تاند- د نیوزیلنډ تکړه لوبډلې د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې نن د افغانستان ملي ټیم ته په شپږو ویکټونو په داسي حال کې مات کړ چې ۸۳ توپونه یې لا لرل.

افغانستان کوربه هیواد نیوزیلنډ ته ( ۱۸۷) منډې هدف ټاکلی و.

له نیوزیلنډ څخه د نړیوال نړیوال جام په سیالیو کې هیڅ ټیم دومره منډې نه دي اخیستي.

له دې مسابقې سره نیوزیلنډ په خپل اې ګروپ کې ۵ مسابقې کړي او واړه یې ګټلي دي خو افغانستان په ۵ مسابقو کې یوازې یوه ګټلې ده.

نیوزیلنډ ۱۰ امتیازونه لري او د اې ګروپ په سر کې دی خو افغانستان ۲ امتیازونه لري او یوازې تر سکاټلنډ وړاندې دی.

نن پچه افغانستان وګټله او غوره یې وګڼله چې لومړی بیټنګ په خپله وکړي.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې نجیب الله ځدراڼ وکړې. ده په ۵۶ توپونو ۵۶ منډې وکړې.

سمیع الله شینواري بیا په ۱۱۰ توپونو ۵۴ منډې وکړې.

د سمیع الله شینواری په خولۍ توپ ولګېد او یو څه ژوبل شو
د سمیع الله شینواری په خولۍ توپ ولګېد او یو څه ژوبل شو

دغه راز نوروز منګل په ۵۸ توپونو ۲۷ او حمید حسن په ۲۱ توپونو ۱۶منډې وکړې خو د افغان ټیم اوپینران یا لومړي دوه لوبغاړي جاوید احمدي او عثمان غني ډېر ژر وسوځېدل.

د نیوزلنډ باولر ډي جې ویتوري ۴ او ټي اې ابولټ ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.

نن په اې ګروپ کې بله مسابقه د استرالیا او سریلانکا ترمنځ ده.

پرون په بي ګروپ کې پاکستان جنوبي افریقا او سکاټلنډ – زیمبابوې ته ماتې ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *