ډېر پسې سر مه خوږوئ دلته د القابو او نومونو سره تل ظلم شویدي، له ډېرې کمې استثنايي پرته نه زموږ جنرال والاکه د جنرال غوندې وي، نه مو د پوهنتون استاد، استاد دی، نه مو محصل والاکه د محصل پهڅېر خواريکښ وي، نو مو عسکر والاکه د عسکر پهڅېر اخلاق ولري، نه مو دفتردار والاکه د یو اخلاقي او دفتري پهڅېر چلن کوي، نه مو قوماندان والاکه داسې وي، لکه یو قوماندان…بیا هم وایم، له ډېرې کمې استثنا پرته، ټول له ماشینه تېر شويدي، نه د یو پروسيجر لهمخې!
اوس که د مارشالۍ بحث وي، نو هغه هم همداسې درواخلئ، کله چې تاسو د هغه چا د پاره، چې له انسان يې «سپي» او «سپيجنګۍ» ته ډېر اهمیت ورکولو، د مارشالۍ په رتبه ورکولو غلي وئ، نو اوس ولې چيغې وهئ؟ هماغه مهال هم زموږ محبوبالقلوب (!) پخواني رییس جمهور ښاغلي کرزي هغه چاته دا رتبه په سینه وروټومبله، چې په زړه او مغز کې يې د وطن له چور او تالان بل فکر نهوو.
زه په هيڅ صورت، نه له تېر مارشال سره موافق وم او نه لهدې اوسني د دشت لیلي قاتل سره؛ خو که بحث د دوه مارشالانو تر منځ په مقایسوي یا Comparative ډول کوئ، نو د اوسنۍ مارشالۍ ورکړې سره یا مجاهدزاده مخالفت لري او یا هم خلق/پرچمزاده، درېیم يې ښايي زما پهڅېر وي، چې لهدې ۲۰ کالو ورهاخوا څه يې نهوي په یاد. بحث دا دی، که د مجاهد زوی لهدې ټکي سره مخالفت کوي، نو لومړی دې له خپل پلار یا مشرانو وپوښتي، چې د جګړو پر مهال دوستم ته د «خالد بن ولید» دروند لقب چا ورکړ؟ او که د خلق/پرچمزاده يې مخالفت کوي، نو له خپلو مشرانو دې پوښتي، چې همدې قاتل دوستم ته چې هغه مهال یو عادي ملېشه وو، د جنرالۍ رتبه چا پر اوږه وټومبله!؟
اوس که ووایم، چې دا بحث هم د ټلوالۍ له هغه کمکيانو له لوري موږ پښتنو ته را انتقال شو، چې نه غواړي د یو مارشال تر څنګ دې په افغانستان کې بل مارشال وي، نو بیا وايئ، چې داسې نهده، خو دا ومنئ، ځکه دې بحث وروسته له هغه زور واخیست، چې ډاکټر عبدالله له ښاغلي غني څخه په خپلو غوښتنو کې دوستم ته د مارشالۍ د ورکړې غوښتنه وکړه. باور وکړئ، موږ همدومره ناپوه یو، چې په ناخوداګاه ډول د ټامي په چیغو وهلو سره راتلونکي بېسواده تالب ته په نظام کې د ننوتلو کمپاین کوو او اوس پهدې چیغو د ادیب فهیم د پلار دفاع کوو.
و ما علینا الالبلاغ