تاند- افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان د چین په ارومچي کې د تروریزم پر ضد د څلور اړخیزې همکارۍ او همږغۍ میکانیزم جوړ کړ.

دا پرېکړه د چین د شین جین د ایغور مېشتې کورواک ایالت په مرکز ارومچي ګې د څلورو هیوادونو په غونډه کې وشوه.

په دې غونډه کې د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز جنرال قدم شاه شهین، د چین لوی درستیز جنرال فانګ فینګوۍ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د تاجکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د دفاع وزارت لومړي مرستیال برید جنرال کوبیدزاده ګډون کړی وو.

د غونډې برخوالو په یوه خوله سلا وکړه چې تروریزم او سختدریځي د سیمې ثبات ته جدي ګواښ دی او دوی په بشپړ ډول د څلورو هیوادونو د ځواکونو له لوري د ترهګرو او سختدریځو پر ضد د اقداماتو ستاینه کوي.

سره له دې چې هم په چین او هم په افغانستان کې جنګېدونکي ترهګر په پاکستان کې روزل کېږي او له هماغه ځایه مالي او تسلیحاتي ملاتړ ترلاسه کوي د څلورو هیوادونو د پوځونو مشرانو د تروریزم د سرچینې په اړه څه ونه ویل.

دوی یوازې په دې بسنه وکړه چې د سیمې امن او ثبات ته د ګواښونګو پر ضد به په خپل منځ کې همکاري کوي او د دې هدف لپاره د همکارۍ او همږغۍ څلور اړخیزه ډله جوړوي.

3 thoughts on “افغانستان، چین، تاجکستان او پاکستان تروریستي ضد ډله جوړه کړه”
  1. Pakistan is un loyale to this agreement,beacacause they train oighore in pakistan to fight in region.pakistan earn a lot of money from western country and some muslim countries.pakistan is un loyale to china too.

  2. سلام دوستانو تاسي فکر وکي چي دي خلکو سومري يو احمق فکر کړي د بيا مهيم کسان دي دوي بيا ملکونه اداري کوي رانک مو ورک شه د سخت دريزو بلارمو له زان سر کينولي دي او بيا پلان هم جوړوي راحيل شريف خو ددي خلکو کمپني لري په پاکستان کي افغا نستان تاجکستان او چين بايد دکار کړي وي د ي پاکستان په مقابل کي تر هغه چي پاکستان ختم نشي داسي پلانونه به ډير جوړشي ولي فايدي صفر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *