په تېرو څلورو لسیزو کې افغانان د بل هر وخته ډېر په کړاوونو کې دي. هر وخت یې د مرګ او ژوبلو اورېدلي او حس کړي، تل یې د غمونو بهيرونو سره لار لنډه کړېده. منو چې د هرې جګړې تر شا د يو یا دڅو بهرنیو هېوادونو لاس دی، اما د همدې جګړې د سوند توکي همدا موږ افغانان یو، جګړې ته کرا کیږو او د دواړو لوریو لخوا کارول کیږو. د سردار داود خان په وخت کې مو ځينې جهادي څېرې پاکستان ته په منډه شوې او د هغه ځایه یې د داود خان د نظام پر ضد د جهاد اعلان وکړ. هغه وخت نه روسانو یرغل کړی و او نه کوم نور بهرنیانو افغانستان نیولی و. دوی لومړني بريدونه په لغمان، پنجشیر او پکتیکا کې وکړل، چې ګواکې افغانستان کې جهاد روا دی.


کله چې د ثور کودتا وشوه نو ګاونډیو مغرضو کړيو ته موقع په لاس ورغله او د جهاد په نوم یې د افغانانو راټولول پیل کړل. د سرو لښکرو د یرغل سره، سره دا راټولول لا چټک شول، جهاد فرض وګڼل شو او د دواړو خوا افغانانو د يو بل پر ضد جبهې تودې کړې. بهرنیو هېوادونو ته یو طلایي چانس په لاس ورغی، په افغانستان کې یې اور ګرم وساته په لکونو افغانان یې سره ووژل، هېواد یې  د هر چا د سیالۍ وباسه. د شورویانو د وتلو سره دغه جګړه سړه خو نشوه لایې ګرمه وساتله، کوم ځایونه چې په جګړه کې نه وو له منځه تللي، هغه یې پرې لوټه، لوټه کړل، کابل یې وسوځاوه، د پوهنې، اقتصاد، دولتدارۍ…  بنسټونه یې له بیخه پرې وایستل. دا هم چا وکړل، همدې افغانانو دا کار وکړ.


کله چې، کابل په اور کې سوځېده پکار وه چې داسې یو څوک راپیدا شي چې دغو ناخوالو ته د پای ټکی کيږدي، آ وه چې طالبان یې ناببره راوټوکول، دوی د هېواد په ډېره برخه حاکم شول، خو بیا هم  د همدې پردۍ جګړې لپاره همدا موږ کرا شوي وو، د دواړو خواوو لخوا افغانان وژل کېدل، او په یو بل یې د کفر فتواوې ورکولې. دا مالومه وه چې نه یو لوری کافر دی او نه هم بل لوری، مګر دواړه خواوو د یو چا د اخوره خواړه خوړل.


د امريکا د سوداګریز منځي د پېښې وروسته حالات بدل شول، نړیوالو ته یو ځل بیا افغانستان مهم شو آن دا چې په نظامي ډول افغانستان ته راننوتل. افغانستان کې یو ځل بیا د سولې هیلې راوغوړېدې، کتاب، قلم او اداره پیدا شول. امن ډېر اوږد نشو، بیا هم بهرنیو مغرضو کړيو ته موقع په لاس ورغله، د دولت پر ضد ډلې یې تقویه او را ژوندۍ کړې، کټ مټ د ثور کودتا وروسته جګړې په څېر یې افغانان د منحوثې جګړې د سوند توکي وګرځول. دواړه خواوې بیا هم افغانان دي، دواړه خواوې د یو بل ستوني کېکاږي او روحونه سره سوځوي، خو فرق دلته دی چې یوه خوا ښونځي جوړوي او بله خوا یې سوځوي، یو خوا، هوساینه رامنځته کوي او بله خوا هوساینه نغواړي.


دا منم چې هېڅ افغان ته به پخپل کور کې د بهرني شنې سترګې خوند ورنکړي، خو دا هم مه هېروئ، چې افغانستان دریم هېواد دی، که روس لاړو، نو بهرني اسلامي افراطیانو افغانستان کور ګاڼه او وروسته هم د ایرانیانو او پاکستانیانو د مسقیمې لاسوهنو خلاص نشو.


ایا هر څه په جګړه حلېدای شي؟


ولې د مرګ پر ځای سیاست ته مخه نکړو، ولې سیاسي جهاد ته مخه نکړو؟


زما په اند موږ د سیاسي مبارزې په زور خپلو اهدافو ته په ډېره هوسا او ارزانه توګه رسېدای شو. جګړه د حل لاره نده، څومره چې ګټوره ده د هغې تر څنګ یې بدګړې او ناورينونه  خورا ډېر دي. ځانونه مو د ایراني او پنجابي د سیالۍ، سل کله وغورځول، نور باید ځانته اور ورنکړو، خپل هېواد کنډواله نکړو، قلم ونه سوځوو او کتاب ته په بده ونګورو، بیا کولی شو چې ځان د پردیو حلقو څخه راوباسو او د خپل ګران ټاټوبي پر ضد کرا نشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *