تاند- افغانستان او آیرلنډ د ۲۰۱۴ کال د شل اوریزو نړیوالو سیالیو جام ته بریالي شول. افغانستان تر دې مخکې پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو ته هم بریالی شوی و. پنځوس اوریز نړیوال جام په ۲۰۱۵ میلادي کال په نیوزیلنډ او استرالیا کې کېږي خو د شل اوریزو نړیوالو اتلولیو د جام کوربه بنګله دېش دی.

افغانستان د بي ګروپ او آیرلنډ د اې ګروپ د سرخېلو لوبډلو په توګه په مستقیم ډول د ۲۰۱۴ کال شل اوریزو اتلولیو ته بریالي شول.

دواړو ټیمونو له اوو سیالیو څخه شپږ ګټلي دي. په دې تفاوت چې آیرلنډ هیڅ ماته نه ده کړې خو یوه لوبه یې ډرا شوې ده مګر افغانستان یوه لوبه پر هالنډ بایللې ده.

ایرلنډ نن /یکشنبه/ هانګ کانګ ته په ۸۵ منډو ماتې ورکړه. افغانستان بیا کینیا په ۳۴ منډو مات کړ.

1د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د روان تورنمنټ له مقرراتو سره سم د هر ګروپ سرخېل په اتومات ډول د ۲۰۱۴ کال د بنګله دېش د شلو اورونو اتلولیو ته لاره مومي. خو پاتې لوبډلې یې باید په خپل منځ کې سره معلومه کړي.

هانګ ګانګ د چهارشنبې په ورځ له نیپال سره او متحده عربي امارات له هالنډ سره مخامخ کېږي. د دواړو لوبو ګټونکي هم د ۲۰۱۴ کال د بنکله دېش د شل اورونو اتلولیو ته لاره موندلی شي.

د آیرلنډ لپاره دا پر له پسې څلورم ځل دی چې شل اوریزو نړیوالو اتلولیو ته بریالی کېږي. خو د افغانستان دا درېم ځل دی چې په دغو اتلولیو کې د ګډون ویاړ ترلاسه کوي.

د کرکټ نړیوال کتونکي په لنډه موده کې د افغانستان لپاره دومره لوی مزل حیرانوونکی بولي.

د افغانستان او کینیا د لوبې شېبه په شېبه حال

One thought on “افغانستان او آیرلنډ د ۲۰۱۴ کال شل اوریز جام ته بریالي شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *