تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې د ایران له چاه بهار بندر څخه د استفادې لپاره به ژر د افغانستان، هند او ایران درې اړخیزه موافقه لاسلیک شي.

د چاه بهار بندر د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ امکان برابروي او پر پاکستان د افغانستان اتکا کموي.

هند د دغه بندر د پراختیا لپاره سل ملیون ډالره ځانګړي کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکیب مستغني نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د چاه بهار له بندره د استفادې په اړه افغانستان، هند او ایران د همکارۍ موافقه ډېره ګټوره ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل:«د چاه بهار د بندر له لارې له څو کلونو راهیسي له هند سره د تجارتي راکړو ورکړو لپاره پراخې هڅې روانې دي او اوس موږ هیله لرو چې ژر به دا درې اړخیزه موافقه لاسلیک شي.»

مستغني همداراز تور سمندرګي ته د ترکمنستان، اذربایجان او ګورجستان له خاور د ترانزیتي لارو د پرانستل کېدو لپاره د افغانستان د هلوځلو یادونه وکړه، ویې ویل چې د دې هدف د عملي کېدو لپاره به څلوراړخیز کمیسیون جوړ شي او تمه ده چې افغانستان د تور سمندرګي اوبو ته لار ومومي.

ده د نوي لمریز کال په شپه د کابل د سرینا هوټل د حملې په اړه وویل چې دا تروریستي برید د بهرنیو استخباراتي ادارو له لوري تنظیم شوی و.

مستغني دا خبره رد کړه چې طالبان د دې حملې مسوول وبلل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *