افغان ولسمشر حامد کرزي هند ته دخپل څلور ورځني سفر پرمهال له ځينې هندي رسنيو سره د ځانګړو مرکو په ترڅنګ کې ځينو مهمو موضوعاتو ته اشارې کړې وې او د کابل- واشنګټن امنيتي سند په اړه يې ويلي و، چې په دې برخه کې د امريکا ګواښونه دوى نه شي وېرولى او دده په وينا چې افغانان له چا نه وېرېږي.

 حامد کرزي ويلي و، چې له واشنګټن سره د امنیتي او د فاعي تړون د لاسلیک لپاره تر فشارونو لاندې نه شي راتلی او هڅه یې کوله چې هند له افغانستان سره زیاتو پوځي مرستو ته وهڅوي.هغه ټ ټینګار وکړ چې؛ هیڅ څوک یې له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک ته نه شي مجبورولای.

  د افغان حکومت د اپوزيسيون ډلې يا ملي ايتلاف مشر ډاکتر عبدالله عبدالله بيا په خپلو وروستيو څرګندونو کې وويل چې د ولسمشر کرزي دا دريځ او شرطونه ناسم بللي او وايي چې له بهرنيانو د سولي اوامنيت د تامين غوښتنه معقوله نه ده او دا هغه څه دي چې بايد خپله افغان حکومت يې ترسره کړي.

له هنده لويه تمه

کرزي د هند (NDTV)  ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې په ډاګه کړې وه، چې د امریکا له خوا سختې خبرې ځای نه نیسي، ځکه افغانستان داسې ولس نه دی چې؛ زور او فشار ته تسلیم شي:که موږ دوستان یو، که متحدان یو نو اړينه  ده چې باید د دوستانو او متحدانو په څير چلند راسره وشي، دوی ته نه ښايې چې تر رواني بريدونو لاندې مو راولي.”

ولسمشر کرزي په خپله دې مرکه کې يو ځل بيا په هغو شرایطو ټینګار وکړ چې؛ له امریکا سره د امنیتي او د فاعي تړون د لاسلیک لپاره یې وړاندې کړي دي، کرزى د سولې تامين، د رڼو ټاکنو تر سره کېدل، له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينه برابرول او امنيت راوستل له خپلو شرطونو ګڼي، چې امريکا به له دې شرطونو له منلو وروسته ددې وړ شي چې افغان لورى ورسره تړون لاسليک کړي.

امريکايي چارواکو ګواښ وکړ، چې که چېرته حامد کرزى امنيتي تړون په وخت سره لاسليک نه کړي، نو ممکن په افغانستان کې امنيتي وضعيت ګډوډ شي، خپله ښاغلي کرزي دامريکا دې دريځ ته استعماري دريځ وويل او  په ډاګه يې کړه چې امريکا غواړي  له ده سره د زور له لارې مخ پر وړاندې لاړه شي.

    خو په ياده هندي رسنۍ کې دهغې دې څرګندونو د ولسمشر کرزي د غوسې اوچته کچه په ډاګه کړه او له امريکا سره يې دهغه د اړيکو وضعيت په ښه ډول څرګند کړ، هغه وويل: ګواښونه او ډاروونکې خبرې پر موږ اغېز نه لري. موږ هغه ولس نه یو چې په دومره اساني وډار کړای شي. ډیلي ته د کرزي د سفر په درشل کې، په واشنګټن کې ددې هیلې څرګندېدلې چې هند د افغانستان پر ولسمشر اغېز وکړي او له امریکا سره د تړون لاسلیک کولو ته به یې وهڅوي.

سيمه ييز انډول 

   په دې وروستیو وختونو کې زموږ ولسمشر بېلابېلو هېوادونو ته ډېر سفرونه کوي، وروستي هغه يې ايران او هند ته ولسمشر کرزي سفرونه او په کابل کې د پاکستان له لومړي وزير سره کتنه وه، د ده دغه سفرونه له امریکا متحدو ایالتونو سره د افغانستان د امنیتي تړون د لاسلیک کېدا له موضوع سره تړلي دي  او دا ډېره مهمه موضوع ده.

   هند ته د افغانستان د ولسمشر د سفر په درشل کې ځینو کارپوهانو دغه خبره کوله چې دغه سفر تهران تر سفر وروسته بېړني يا ناڅاپي نه دی پلان شوی، تمه داده چې دغه دوه سفرونه باید د یوبل انډول ټینګ کړي. خو په نوي ډیلي کې د کرزي اعلامیو وښوده چې د افغانستان ولسمشر دغه انډول ته ��ړتیا نه لري او په هرحال کې به، پرېکړه په خپله دى نیسي.

 شننونکي هم په دې اند دي چې په وروستیو وختونو کې د ولسمشر کرزي او امریکايي چارواکو اړیکي ترینګلې شوې دي. کرزي تر دې مخکې ویلي و چې امریکایان پر هغه  او هغه پر امریکایانو باندې اعتماد نه لري.

  خو ځينې شننونکي بيا په دې فکر دي، چې  ولسمشر داسې ګڼي چې دا د ده شخصي کار دی او بايد د امريکا او ناټو د نه شتون په صورت کې په سيمه کې يو بديل پيدا کړي، خو دا کار ځکه ممکن نه دى چې د سيمې ډېر ځواکمن هېوادونه هم د امريکا په مرستو چلېږي، نو ځکه زموږ ولسمشر ته ښاییده چې د دغو سفرونو پرځای یې په خپل هېواد کې زیات وخت تېرولی او له خپلو هېوادوالو سره یې په دې تړاو نورو مسايلو بحثونه کړي وى، چې شته ستونزې له کومې لارې په ښه ډول حل کېداى شي او بله دا چې امريکا او ناټو ته يې بايد ارزښت ورکړى وى.

د امريکا نرمښت

  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، هم په خپله مرکه کې وویل چې هغه له ولسمشر کرزي سره په مستقیم ډول خبرې نه کوي، بلکې د افغانستان د کابینې د یوه وزیر له لارې له افغان ولسمشر سره خپله اړیکه ټینګه وي.

خو د جان کيري د خبرو بل اړخ بيا دامريکا په دريځ کې نرمښت او د ولسمشر کرزي بريا څرګندوي، چې په خپل دريځ کې ثابت پاتې شو او امريکا د افغان حکومت دې غوښتنې ته غاړه کېښوده، چې د امنيتي او دفاع سند ژر لاسليک ته دې بېړه نه کوي.

 د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د یکشنبې په ورځ وویل چې افغان ولسمشر حامد کرزی، د واشنگټن-کابل تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیکولو له پاره نور وخت هم لري. کیري په خپلو خبرو کې د دغه تړون پر ژر تر ژره لاسلیکدو باندې یو ځل بیا ټینگار وکړ خو دا خبره یې هم روښانه کړه چې ضروري نه ده چې امنیتي تړون دې د راتلونکي کال تر جنوري میاشتې پورې لاسلیک شي.

  د بهرنيو چارو وزير په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې امنیتي تړون کيدی شي ان د افغانستان د راتلونکي ولسمشر له خوا له امریکا سره لاسلیک شي. پلان شوې ده چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال د اپریل په میاشت کې ولسمشریزې ټاکنې وشي.

 شرطونه او بديل

 ولسمشر کرزی د واشګټن-کابل تر منځ امنیتي تړون د لاسلیکولو له پاره څو مشخص شرطونه لري. کرزي د افغانانو د کورونو د تلاشي او پر هغوی باندې د بمباریو بندول غواړي او همداراز ټینګار کوي چې امریکا باید د تړون تر لاسلیکولو مخکې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

   بل خوا بيا ويل شوي، چې د کابل-واشگټن امنیتي تړون له مخې به یو شمیر امریکایي ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې اډې ولري. تر دې مخکې امریکايي چارواکو ټینگار کاوه چې دغه تړون باید د روان کال تر پایه پورې د ولسمشر کرزي او یا هم کوم بل لوړپوړي افغان چارواکي له خوا له امریکا متحده ایالاتو سره لاسلیک شي.

  سره ددې چې هند په تېرو څو کلونو کې په بیلا بیلو برخو کې له افغانستان سره شاوخوا دوه ملیارده ډالره مرسته کړې او له دې هیواد سره یې د خپلو مرستو پردوام ټینګارهم کړی، خو فکر نه کېږي چې هند دې له افغانستان سره د پوځي مرستو په کولو د امريکا د ښمني واخلي او  ددې هېواد پر وړاندې د افغانستان ننګه وکړي، له دې پرته افغانستان ته هومره پوځي وسايل هم نه شي ورکولى، چې افغانستان دې پرې امريکا له لاسه ورکړي.

  ددې ترڅنګ بله ستونزه هم شته او هغه دا چې هند له پاکستان سره سیال هېواد دی او کارپوهان وایي چې، اسلام اباد هېڅکله نه غواړي چې؛ هند په افغانستان کې نفوذ ولري، له همدې امله د دوی په خبره افغانستان ته لازمه ده چې په پوځي برخو کې ډېر تمرکز د ناټو او امریکا پرمرستو وکړي.

3 thoughts on “افغانان له چا نه ډارېږي/ خليل تسل”
  1. زه د عبدالله عبدالله نیوکه چې د امنیت په اړه ېې کړیده، ظاهراً معقوله بولم. خو په حقیقت کې واقعیت نلري. هغه پدې مانا چې: د پښتنو کورونه او ولسونه د یو علمي تیوریکي څیړنې د موندنو او وړاندوینو په رڼا کې ترسره کیږي. په بله ژبه، غربي څیړونکو د پښتنو او پښتون میشتو ولسونو د احساساتو د را پرزولو په اړه بشپړ تحقیقات کړیدي، دا ېې موندلې چې پښتانه پدې ډیر سخت عکس العمل ښيي چې یو پیژانده او کافر سړی ېې پر کور ور ننوزي، ښځې ېې تلاشي کړي او یا ېې ماشومان په بمباریو کې ور مړه کړي.
    امریکایان ولې دا غیر انساني کار کوي؟
    که داسې ونکړي، د 2003-5 پورې به پښتانه امن او تعلیم ته مخه کړي، طالب پخپله محوه کیږي. د طالب له منځه تلل د امریکا د حضور منافي دی. طالبان باید شتون ولري ترڅو امریکایان دلته پاتې شي.

    اوس راځم موضوع ته، عبدالله چې حکومت ګرم بولي هغه خو غواړي چې کرزی په دې توګه وځپي. له بلې خوا عبدالله ته د پښتنو وژنه او یو پر بل وژنه کوم سرخوږی نه بلکې یوه موخه او هدف دی. د پښتنو په ضعف او بې اتفاقۍ کې د لږکیو مزې او چړچې دي. هغوی پدې لسو کالونو کې ځانونه اباد کړل خو پښتانه ېې برباد کړل.

    د امریکا سره تړون د افغانانو پخیر دی، او موږ د کرزي د شرطونو پلوي کوو

  2. سلام مينوالو زما به اند دكاموال صاحب خبره دقيقه ده دامنيتي ترون لاس ليك ارين خو د كرزي صاحب شرطونه ارينتر او ضروري دي به تينكار يي مننه كوم او دامريكايانو له طرفه به منلو يي مننه كوم .د افغان ميلت دسر لوري او امنيت او صلحي را وستلو به هيله دوعا كوم .

  3. ورونو دازمونږ مستقل هیواد دی او ددغه هیواد ولسمشر ښاغلی کرزی دی، که چیرته امریکا دغه هیواد مستقیل نه بولی نو دابیله خبره ده، خو یوه خبره درته وکړم چه په زور او زبردستی سره امریکا هیځ هم نشی کولی او که یی وکړی ، نو په دي باور ولری چه دامریکا انجام به دروسانو څخه ډیرخطرناک وی، لنډه داچه امریکا باید دزور څخه کار وانخلی او دهوښیاره سیاست لاره خپله کړی…مونږ دښاغلی کرزی دشرطونو طرفداره یاستو اوښاغلی عبداله ته وایم چه که ته خپلی خبری په مطبوعاتو کی یو ځل دسره وګوری نو ورورجانه ستا ټولی خبری په سیاسی لیحاظ ګډی وډی دی کله یوڅه وای،او کله بل څه وای. خواست کوم چه صحی افغان جوړ شه نه……..؟

    دخدای په آمان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *