تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: ناټو مشران به راتلونکې میاشت په لندن کې د دغه سازمان په سرمشریزه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په ماموریت هم ځانګړي بحثونه وکړي.

د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ تېره ورځ د ناټو خارجه وزیرانو له غونډې وړاندې رسنیو ته وویل، د لندن په ناسته کې به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ناټو په پراخ رول بحثونه وشي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه، په افغانستان او عراق کې دا مهال ناټو روزنیز ماموریتونه ترسره کوي تر څو د داعش ډلې د بیا راپورته کېدو مخنیوی وشي: (( په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد نظامي عملیات او مبارزه ډېره ښه روانه ده، باوري یم چې دا هېواد بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.))

نوموړي زیاته کړه، ناټو په افغانستان کې د داعش ډلې لپاره د سر بیا راپورته کولو د مخنیوي په برخه کې د ډاډ وړ همکارۍ ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسشمر غني ننګرهار ته د یو سفر په ترڅ کې د داعش ډلې بشپړه ماتې اعلان کړه او زیاته یې کړه سلګونه تسلیم شویو داعش کورنیو ته به مناسب کاري فرصتونه برابر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *