تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /پنجشنبه/ له آیرلنډ څخه د شل اوریه سیالیو د لړۍ لومړۍ مسابقه په ۵ ویکټونو وګټله.

د دې سیالۍ پچه آیرلنډ وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی پخپله بیټنګ وکړي.

آیرلند د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۳۲ منډې وکړې.

محمد نبي عیسي خېل او راشد خان هر یوه ۲ لوبغاړي وسوځول. دوه نور مجیب ځدراڼ او کریم جنت وسوځول.

خو په بیټنګ کې، د افغانستان ټیم په پیل کې تر فشار لاندې راغی، یوازې سمیع الله شینواري نسبتاً ښه بیټنګ وکړ.

خو کله چې محمد نبي او نجیب ځدراڼ جوړه شول، د لوبې وضعیت بدل شو. دوی دواړه وتوانېدل چې د لوبې تر پایه ملګرتوب ته دوام ورکړي او په ګډه ۷۹ منډې جوړې کړي.

محمد نبي، چې دوه لوبغاړي یې د لږ منډو د ورکولو ترڅنګ وسوځول او تر ټولو زیاتې منډې یې (۴۹) وکړې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دواړه لوبډلې به د هند په دوهرادن لوبغالي کې دوې نورې شل اوره سیالۍ هم کوي.

د افغانستان او آیرلنډ دوهمه شل اوره سیالي به د شنبې په ورځ /فبروري ۲۳/ په دهرادون لوبغالي کې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *