يو وخت مې له يوه ملگري واورېدل، چې هېواد د مور په پرتله دوه برابره حق لري. له موره يو ځل پيدا کيږو او بيا نه ورگرځو خو په هېواد کې يو ځل سترگې غړوو او چې ومرو، دويم ځل بيا يې غېږې ته ځان سپارو. د ملگري خبره په خپل ځای ډېره روغه ده. زما خپله مور يواځې پر ما حق لري؛ خو هېواد ته خدمت هم زما او هم زما د مور، د دواړو فريضه گرځي. خپل کور ته د پرديو د شومو پلونو داغل زما فرض دی. مور هم راته ويلي، چې که د خپلې خاورې دفاع مې ونه کړه، خپلې شيدې بهرا ونه بښي. کانونه، ځنگلونه، سيندونه به يې ساتم او ترې لاسته راغلې گټه به يې بېرته د هېواد د سينگار لپاره لگوم. د حلالې روزۍ پيدا کول عين عبادت دی. خپل جېب هم ډکوم؛ خو د پله، سړک، جومات، ښوونځي، پوهنتون او سړک په رغولو کې هم نه شا ته کېږم! راځئ وگورو، چې افغانانوخپل هېواد دا رسالت تر کومه ادا کړی دی؟
کلونه پخوا شوروي يرغلگر د افغان پر خاورې ننوتل. افغانانو هم د ملي احساس له مخې شلخي ټوپکونه پورته کړل او تر وروستۍ سلگۍ يې محاذ پرېنښود. تر هغه وجنگېدل، چې ښکېلاکگر يې په شا کړل. د وطن پر وړاندې د دوی همدا ملي مسوليت و او ترسره يې کړ. کور يې ودان. تر دې وروسته په خپلو کې سره ونښتل. پر انگېزې يې نه غږيږو. لامل يې د فردي شتمنيو لاس ته راوړل و. دوی فردي شتمني پر ټولنيزې او ملي شتمنۍ مقدمه وگڼله. د بل افغان کور يې په وينو رنگ کړ، د دې لپاره چې خپل کور يې په قيمتي غميو رنگين شي. ورور پاڅېد او د ورور پر مرۍ يې چاړه کېکاږله. موخه يې بيا هم جايداد او سرمايه وه. د هماغه وطن ځنگلونه او ارزښتمنې ونې يې پرې کړې او پر گاونډيانو يې په وړيا نرخ وپلورلې. د بدخشان لالونه يې د پاريس د محلونو سينگار ته ولېږل؛ خو د خپلې غمېدلې خور خالي غاړې ته يې پام قدرې هم نه شو. د همغوی په اشاره يې بېرته پلونه ونړول، پرته له دې چې فکر وکړي. هغه ودانۍ چې د کلونو، کلونو زحمت او خولو په پايله کې رغېدلې وې، په څو شېبو کې يې د راکټ له يوه درز سره ونړولې. سړکونه او پلونه يې ځکه ونړول، چې چا ورته د پيسو صندوک ښودلی و. ښوونځي او پوهنتونونه يې وسېزل. علمي کدرونه يې راووژل؛ خو دې ته يې پام ونه کړ، چې ولس او هېواديې له بدبختۍ او هلاکت سره مخ کړ. آياد ځمکې پر سر به تر افغانانو بل بدمرغه ولس هم وي؟
د طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو وروسته د هيلو يو بل نوی څرک راښکاره شو. غمېدلو افغانانو گمان وکړ، چې گوندې د ډيموکراسۍ د ناليدلې ليلا پر برکت به د افغان کهول پر تيارې جونگړې د روڼ سبا ځلانده وړانگې خورې شي. نور که خدای کول د در په دريو او بېوسيو کډه به وتړل شي. نور به د يوويشتمې پېړۍ له برکته بېسوادي ختمه او د پوهې او پرمختگ يو نوی ور پرانيستل شي؛ خو خبر نه وو، چې په بلا پسې بلا راروانه ده. يو پاڅي ښوونځي ور وسېزي او بل ورته د الفبا د تورو ډک کتابونه. څوک په جومات کې ورته بم کيږدي او څوک د افغان ماشوم سيپارې ته تيلی ورته کوي. بل ورته د تگ، راتگ لويه لاره په بمونو ونړوي. بل يې ودان پول ورخراب کړي. آخر تر کومه…؟
