د افغانستان ویاړلي مورخ پوهاند سیستاني د افغانستان د یوې معاصرې  تاریخي دورې نه، چې د سقویانو نه میاشتی وحشت او بربریت موده ده،  پرده پورته کړه او په اوو برخو کې یې د ملا فیض محمد هزاره  د تذکرتلاانقلاب د کتاب پټ رازونه ټولو افغانانو ته برملا کړل.

هغه څه چې د افغان ملت لپاره ډیر دردوونکی دی دا دی چې په افغانستان کې، په تیره په دې وروستیو سلو نه زیاتو کالو کې د پردیو دسیسې او پرديپالو همکاری دي چې زمونږ خلکو ته د سر او مال په قیمت تمام شویدی.  د سقو زوی او د هغه د غلو او ډاکوانو ډلې تر شا د انګلیس لاس؛ د شاعر خلیلي او د هغه د پلار تر شا د ایران لاس: حتی تردې چې خلیلي کله چې ظاهر شاه هغه په عراق کې سفیر مقرر کړی وو، په بغداد کې د ایران د سفیر په لاس څو ځلې د ایران شاه ته ځواب ولیګه چې هغه اصلآ د افغانستان پاچا او ټول افغانان یې غواړي. همدا خلیلي کله چې داؤد خان د سرطان میاشتې د کودتا وروسته جمهور ریس شو او د سهار چای لپاره خپل ورور، نعیم خان کره میلمه ؤ، د نعیم خان سالون ته په رسیدو سره ګوري چې خلیلي هم یو ګڼه د قرآن راوړی او پر میز ېې ایښودلی دی.  د داؤد خان په لیدو سره د خلیلي رنګ زیړ کیږی او داؤد خان ورته وايي « ته دلته څه کوی؟» نعیم خان مداخله کوي او وايي چې قرآن شریف یې راوړی. خليلي فورآ وايي « په دې قرآن چې زه تاسو ته وفادار یم او تاسو سره خیانت نه کوم. » داؤد خان  بیا هغه ته مخ کړ او ورته ویې ویل « په همدی قرآن چې ته او ستا پلار خأنان یاست. »؛ او یا دا چې  خلق او پرچم د روس غلامان شول او بیا «مجاهدینو » مشران د پاکستان، ایران، سعودي او یو درجن نورو ملکو غلامې کړې په غاړه کړی اویا هم دا چې په تیرو ۱۵ کالو کې اوسنيو حکومتونو ځان په ناتو او امریکا باندې متکي کړیدی.

ګوری، په تیرو سلونه ډیرو  کالو کې بې له دی چې د ظاهرخان ۴۰ کلنه دوره ، که څه هم د عجز او غریبې دوره وه،خو افغانانو ته اوس دیوې طلايي دوره حیثیت لري. نور زیات کلونه مونږ په جنګونو او نارامیو کې تیر کړي دي.  اوس باید مونږ افغانانو ته دا معلومه شوی وي چې هیڅ خارجي قدرت نه غواړي او یا نشي کولای زموږ وطن راته آباد کړي.  هر استعماري مملکت د خپلو ګټو لپاره خپل پلانونه لري چې دا باید اوس هر افغان ته واضح وي.

اوس چېافغانان د مهاجرت شپی په پردیو ملکوکې تیرکړی دی او یا ېې هم تیروي باید دخپل وطن په قدر پوهیدلي وي. زموږ افغان ټولنه د جاپان او یا د جرمني په شان، د یو توکم رسیدلې ټولنه نده چی د پردیو له وجود نه د افغانستان د ښیګڼې او بسیا لپاره ګټه پورته کړی وی. برعکس د ملت او وطنوالی احساس موجود نه وو او ځکه هم د ۱۵۰۰ ډالري ملیونرانونه یو هم داسې عامالمنفعه پروژه جوړه نکړه چې ددوی د بادو باران په ډالرو د نورو څه خیرهم ورباندې وشي.

نو مونږ د دې لنډې لاسه تللې معاصریطلاېې تجربه په رڼاکې چې دافغانستان بیا دری ځل د جوړیدو امکانات موجود وو، او ورځخه سازنده استفاده ونشوه، څه باید وکړوچې افغانستان په پښو ودریږي او له ګاونډیو سره سیال او رقیب شي؟

لومړی تر ټولو مونږباید خپله کثیرالتوکمه ټولنه وپیږنوچې ولې له هغو نه ګاونډیو او لرې پرتو هیوادونو د افغانستان او افغانانو  پرضد ګټه پورته کړی ده.  ددغه ډول سؤاستفادې ډیر دلایل شته دي چې مهم ېې: زمونږ د خلکو د ژوند ټیټه سویه؛ د هغوی له غربت نه ګټه اخیستل؛ د خلکو په منځ کې د غلطو معلوماتو په اساس تعصب او بد بیني پیدا کول؛ د ژبې، مذهب  او سمت کارول؛ تاریخ د هغوی د ننیو مقاصدو لپاره په غلط تحریفول او داسی نور. د دې ټولو اصلاح کول د نسلونو کار دی ځو د یو ملي حکومت او مطبوعاتو په همکارې د خلکو په سواد کې ژر اصلاحات راتلی شي، ولس ژر قانع کیدای شي چې د نړۍ مطلق اکثریت هیوادونه کثیرالتوکمه دي. ژبې او حتی مذهب يي بیل وي او برعکس د افغانستان د زرهاو کالو تاریخ هم نلري. د ورستیو سلو کالونه چې پرشا ولاړشو نو وینو چې د نړئۍ په دی برخه کې افغانستان، هند او فارس(ایران) یواځیني ملکونه دي. خو ټول هغه ملکونه چې تاریخ ېې سلو کالوته هم نه رسیږي زمونږ نه ډیر پرمخ تللي دي.  مونږ باید خپل خلک په دې تاریخی واقعتونو خبر کړو چې ولې هغوی پرمخ تللي او مونږ وروسته پاتی  شوی یوو؟

مونږ همدا اوس نه، باید تر ټولو لومړی د ځوانانو د وطن پالنې په تربیه شروع وکړو. د خپلو ځوانانو د لارې، چې هغوی د نفوس ۶۵ په سلو کې تشکیلوي، د یوې خوا د حب الوطن جزبه او عقیده وپالو او د بلې خوا د ټولو وړو او زړو په زړه کې دا حقیقت وځلوو چې افغانستان د خپل نفوس لپاره ډیر لوی ملک دی، او د موجوده دری چنده وګړو لپاره کافي خمکه، اوبه او نور ټول امکانات لري.  بي زمونږ د بخیلو ګاونډیو نه،اوس مونږ سره د نړۍ د اکثریت خلکو ملاتړ موجود دی.  زمونږ ملک د منځنې آسیا، جنوبآسیا او منځني ختیځ په زړه کېپروت دی. مونږ دخپل دې ستراتیجک موقف څخه  د اورګاډياو سړک، د سیمې د ارتبات لپاره د سویس، اطریش او نور په وچه محاط ملکو په شان په ملیونو ډالره هر کال عواید تر لاسه کولای شوو. مونږ د چین سره ، چې د نړئ د فابریکې نوم ېې ګټلی دیپه ګاونډ کی موقعیت لرو. چین او نورهیوادونه زمونږ د رب خالق راکړ شوی معدنونه په کاردياو مونږددهغو تولیداتو ته ضرورت ی لرو.

یو بل مهم واقعیت چی باید وویل شی هغه داده چی افغانستان نن په داخل او خارج کی په زرهاوو تعلیم لرونکی ځوانان او ځوانانۍ لری او د هغوی اکثریت حاضر دی چی د خپل ملک په آبادی کی فعاله برخه واخلي.  دا اوسنی جنګونه او نارامی به حتمآ پای ته ورسیږی، ځکه په هیځ ملک کی هم جنګ او نارامی تر ابد نوي. نو د یوه مقتدر مرکزی حکومت په راتلو سره، که پورتني واقعیتونه ولس ته وویل شي او په عملي کیدو کې ېې لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونوه طرح شي، افغانان به نړۍ والوته ثابته کړي ، مونږ لکه چې په جنګ کې تکړه او شهرت لرو، په آبادې کې هم پوره استعداد لرو.

5 thoughts on “افغانان لارښوونه غواړي/ ډاکټر نبي مصداق”
  1. ډاکټر صیب کور دی ودان ستا دی دی عالمانه لیکنی څخه یوه نړی مننه ان شا الله چی افغانستان به جوړیږی خو موژ نوی نسل به پکی رغنده رول ولوبوو څکه چی وطن په موږ باندی ډیر حق لری

  2. رښتیا هم سالمه لارښوونه په کور ،کلی ، ولایت او مملکت کی ضروری ده او ښه لارښود او سمه لار ښوونه نه یواځی یو ملک حتی ټول بشریت ته نجات ورکولی شی چه موږ تر ټولو اعلی او کامله نمونه یی لرو چه هغه ناجی بشریت او ستر لار ښود حضرت محمد صلی الله علیه و سلم او دهغی ریښتونی پیروان دی .
    مګر هغه چه اسلامی القاب دخلکو د فریب لپاره کاروی، دوی نه یواځی د اسلام او مسلمانانو سره خیانت کوی بلکه ټول بشریت ته مصیبت زیږوی او شر زیاتوی ، نن ډ بشریت نا سالمه لارښوونه ده چه ورځ تر ورځی شر اچوونه زیاتیږی او د ساینس ،تکنالوجی او ثروت نه یو شمیر د نورو د تباهی لپاره کار اخلی چه همدا خپله ثابتوی چه اوسنی هغه چه د لارښوونی ادعا لری ، د سالم لارښود نه چه د ټول بشریت په ګټه وی محروم دی ،او دا لارښوونه باید د اشرف مخلوقات او متمدن انسان سره وړ او متناسب وی او ټول بشریت حق لری چه په امن او هوساینه کی ژوند وکړی ، اجتماعی عدالت ټأمین ،انحصار او جاهلی تعصبات ختم شی او یو انسان بل انسان ته خواخوږی ، رحم ، روا داری ولری نه دا چه یوبل ته دښمن ،غل او بد نیت ولری.

  3. ډیر وخت وروسته می ډیره په حقیقت ولاړه لیکنه ولوسته ……………….. الله د په ګوتو برکت که پوهانر صاحب……………

  4. نبۍ مصداق صاحب کور ودان د عالۍ جناب سيستانۍ صاحب له يادونۍ ځخه ښکلۍ ليکوالدۍ که مينه وال وغواړۍ د سقاو زوۍ د خليلۍ په ملا تړ و پيزنۍ نو د استاد نگار گر صاحب ليکنيې دۍ د شهرت ننگيال صاحب په اخبار ملۍ هنداره کۍ ولولۍ د سقاو بچيۍ هغه کثيف او رزيل حيوان صفت و چه مخکۍ لدۍ کلکان پريږدۍ گاونډۍ مظلوم هندو. اې د ميرمنۍ سره مړه کړل څه چه اۍ غلا کړۍ ود هغه نيمۍ هم سره زر نه بلک کوټ و په اوسنۍ گوزکه شورا کۍ کلکا نيې وکيل نه شرميږۍ چه دحبيب سقاو ستاينه کوۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *