تاند- افغانستان او اروپايي اتحادیه د راتلونکې جمعې په ورځ /فبروري۱۷/ د جرمني په مونشن ښار کې د مشارکت او پرمختګ په اړه د همکارۍ موافقه لاسلیکوي.
اروپايي شورا د دوشنبې په ورځ /فبروري۱۳/ پرېکړه وکړه چې دا موافقه د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې فیدریکا موغیرني ترمنځ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شي.
اروپايي اتحادیه وايي، د مشارکت او پرمختګ په برخه کې د همکارۍ موافقه به د افغانستان او اروپايي اتحادیې په اړیکو کې یو نوی چوکاټ رامنځته کړي.
دا موافقه د بدلون (transformation) په لسیزه کې (له ۲۰۱۴ تر ۲۰۲۴ پورې) د افغانستان د پرمختیايی چارو لپاره شویو ژمنو ته، چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په څلورمه او پنځمه د بروکسل په کنفرانس کې شوې وې، رسمي او عملي بڼه ورکوي.
اروپايي اتحادیه وايي، له افغانستان سره په موافقې کې یو لړ شرطونه او اصول شامل دي چې راتلونکی مشارکت به یې پر بنسټ ولاړ وي.
په دغو شرطونو او اصولو کې د بشري حقونو پر مسلو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقونو په اړه پر منظم دیالوګ تاکید کېږي.
موافقه پراخې اقتصادي او سیاسي برخې؛ لکه د قانون حاکمیت، روغیتا، کلیوالي پراختیا، ښوونه او روزنه، ساینس او تکنالوژي او همداراز له فساد، تروریزم، ترهګرو ته له پیسو ورکولو، پیسو مینځلو، منظمو جنایتونو او مخدرو موادو سره مبارزه رانغاړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر مونشن ښار ته نژدې په نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړي.
افغانستان تقریباً هر کال په دغه کنفرانس کې ګډون کوي.