته راځي او د زور او فشار له لارې پر کاندیدانو خپلې خوښې او خبرې مني.
ډیر د افسوس ځای دی. زمونږ راتلونکی جمهور رئیس به څه نیشه ناست وي او وایي به چه زه جمهور رئیس یم. ماته خو د جان کیري د ښځي په شان ښکاري. په شان خو لاڅه کوي چې د جان کیري او اوباما ښځي دي.
داسي ښځینه جمهور رئیس زمونږ نه دی په کار خدای مو د زر تر زره د دې ښځینه جمهور رئیسانو څخه خلاص کړي او یو داسې شخص د خدای غیبي پر دې خاوره مسلط کړي چې دې دردیدلي هیواد ته د زړه له کومي خدمت وکړي او د نږدې او
لیرې پرتو باداره هیوادونو د فشار څخه هیڅ ډول ویره ونلري.
امین ثم امین
په درنښت.