تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰ مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړه چې د یونسکو د علمي، فرهنګي او روزنیز نړیوال سازمان د اجرائیوي بورډ غړیتوب یې ترلاسه کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان به تر څلورو کلونو پورې یوه دوره د دغه سازمان د اجرائیه بورډ غړی وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بیا تاند ته وویل، افغانستان د دغه بورډ غړیتوب د یوې رقابتي پروسې په بشپړولو ترلاسه کړی دی چې دا کار د افغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه ده چې ورسره به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرېکړو واک زیات شي.

اجرایه بورډ په یونسکو نړیوال سازمان کې د دارالانشاء، عمومي مجلس او درې ګوني اساسي کمېټې سره په خوا کې باصلاحیته څانګه ده.

افغانستان تر دې وړاندې په سارک سازمان کې هم درې مهمې څوکۍ خپلې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *