تاند- د ټیستلوبو لپاره د افغانستان او آیرلنډ هیله د پوره کېدو په حال کې ده او ټاکل شوې ده چې دواړه هیوادونه د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۲۰ ټیستلوبې وکړي.

د (espncricinfo.com) د راپور له مخې، د هغه مهالوېش پر اساس چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۸ م کال په جون کې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري تصویب شي، آیرلنډ به ۱۶ ټیست مسابقې وکړي، خو د افغانستان لپاره ۱۳ ټیستلوبې په پام کې نیول شوي دي.

تفصیل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *