تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان د مالیې وزیر د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو له مشرې سره د دوه اړخیزو همکاریو موافقه نن /جمعه/ په مونشن کې لاسلیک کړي.
د افغانستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ د مشارکت او پرمختګ په اړه د همکارۍ موافقه د افغانستان له لوري د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اروپايي اتحادیې له لوري د دې اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فیدریکا موغیرني د مونشن د امنیتي کنفرانس ترڅنګ لاسلیکوي.
اروپايي شورا د دوشنبې په ورځ /فبروري۱۳/ پرېکړه وکړه چې له افغانستان سره دا موافقه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک کړي.
اروپايي اتحادیه وايي، د مشارکت او پرمختګ په برخه کې د همکارۍ موافقه به د افغانستان او اروپايي اتحادیې په اړیکو کې یو نوی چوکاټ رامنځته کړي.
دا موافقه د بدلون (transformation) په لسیزه کې (له ۲۰۱۴ تر ۲۰۲۴ پورې) د افغانستان د پرمختیايی چارو لپاره شویو ژمنو ته، چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په څلورمه او پنځمه د بروکسل په کنفرانس کې شوې وې، رسمي او عملي بڼه ورکوي.
اروپايي اتحادیه وايي، له افغانستان سره په موافقې کې یو لړ شرطونه او اصول شامل دي چې راتلونکی مشارکت به یې پر بنسټ ولاړ وي.
په دغو شرطونو او اصولو کې د بشري حقونو پر مسلو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقونو په اړه پر منظم دیالوګ تاکید کېږي.
موافقه پراخې اقتصادي او سیاسي برخې؛ لکه د قانون حاکمیت، روغیتا، کلیوالي پراختیا، ښوونه او روزنه، ساینس او تکنالوژي او همداراز له فساد، تروریزم، ترهګرو ته له پیسو ورکولو، پیسو مینځلو، منظمو جنایتونو او مخدرو موادو سره مبارزه رانغاړي.