د پاکستان د بهرنیو اړیکو اوامنیتي چارو سلاکار سر تاج عزیز په واشنګټن کې ویلي دي چې؛ طالبان به د افغانستان راتلونکي حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي.
د پاکستان د بهرنیو او امنیتي چارو سلا کار سرتاج عزیز واشنګټن ته سفر کړی و، څو د پاکستان او امریکې ترمنځ ستراتیژیکې خبرې پیل کړي.
سر تاج عزیز، خبر یالانو ته د خپل سفر په حواله ویلي وو چې پر اقتصادي، امنیتي اړیکو، انرژۍ او تروریزم پر وړاندې پر ګډې مبارزې له امریکایي چار واکوسره خبرې کوي.
ستراتیژیکې خبرې درې کاله وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ پیلیدونکې وې، خو په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته اړیکي ترینګلې شوې او پاکستان د نړیوال سیاست په ډګر کې په یو منزوي هېوا د بدل شو.
تردې وروسته د افغانستان او پاکستان په پوله کې پر یوې پاکستانۍ پوستې د امریکایي ځواکونو له برید وروسته د ناټو اکمالاتي لارې په پاکستان کې وتړل شوې او امریکا په بلوچستان کې د بې پیلوټه الوتکو مرکز (شمسي اډه) هم له لاسه ورکړه. تردې پېښې وروسته د امریکې کانګرس پر پاکستان باندې مرستې لږې کړې.
پاکستان د لومړي ځل لپاره په رښتینې توګه احساس وکړ چې امریکا د پخوا په شان ورته اړتیا نلري او د فشار سیاستونه یې دومره اغېزه نلري.
پاکستاني ستراتیژي جوړوونکو دا مسله درک کړه چې امریکا په سیمه کې د دوو مهمو دوستانو (افغانستان او هندوستان) په درلودلو، نور پاکستان ته دومره اړتیا نلري، ځکه په دې لټه کې شول چې د افغانستان او امریکې اړیکې ورانې کړي، څو له دې لارې خپلو دوو موخو ته ورسېږي:
لومړی دا چې؛ د یو ملاتړ لرونکي افغانستان د پایښت مخه ونیسي او دویم دا چې؛ امریکا په سیمه کې بې ملګري کړي څو د باج اخیستنې پخوانی سیاست بېرته تازه کړي.
کله چې په قطر کې د امریکې او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو راپورونه خپاره شول او پاکستان احساس وکړ چې امریکا غواړي طالبان د پاکستان له کنټروله وباسي، د پاکستان دیپلوماسي فعاله شوه. د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر کابل ته راغله او یوازې د افغانستان تر نېغې واکمنۍ لاندې د سولې د یوې بلې پروسې وړاندیز یې وکړ. هغه مهال هم د ترکيې او عربستان نومونه واخستل شول چې د سولې بهیر پکې له سره پیل شي.
د ترکیې او سعودي په باب د پاکستان وعدې عملي نه شوې خو دې دیپلوماسۍ وکړای شول چې د قطر بهیر متنازعه کړي او د پرمختګ مخه یې ونیسي.
لږ وروسته چې د افغانستان او امریکې ترمنځ د امنیتي تړون خبره توده شوه، د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري تهران ته لاړ او هلته ددې تړون پرخلاف د دواړوهېوادونو د دریځونو د یو کولو وړاندیز یې وکړ.
دواړو هېوادونو د امنیتي ـ دفاعي تړون د نه لاسلیک کېدو هڅې یې ګړندۍ کړې.
کله چې میا نواز شریف واک ته ورسېد، له امریکې سره د پاکستان د اړیکو د بیا جوړولو اراده نوره هم پخه شوه.
د نواز شریف حکومت د پاکستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي ستونزو په پېژندلو سره، د غوسه امریکا د پخلا کولو او په نړیوال سیاست کې د ګوښه شوي پاکستان د مطرح کولو لپاره را میدان ته شو.
هندوستان سره په بېلا بېلو کچو د خبرو پیلول، د افغانستان او امریکې ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه ظاهري چوپتیا او پر قبایلي سیمو باندې بریدونه، هغه اقدامات وو چې د امریکې د کانګرس د پخلا کولو لپاره تر لاس لاندی ونیول شول.
د پاکستان اصلي موخه دا نه وه چې په سیمه کې له امریکې سره په عملي اختلاف او مقابلې لاس پورې کړي خو امریکا یې یوازې کوله څو بېرته یې له ځانه سره ملګرې کړي او باج واخلي. ددې ادعا ثبوت د سرتاج عزیز څرګندونې دي چې هېواد یې له امریکې سره پر امنیتي، اقتصادي، انرژۍ او تروریزم پرخلاف د مبارزې پر ملګرتیا او همکارۍ ستراتیژیکې خبرې کوي.
په دې توګه پاکستان غواړي، یو ځل بیا افغانستان د خپل دوه ګوني سیاست قرباني کړي او د جهاد د کلونو په څېر، په اسیا کې د امریکایي سیاستونو د سمبالولو او عملي کولو مرکز، اسلام آباد وي. د سرتاج غزیز دا خبره چې طالبان به د افغانستان له راتلونکي حکومت سره خبرې وکړي، دغه مطلب روښانوي.
مهمه خبره دا ده چې د افغانستان او امریکې ترمنځ د کړکېچونو دوام، امریکا مجبوروي چې په نېږدې سیمه کې د یو بل دوست په لټه کې شي او د پاکستان غېږه ورته خلاصه ده څو له دې دوستۍ نه، د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره، ګټه پورته کړي.