موږ ته يواځې د فردي سرمايې تعريف شوی دی. دا راته نه دي ويل شوي، چې ټولنيزه شتمني د يوې ټولنې، ملت او ولس مال دی. په دې مو لا سر تر اوسه نه دی خلاص شوی، چې پول، سړک، جومات، روغتون او … ټولنيزې شتمنۍ دي. که چا يې پر وړاندې خيانت وکړ، هغه د هماغه ولس پر وړاندې گرم دی. قانون ته مجرم او بايد محکمې ته را کاږل شي. موږ ملي شتمني هم نه ده پېژندلې. موږ په دې نه يو خبر، چې ملي شتمني د يوه ملت او هېواد د ولسونو گډ مال دی يا ځنگلونو، سيندونو، غرونو، تاريخي آبدو، لرغونو آثارو او … ته ملي شتمنۍ وايي. موږ گناهگار نه يو؛ ځکه نه پوهيږو؛ خو دا ناپوهي هېچېرې را څخه ونه شوه، چې خپل د استوگنې کور پسې بېل راواخلو او يا خپل مالونه وړيا بل چا ته ورکړو. که د خپل فردي دارايۍ په اړه مو داسې جنون نه دی کړی. بيا خو معنا دا شوه، چې د ښو او بدو توپير کولی شو. خپله گټه او تاوان پېژنو او بالاخره لېوني نه يو!!! معلومه دا شوه،چې دا هر څه مو غير شعوري نه بلکې په پوهيدلي ډول کړي دي. که تا په خپلو لاسونو ځنگلونه پرې کړي دي، ما درته (نه) نه دي ويلي. هغه که پله او سړک ته ماين ايښود، کليوال خپل مسوليت نه دی ادا کړی. که چا په وړيا بيه له بهرني سره د تاريخي آثارو او قيمتي کاڼو معامله کوله، تا د هغه د منع کولو هڅه ونه کړه. په پايله کې ټول له څېرمه قاتلان او خاينانشو!!!
ناپوهي دليل نه شي کېدای؛ ځکه: ((عذر بدتر از گناه))؛ خو دليل دا دی، چې ناپوهي او لېونتوب تر کومه؟ د طبيعت د قانون پر اساس هر څه پيل او انتها لري. که همدا شېبه په خپلې گناه اعتراف وکړو، له زړه نه د خپلې تېروتنې منښته وکړو او ورسره جوخت د تېروتنې د جبرانېدو پرېکنده هوډ وکړو، ناوخته به نه وي. روسيه، جاپان، جرمني، د امريکا متحده ايالات، بلجيم او گڼ نور هېوادونه کلونه د نړيوالو جگړو په اور کې وريت شول؛ خو تر کرارۍ وروسته د هر هېواد هر وگړي خپل هېواد ته خپل کور ووايه. ټولو لاسونه او پايڅې بډ وهلې او په لږه موده کې يې له ورانو وطنو څخه ودان گلبڼوڼه ساز کړل.
که تر دې وروسته پول، سړک، روغتون، جومات، ښوونځی، سمه، غر، کان، ځنګل او لرغوني آثاراو ټول عامه تاسيسات تر خپلو فردي شتمنيو کمې ونه گڼو، پر هېواد د مينتوب دروغجن شعار رښتيا کړو او د غيرو غولوونکې کيسې وانه ورو؛ وران افغانستان به مو داسې شي:
لکه په وران کلي کې باغ د گلو وينه