افضل لودین

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن افضل لودین د دفاع وزارت ته ونوماوه.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی لودین ژر ولسي جرګې ته د اعتماد رایې لپاره معرفي شي.

د ارګ سرچینې وايي چې ښاغلی لودین، چې ارکان حرب او د ډګرجنرالۍ رتبه لري، یو مسلکي کدر دی او ډېر کلونه یې په دفاع وزارت کې کار کړی دی.

نوموړي یوه موده د افغانستان د ملي امنیت شورا په دفتر کې د پوځي سلاکار په توګه هم کار کړی دی.

تېره اوونۍ د افغانستان حکومت د کابینې د ۱۶ وزارتونو لپاره نوماندان ولسي جرګې ته وروپېژندل خو د هغوی په منځ کې یوازې د دفاع وزارت کاندید نه و شامل.

ولسي جرګې تراوسه پوري د ورمعرفي شویو نوماند وزیرانو په اړه رایې نه دي اچولي.

1ولسمشر غني مخکې اوسنی لوی درستیز سترجنرال شېرمحمد کریمي د دفاع وزیر په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړی و خو ولسي جرګې له ۱۹ نوماند وزیرانو څخه یوازې ۸ ته د اعتماد رایې ورکړې او د کریمي په ګډون یې نورو ته رایې ورنه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *