تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن په سکاټلنډ کې د جرسي ټیم ته په اتو ویکټونو ماتې ورکړه.
بیټنګ جرسي پیل کړ او په ۱۰ اورونو او دوو توپونو یې ۴۶ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې ۴۷ منډې هدف وټاکه.
خو افغان لوبغاړو په اتم اور کې هدف پوره کړ او دا مسابقه یې د دوو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۸ ویکټونو وګټله.
د کرکټ د نړېوالو شل اووره سیالیو لپاره د غوراوي په لړکې به افغان لوبغاړي سبا د هانګ کانګ له لوبډلې سره مخامخ شي.
د شل اورره سیالیو لپاره د غوراوي په جام کې افغانستان په بي ګروپ کې له شپږو هېوادونو هالنډ، متحده عربي اماراتو، سکاټلنډ، کېنیا، عمان او کاناډا سره سیالي کوي.
د کرکټ د شل اووره نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۱۶ میلادي کار کې کېږي.
زیاتې بر یا وې مو په بر خه شه