اوسمهال په افغانستان کې د ګڼو نورو سیاسي ستونزو ترڅنګ د پیاوړو، ملي، هدفمندو او د سیاسي پوهې پر بنسټ ولاړو ګوندونو نشتوالی هم یوه اساسي ستونزه ده، بې ګونده دیموکراسي دیموکراتیکه انارشي ده، ځکه په دې صورت کې د سیاسي فعالیتونو محور پر افرادو را څرخي او افراد نه شي کولای خپل سیاسي اصول ولري نو چې سیاسي اصول نه وي خلک پر افرادو اعتماد او باور نه شي ساتلای، د اعتماد او باور نشتوالی سیاسي انارشي را منځ ته کوي.

موږ به په دې لیکنه کې پر لاندینیو ستونزو خبرې وکړو؛ ولې په افغانستان کې د پام وړ ګوندونه نه شته، د جګړو سیاسي میراث، اوسني شرایط او ګوندي پرنسیپونه او حل لارې کومې دي؟

۱ـ ولې په افغانستان کې ځواکمن ګوندونه نه شته؟

اول راځئ ګوند وپېژنو ؛ سیاسی ګوند د هغو افرادو سیاسي مجموعه ده چې د یوې ټاکلې انساني ټولنې لپاره په یو شمېر اصولو، فکري چوکاټونو او عملي کړنلارو توافق ولري او د یوه سیاسي چوکاټ په دننه کې د خپلو کړنلارود عملي کولو لپاره مبارزه کوي.

کله چې وایو موږ ځواکمن ګوندونه نه لرو ستونزه له همدې تعریفه را ولاړېږي او که نه هسې خو د عدلیې په وزارت کې په لسګونه ګوندونه ثبت دي او دنظامي تنظیمونو شمار هم مستوفي نه شي کولای، خو له همدې ګڼې ګوڼې سره سره واک ته د رسیدو رقابتونه فردي یا ډله ییز دي نه ګوندي. ( پاملرنه : کله چې وایو ډله ییز، هدف مو پخواني پوځي جوړښتونه دي، دا ډلې هم په سیاسي صحنه کې حضور لري ،خو ګوندونه نه دي) ولې پیاوړي ګوندونه نه رامنځ ته کېږي؟ دا اساسي پوښتنه ده او ځینې دلایل یې دادي :

د اصطلاحاتو سولیدنه،پر سیاسي اصطلاحاتو عامه بې باوري ځکه رامنځ ته شوې ده، چې د ناسمې کارونې تاریخي سابقه لري.

نږدې څلور لسیزې کېږي چې افغانان له ښو او بدو سیاسي اصطلاحاتو سره مخامخ دي:

سوسیالیزم، کپیتالیزم، ارتجاع،چپ، ښی، ډیموکرات، تکنوکرات، سازمان ،ګوند، ملي، فاشیست، کمونست،

ملي پال، آزادي، دیموکراسي، مبارزه، ملي یووالی، وطندوستي، ملي ګټې . . . او په لسګونو نور اصطلاحات دومره ناسم کارول شوي، دومره سولیدلي، دومره د ځاني ګټو لپاره شعاري شوي چې نور نو د خلکو ورڅخه کانګې راځي او هر چاته یې،چې یاد کړې درته وايي : وروره! بس زه په دې نومونو څو څو ځله تېرایستل شوی یم او بیا مې مه پرې تېر باسه !

دې حالت ملي بې اعتمادي رامنځته کړې ده، خلک فکر کوي چې د افغانستان په اړه سیاستونه کوم بل ځای، لرې، تر سمندرونو ها خوا جوړېږي، خلک فکر کوي چې پوځي زور، پیسې، استخباراتي اړیکې او نور څه شته چې سیاسي برخلیک بدلوي، ځکه نو د سیاسي تشکیلاتو جوړښت بې فایدې دی. دا بې اعتمادي هم په سیاسي فعالینو کې، هم په خلکو او هم په عامه ذهنیت کې موجوده ده. غیر منظم سیاسي شعور، د عامه پوهې ټیټ والی، بې سوادي او فقر نور عوامل دي چې خلک یې د سیاسي بدلون له ارادې څخه ناهیلي کړي او دا پخپله د ګوند جوړولو خنډ ګرځي، خلک هغه مهال پر ګوندونو راټولېږي چې فکر وکړي ګوندونه په ملي کچه د بدلون پوتانشیل (توان) او ځواک لري. خلک پر ګوندونو او ګوندونه پر خلکو تکیه کوي او د سیاسي پرمختګ تګلوری ټاکي. زموږ په هېواد کې، له بده مرغه، دغه دوه اړخیزه اړیکه ورانه شوې ده چې بیارغوونه یې ډېر کار غواړي.

ګوند جوړوونکي هم ګڼې نیمګړتیاوې لري. اول خو نه شي کولای له پخوانیو سولیدلو تمایلاتو څخه راووزي، لا هم له چپ یا ښي، تنظیمي یا سازماني تمایلاتو څخه نه دي راوتلي او له رواني پلوه مستقل فکر نه شي کولای.

له بلې خوا، له علمي پلوه دومره ځواکمن نه دي چې دهېواد سیاسي، اقتصادي، کولتوري او ټولنیز – ارواپوهنیز حالت درک کړي او له هغه سره سم خپله علمي – تیوریکه کړنلاره اعلان کړي، تاسو به د لسګونو سمارقي ګوندونو کړنلارې لوستې وي، ډېر کلیشه یي، تکراري او شعاري مسایل په کې دي، آن چې د ګوندونو نومونه دومره سره ورته دي چې که اصطلاحات سره وړاندې وروسته کړې هماغه یو نوم دی.

ملي دیموکراتیک ګوند، دیموکراتیک ملي ګوند، یا ملي دیموکراتیک غورځنګ او همداسې نور . . .

د جګړې سیاسي میراث دادی،چې ملت یې پر بېلا بېلو بېلښتونو ویشلی: قومي تمایلات، تنظیمي تمایلات، ژبني تمایلات، سیمه ییز تمایلات، ایډیولوژیک بیلتون او داسې نور سلیقوي بېلښتونه او پیوندونه د جګړې شوم میراث دی، چې د پراخ بنسټه سیاسي تشکل مخه نیسي. څوک د افغانستان په هکله فکر نه کوي، ځینې ملي ضد څېرې خو حتی (افغانستان) هم نه درسره مني.

د جګړې یو شوم میراث خو دا هم دی چې ځینو ګاونډیو استخباراتي لاسوهنو هم دومره جالونه اچولي چې دا ملت پر ځواکمنو سیاسي جوړښتونو باندې د راټولېدو هوډ ته نه پریږدي. ځوان نسل فکر کوي چې افغانستان ازلي وران شوی فقیر او بې امکاناتو هېواد دی، یا بهر ته تیښته او یا د امکان ترحده د ځانځاني ګټو لپاره هڅه په کارده، دا د جګړې له نسله را پاتې بله ستونزه ده،چې د حب الوطن اصل یې سخت زیانمن کړی دی. له وطن سره مینه چې د سیاسي تشکلاتو اصلي تومنه او خمیره ده، اوسني نسل ته زړه، کلاسیکه او هسې ګپ و شپ ښکاري، ولې؟ ځکه د جګړې حاکم نسل پرې لوبې کړي دي او بهرنیو لاسوهنو کمزورې کړې ده.

ګوندونه د دولتي قدرت پرمهال نه شي جوړیدای، په نړۍ کې داسې ګوندونه شته، چې واکمنو د خپلې واکمنۍ پرمهال جوړ کړي وي خو همدا چې واک یې له لاسه وتلی، نو ګوند هم نړیدلی دی، ځکه د واک پرمهال خلک د سیاسي اهدافو او کړنلارو لپاره نه بلکې په قدرت کې د ورګډیدو لپاره په ګوند کې ځان نوموي، د ارواښاد سردار محمد داود خان ملي غورځنګ ګوند یې یوه ښه بیلګه ده.

ګوند باید د خلکو په منځ کې هغه مهال وده وکړي، چې د ولس له اړتیاو سره سم منطقي او علمي کړنلاره معرفي کړي، یعنې د ګوند اساسي دنده عامو خلکو ته قناعت ورکول دي چې د دوی د ژوند د ښه کېدو لپاره د عملي کېدو وړ طرحې لري.

پرکیش شخصیت ولاړ ګوندونه هم ناکام دي،ځکه پر شخصیتونو متکي ګوندونه له وېش (انشعاب) سره مخامخېږي او له شخصیت پرځېدو سره سم له منځه ځي. د ګوند د جوړیدو اساسي قاعده او بنسټ علمي کړنلاره اعلانول دي. ګوند څوک دی، څه غواړي او د چا لپاره یې غواړي.

په دې کې شک نشته ،چې د ګوند لارښود ( ډله یا شخص) خورا مهم دي ځکه په شرقي ټولنو کې لا هم ټولنیز قضاوتونه پر شخصیتونو ولاړ وي، مګر دا په دې مانا نه ده چې لارښود دې په متکي کیش شخصیت بدل شي، د افغانستان ګڼ موجود سیاسي جوړښتونه د سالمې رهبرۍ، علمي تګلارې او د ملي قناعت ورکولو له ځواک څخه خالي دي. دا په داسې حالت کې چې د یوې کاملې دیموکراسۍ د تأمین لپاره په دې هېواد کې د ځواکمنو ګوندونو موجودیت خورا مهم او ضروري دی.

پرنسیپونه او حل لارې :

د افغانستان لپاره د لاندینیو پرنسیپونو پر بنسټ ولاړ ګوندونه ښايي رامنځ ته شي:

۱ـ د سالمې او صبورې رهبرۍ خاوند وي چې د واک تر لاسه کولو لپاره بېړه ونه لري، نامشروع جوړ جاړی ونه کړي او هېواد نیو ګټو ته ژمن وي.

۲ـ د افغانستان له شرایطو، امکاناتو، غوښتنو، ارزښتونو، حساسیتونو، فرهنګ، عقیدې، سرچینو، ټولنیزې ارواپوهنې او جوړښت سره سم رغښت، تګلاره او تشکیل ولري.

۳ـ خلکو ته قناعت ورکړای شي ،چې د وضعیت د بدلولو لپاره د عمل وړ پلان او تګلار لري.

۴ـ بهرنۍ ایډیولوژۍ راونه تپي،دآزاد بازار کپیتالیزم، کمونیزم، مائیویزم او نور ایزمونه یې ښې بیلګې دي. افغانستان د خپلو خاصو شرایطو له لرلو سره پر مستقل فلسفي طرز فکر استوار ایډیولوګ درلودلای شي.

۵ـ پر ډلییزه رهبرۍ متکي وي، یعنې پرکیش شخصیت نه وي استوار.

۶ـ ملي ترکیب یې د افغانستان له ملي جوړښت سره متناسب وي او کدري سیاست یې پر توانمندۍ او استعداد استوار وي.

۷ـ د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مشخصه او سراسري طرحه وړاندې کړي، چې خلکو او روڼ اندو ته له علمي پلوه د قناعت وړ وي.

۸ـ له بهرنیو استخباراتي کړیو سره هېڅ راز اړیکې ونه لري او داثابته کړي چې نه پخوا، نه اوس او نه به په راتلونکي کې داسې اړیکي ولري.

۹ـ اصلي هدف یې د قدرت نیول نه، بلکې د خپلې علمي کړنلارې عملي کول وي، کیدای شي د واک دستګاوې ددغو علمي اصولو عملي کول ورسره ومني، بیا نو د واک لپاره مبارزه په کار نه ده.

۱۰ـ سیاسي مبارزه یې په سوله ییزو فعالیتونو، عدم تشدد او علمي منطق استواره وي او دا یې په وس کې وي ،چې د ملت قاطع اکثریت د خپلو اهدافو لپاره وخوځوي، پرته له دې چې د چا پزه وینې شي.

۱۱ـ له قوانینو سره سم خپل ملکیتونه ولري او له مشروعو لارو څخه کافي پانګه راټوله کړي چې وکړای شي مستقل سیاسي فعالیت ولري.

د همداسې ګوندونو پر مټ د ملي دیموکراتیک سیستم د رامنځته کېدو په هیله.

ودان دې وي افغانستان

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۴) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۷\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *