تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا د هیواد ملي امنیتي ځواکونو ته امر کړی دی چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هر راز تېري ته کلک ځواب ووايي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وروسته له دې امنیتي ځواکونو ته دا امر ورکړ چې امنیتي چارواکو د ډیورنډ کرښې له پوري غاړې څخه افغانستان ته د پاکستاني پوځیانو د راننوتو په اړه راپور وړاندې کړ.

د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا په غونډه کې همداراز د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د همهالو حملو په اړه پر استخباراتي راپور غور وشو.

په غونډه کې د هغو پنځو پاکستانیانو په اړه هم خبرې وشوې چې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د حملو په لړ کې نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې امنیتي ځواکونو ته دغه راز امر شوی چې د پاکستان د هر ډول لاسوهنې او له ډیورنډ کرښې دې خوا ته د پاکستاني پوځیانو د حملو په وړاندې له ټول ځواکه کار اخیستلو ته چمتو واوسي.

دا په داسي حال کې ده چې پرون په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان مرستیال د افغان طالبانو ترڅنګ د پاکستاني پوځیانو د جنګېدو په اړه د افغان چارواکو ادعاوې تایید نه کړې، ویې ویل چې دا ډول څرګندونې ګټه نه لري.

0 thoughts on “افغانستان امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې د پاکستان هر تېري ته کلک ځواب ووايي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *