تاند- د افغانستان، پاکسنتان او ناټو جګپوړو چارواکو نن /سې شنبه/ په کابل کې په خپله درې اړخیزه غونډه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې له تروریزم سره پر ګډې مبارزې خبرې وکړې.
د افغانستان دفاع وزارت وویل، د دې غونډې هدف دا و چې د تروریستانو پر چلینج په تېره بیا د ډیورند کرښې په اوږدو کې غور وشي.
دا غونډه په داسي حال کې کېږي چې نن د افغانستان حکومت د ننګرهار په کوټ ولسوالي کې د داعش د مرکزونو د نیولو او د دې ډلې د یوه مهم قوماندان د وژلو خبرونه خپاره کړل.
د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري وویل، د غونډې درې خواوو ژمنه وکړه چې د سختدریځو د ځپلو لپاره به په ګډه کار وکړي.
ده همداراز وویل«موږ پاکستاني پلاوي ته وویل چې په خپله خاوره کې داعش له منځه وړو او تمه لرو چې تاسي هم د دې ډلې پر ضد ورته اقدام وکړئ.»
د افغانستان، پاکستان او ناټو کمیسیون هر څه موده وروسته پر سرحدي مسایلو د خبرو لپاره غونډې کوي خو دا غونډه یې له نسبتاً اوږدې وقفې وروسته وکړه.
په نننۍ غونډه کې د دوی ډېر پام د داعش خطر ته و چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یې د کابل د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
افغان چاروامکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار ولایت کې د داعش لږترلږه ۱۲۳ غړي وژل شوي دي.