په امریکا کې د افغانستان سفیر د ولسمشر ټرمپ په کور کې

لیکنه؛ ډاکټر فرامرز تمنا

ژباړه: نورولي خپلواک

«د نړيوالو اړیکو څېړونکی (په افغانستان کې د امریکا بهرني سیاست) کتاب لیکوال.»

د نویو را منځ ته شویو حکومتونو او په تېره بيا د امریکا متحده ایالاتو په څېر د لویو او پیاوړیو قدرتونو د بهرني سیاست پر پوړیو پوهېدل ستونزمن کار دی، ځکه ډېر مسایل یې پېچلي او ګونګ دي.

 د دې برخې لومړۍ ستونزمنه چاره په بهرني سیاست کې د امریکا د تصمیم نیونې متعدد جوړښتونه دي.

دویمه برخه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصیتي اړخ دی. سیاسي عمر یې کم دی او نه‌شو کولای چې له اوسنیو سیاستونو څخه یې راتولونکې پرېکړې (بهرنی/کورنی) سیاست برداشت کړو. که څه هم د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو وروستۍ ټلیفوني اړیکې مثبت پیغام لري او د دې ښکارندوینه کوي چې امریکا به له ملي وحدت حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، خو بیا هم نه‌شو کولای چې د یوه روڼ او پر ځای تحلیل پر اساس د امریکا په بهرني سیاست کې د افغانستان ځای مشخص کړو.

خو له علمي اړخه دغه له ابهامه ډکه فضا په دې مانا هم نه ده چې د ډونالډ ټرمپ په بهرني سیاست کې دې د افغانستان ځایځایګی و نه څېړل شي. په تېره بيا دا چې د دې ډول ابهاتو په اړه لیکل او د تیارو څنډو روښانول یې، د پېښو پیشبینۍ عنصر په توګه د علم پر رسالت او ګټورتیا ټینګار کوي. د همدې لید پر اساس په‌دغه لیکنه کې هڅه شوې ده چې د افغانستان په تړاو د امریکا متحده ایالاتو د لویو سیاستونو پر تیارو برخو رڼا واچول شي. د دې فرضیې په پام کې نیولو سره چې وخت به هر څه روښانه کړې، هڅه دا ده، د هغو مواردو په رڼا کې چې تر دې دمه بربنډ شوي، د ډونالډ ټرمپ په بهرني سیاست کې د افغانستان ځای‌ځایګی روښانه کړای شي.

د امریکا نوي بهرني سیاست ته په کتو، بحث ته د داخلېدو او د مالوماتو د راټولو له‌پاره د راتلونکي تحلیل پر اساس له سناریو لیکنې، څخه چې له درې موثقو منابع څخه «کوچني، منځني او لوی تحلیل» پر اساس دا متن ترتیب شوی. دغه منابع عبارت دي له؛

۱: په ۲۱ پېړۍ کې د امریکا لوی سیاستونه (لوی تحلیل)؛

۲: د جمهوري غوښتونکیو بنسټیز تفکرات (منځنی تحلیل)؛ او

۳: د ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي سیالیو په مناظرو او د لوړې مراسمو ویناوې (کوچنی تحلیل).

د امریکا متحده ایالات، افغانستان او راتلونکې سناریوګانې

د بهرني سیاست د تفصیل/توضیح لپاره یوه مهمه لار راتلونکې مطالعات (Future Studies) دی. راتلونکې مطالعات/راتلونک‌څېړنه هم په څو ډوله تر سره کېږي پدې لیکنه کې مو (Future Studies) د سناریو لیکنې په ډول ټاکلی.

 په دې اساس درې سناریووې د افغانستان او امریکې د اړیکو په راتلونکې کې متصورې دي:

لومړۍ سناریو: په افغانستان کې د اوسني حالت ساتل او د ښاغلي اوباما د سیاست دوام؛

دویمه سناریو: منفي لوري ته د اوسني حالت بدلون او په نتیجه کې يې له افغانستان سره د کړیو ژمنو نه عملي کول؛ او

درېیمه سناریو: مثبت لوري ته د اوسني حالت بدلون او په نتیجه کې يې له افغانستان سره د خپلو ژمنو ساتل او د اړیکو پیاوړي کول.

له متداخلې تګلارې څخه په استفادې هڅه کېږي، څو د لیکنې دوام دغو درېیو سناریوګانو لپاره د یوه یوې ازموینې په توګه وړاندې کړی شي. د بحث بډای کولو، له اوږدېدو څخه یې د مخنیوي او د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو پورې د اړوندو فرضیو له ازموینې څخه د میتودولوجیک گذار په هدف، څو اساسي فرضیې دغې لیکنې د مبنا په توګه وړاندې شوي دي.

لومړۍ فرضیه: د ټرمپ بهرنی سیاست اقتصاد محور دی او پر اقتصادي محور د ټرمپ د بهرني سیاست تمرکز دوه لاملونه لري: لومړی؛ د ټرمپ فکري، کاري، تربیتي او کورني بنیادونه او دویم؛ ټرمپ د امریکت متحده ایالاتو د لویو سوداګرو له جملې څخه دی.

دویمه فرضیه: د ملي وحدت حکومت سیاستونو ته ورګرځي چي تر ډېره بریده ماهیتا اقتصاد محوره دي. دغه دوه، یوشان فرضیې؛ لکه څنګه چې جوړښت‌پالونکي (Constructivism) یې بیانوي؛ کولای شي دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو ته زمینه برابره کړي.

درېیمه فرضیه؛ د لیکوال په باور لکه څنګه چې یې په خپل کتاب «په افغانستان کې د امریکا بهرنی سیاست» کې پرې بحث کړی، د ملت-دولت جوړونې په برخه کې د امریکا د بهرني سیاست او د ۲۱ پېړۍ په نړۍوالو بدلونو کې د دغه هېواد د حضور او مشارکت د بریا سمبول افغانستان بلل کېږي. په بله وینا، که په‌دې برخه کې له افغانستان څخه هر ډول مثبت او منفي پيغام نړۍ ته وړاندې کېږي؛ کولای شي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا حضور او مشارکت ته مشروعیت ورکړي یا هم مشروعیت ترې واخلي. له همدې امله امریکا نه‌ غواړي چې افغانستان دې په ۲۱ پيړۍ کې د امریکا د نړۍوالو اړیکو او بهرني سیاست ناکام څپرکی و اوسي.

روښانه ده چې یوازې د پورتنیو مواردو د سم‌والي په صورت کې کېدای شي چې د اړوندو جزییاتو بررسي وشي.

په ۲۱ پېړۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو لوی سیاستونه

د تحلیل په لویه سطحه کې، د امریکا اوږدمهاله سیاستونه یا هغه څه چې په ۲۱ پېړۍ کې د امریکا د ملي امنیت ستراتېژي بلل کېږي؛ په رښتیني توګه د دغه هېواد د ټولو سیاسي ګوندونو او لیدلوریو د نښلولو کړۍ ده. پر دغو اصولو د نظر اجماع د دې ښکارندويي کوي چې د امریکا متحده ایالاتو کې حکومت‌والۍ د خپل بلوغ وروستي حد ته رسېدلې او د پراختیا او سمبول شمېرل کېږي. ښکاره ده چې د دغو اصولو بیانولو قطعا په‌دې معنی نه‌دي چې د امریکا دوه لوی ګوندونه (جمهوریت‌غوښتونکی او دیموکرات) او یا حتی د دغو ګوندونو سیاست‌وال دغو اصولو ته د لاس‌رسي په هدف دې د ستراتېژيو او تکتیکونو په برخه کې یو شان نظر ولري.

د امریکا متحده ایالاتو د یوې لویې موخې په بیان سره، هڅه دا ده چې د دغه هېواد په بهرني سیاست کې د افغانستان ځای‌ځایګی بررسي کړی شي.

امریکايي ستراتېژستان په ټول ظرافت سره د انتونیو ګرامشي (Antonio Gramsci) د هجمونۍ (Hegemony) نظریې ته پاملرنه لري. د یادونې وړ ده چې دغه نظریه هجمونونه یا هم د نړۍوال مسلط هېوادونه د یوې اندامورې ټولګې په توګه پېژني چې د زېږون، ودې، تسلط، بحران او بالاخره مرګ پړاوونه لري او په‌دې باور دي چې د مخکیني هجمون په زوال سره، نوی هجمون یې ځای‌ناستی کېږي او دغه بهیر په هرې پېړۍ کې لږ تر لږه یو ځل تکرارېږي. (د دغې نظریې په پام کې نیولو سره چې تر دې‌مهاله د نړۍوالو اړیکو په تاریخ کې باطله شوې هم نه‌ده؛ امریکايي متفکرین غواړي چې د لومړنیو ابطالوونکو له جملې څخه و اوسي. که ۱۹۴۵ کال د یوه نړۍوال مسلط قدرت په توګه د امریکا متحده ایالاتو د زېږون کال وګڼو او دا فرضیه هم ومنو چې هجمون ذاتا له ځانه سره مقابله رامنځته کوي؛ نو د ګرامشي د نظريې پر بنسټ شونې ده چې په ۲۰۴۵ کال کې ورو، ورو د امریکا متحده ایالاتو د زوال شاهدان و اوسو.

خو ټول مسایل نه رانغاړي. امریکایان په‌دې هڅه کې دي چې د تاریخ په بدلولو له‌دغه زوال څخه مخنیوی وکړي. یو هغه کار چې د امریکا له زوال څخه مخنیوی کولای شي د نړۍ په ستراتېژيکو برخو کې اوږدمهال او پایداره حضور دی. د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ لوی منځنی ختیځ (Great Middle East) به د نړۍ یو تر ټولو ستراتېژيکه او مهمه سیمه پاتې وي.

د تر ټولو مهم دلایل چې د پورتنۍ ادعا تقویت کوونکو په توګه وړاندې کېدای شي په لاندې توګه دي:

لوی منځنی ختیځ د نړۍ په کچه د انرژۍ تر ټولو بډایه، لویه او ارزانه زېرمه ده؛ د نړۍ تر ټولو وزګار او بې‌وزله ځواک په همدې سیمه کې ژوند کوي؛ ډېر وګړي یې نالوستي دي او په یوځايي توګه په لوی منځني ختیځ کې ژوند کوي؛ دغه سیمه د بنسټ‌پاله افراطي افکارو ودې لپاره تر ټولو زیات ظرفیت لري؛ د وسلو پېر او قاچاق لپاره تر ټولو زیاته لېوالتیا په همدې سیمه کې ده؛ او د پاکستان په ګډون د نړۍ په کچه تر ټولو زیات مخدره توکي په همدې سیمه کې تولیدېږي یا هم ترانزیت کېږي؛ دغه سیمه د امریکا د یوه تر ټولو ستراتیژيک متحد یعنې اسراییل په ګاونډ کې پرته ده؛ او …

دا چې تیل، وسلې او صهیونیزم د امریکا متحده ایالاتو؛ په ځانګړي توګه د جمهوري‌غوښتونکو له لید څخه د بهرني سیاست اصلي او اساسي موخې شمېرل کېږي؛ دغه سیمه له مخدره توکو، وسلو، بنسټ‌پاله افراطیت، انرژي، جنګي ځواک او له اسرايیل سره د ګاونډيتوب په تړاو د نړۍ په کچه یو له مهمو سیمو ده چې کولای شي د امریکا متحده ایالاتو د بهرني سیاست موتور ته حرکت ورکړي او پر نړۍ د دغه هېواد د هجمونۍ د دوام لامل شي.

د امریکا متحده ایالاتو د ملي ګټو په لړ کې له‌دغه ظرفیت څخه د استفادې په هدف اړتیا ده چې یاد هېواد په سیمه کې امنیتي چتر رامنځته کړي؛ له‌دې پرته په‌داشان یوه مهمه سیمه کې د امریکا حضور به دوام‌داره او پایدره و نه‌اوسي. د لیکوال په باور دغه امنیتي چتر په ټولو هېوادونو خپور دی چې د یوه امنیتي مستطیل ترلاندې ځاییدای شي؛ داسې مستطیل چې هند، اسراییل، ترکیه او افغانستان یې څلور ضلعې دي. د دغه امنیتي مستطیل ضلعې، په ۲۱ پېړۍ کې د لوی منځني ختيځ په سیمه کې د امریکا ستراتېژيک ملګري دي. داسې ایسي چې دغه څلور ستراتېژيک شریکان له هغو نورو هېوادونو سره یوځای چې د دغو څلورو ضلعو ترمنځ واقع دي، په ۲۱ پېړۍ کې د امریکا متحده ایالاتو د هجمونۍ د موخو پوره کوونکي او د تسلط اسانوونکي هېوادونه دي. د دغه مستطیل د نه رامنځته کېدو په صورت کې، په نړۍوالو معادلاتو کې د امریکا د ځواکمن حضور لپاره امنیتي چتر نه رامنځته کېږي.

لیدل کېږي چې د امریکا په نړۍوالو سیاستونه او امنیتي معادلاتو کې د دغه مستطیل د یوې ضلع په توګه د افغانستان ځای‌ځایګی برجسته دی. جالب ټکی دا دی چې په‌دغه امنیتي مستطیل کې، هند له خپلو متعددو ظرفیتونو سره به د دې لامل شي چې د امریکا په نړۍوال سیاست کې ورو، ورو پاکستان څنډې ته کوي. د افغانستان او امریکا د مخکینیو ولسمشرانو حامد کرزي او بارک اوباما ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو د هوکړه‌لیک لاسلیکېدل او ورسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د هوکړه‌لیک (BSA) لاسلیکول، د دغه امنیتي مستطیل په ختیځې ضعلې کې امنیتي تعاملاتو ته نوی رنګ ورکړی دی.

په نږدې راتلونکې کې به د دغه مستطیل د نورو غړیو تر منځ هم همکارۍ پراختیا و مومي او د دې شاهدان به و اوسو چې د افغانستان-هند، افغانستان-ترکیه، ترکیه-اسراییل، هند-اسراییل او ترکیه-هند او همداراز له‌دغو څلورو هېوادونو سره د امریکا په اړیکو کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته کړی شي. د امریکا په بهرني سیاست کې د دغو څلورو هېوادونو حضور ستراتېژيکه او د نورو ټولو هېوادونو حضور تکتیکي بڼه لري.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *