د غازي امان الله خان مزار

تاند- د افغانستان په پلازمېنه او ولایتونو کې نن /شنبه د اګست ۱۹/ د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸ مه کالیزه لمانځل کېږي.

په جلال اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوې او د دغه ستر ازادي غوښتونکي پاچا اروا ته دعاوې وشوې.

د خپلواکۍ د سږني جشن یوه لویه ځانګړتیا دا ده چې عام ولس یې لمانځي.

له تېرې شپې راهیسې په بېلابېلو ښارونو کې خلک په واټونو او چوکونو کې راغونډېږي، اتڼونه کوي او د غازي امان الله خان عکسونه او ملي بیرغونه له ځان سره ګرځوي.

امنیتي چارواکي وايي چې د خپلواکۍ د ورځې د مراسمو د لمانځنې لپاره یې بشپړ تدابیر غوره کړي خو دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو پخپله د دې ورځې په مناسبت مبارکي ویلې او هغه یې له انګلیسانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ بللې ده.

په ننګرهار کې به یو شمېر هنرمندان په دې مناسبت کنسرتونه جوړ کړي، په کابل کې مشهوره سندرغاړې اریانا سعید په کانتینیټل هوټل کې کنسرت اجرا کوي.

په هرات کې ځوانانو د خپلواکۍ د جشن په ویاړ د افغانستان اوږد بیرغ جوړ کړی دی.

ټاکل شوې ده چې دا بیرغ د ولسمشر غني په حضور کې نندارې ته وړاندې شي.

ولسمشر غني نن هرات ته ځي چې د جشن په مراسمو او د یوې فابریکې د پرانیستنې په غونډه کې ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *