تاند- د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې او د اروپايي کمیسیون مرستیال ريیسې فدریکو موغیرني نن /شنبه/ د افغانستان له مالیې وزیر اکلیل حکیمي سره د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د پرمختګ او مشارکت په اړه د همکارۍ موافقه لاسلیک کړه.
اغلې موغیرني وویل«اروپايي اتحادیه تل د افغانانو ترڅنګ درېدلې او د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي. په بروکسل کې د تېر کال له بریالي نړیوال کنفرانسه وروسته چې موږ یې په ګډه مشري وکړه، اوس زموږ همکاري نوره هم زیاته شوې ده. د همکارۍ موافقه به چې موږ نن سره لاسلیک کړه موږ ته امکان برابر کړي چې د بشري پراختیا، فساد ضد، حکومتولۍ، د قانون حاکمیت او د مهاجرت پر سر د همکارۍ په شان برخو کې لا زیاته ملګرتیا وکړو.
دا موافقه د مشارکت موافقه نومېږي او عملاً هم همداسي ده. اروپايي اتحادیه به د افغانانو په خاطر د افغانستان د ثبات او پر له پسې پرمختګ لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.»
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل«د پرمختګ او مشارکت په اړه د همکارۍ موافقه د افغانستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ د شراکت او همکارۍ لپاره حیاتي چوکاټ دی. دا موافقه د بون د ۲۰۱۱ کال، د توکیو د ۲۰۱۲ کال، د لندن د ۲۰۱۴ کال او د بروکسل د تېر کال په کنفرانسونو کې د ثبات او پرمختګ لپاره زموږ د دوه اړخیزو ژمنو پخلی کوي…..»
اروپايي شورا د روانې فبروري په دیارلسمه پرېکړه وکړه چې له افغانستان سره دا موافقه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک کړي.
اروپايي اتحادیه وايي، د مشارکت او پرمختګ په برخه کې د همکارۍ موافقه به د افغانستان او اروپايي اتحادیې په اړیکو کې یو نوی چوکاټ رامنځته کړي.
دا موافقه د بدلون (transformation) په لسیزه کې (له ۲۰۱۴ تر ۲۰۲۴ پورې) د افغانستان د پرمختیايی چارو لپاره شویو ژمنو ته، چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په څلورمه او پنځمه د بروکسل په کنفرانس کې شوې وې، رسمي او عملي بڼه ورکوي.
اروپايي اتحادیه وايي، له افغانستان سره په موافقې کې یو لړ شرطونه او اصول شامل دي چې راتلونکی مشارکت به یې پر بنسټ ولاړ وي.
په دغو شرطونو او اصولو کې د بشري حقونو پر مسلو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقونو په اړه پر منظم دیالوګ تاکید کېږي.
موافقه پراخې اقتصادي او سیاسي برخې؛ لکه د قانون حاکمیت، روغیتا، کلیوالي پراختیا، ښوونه او روزنه، ساینس او تکنالوژي او همداراز له فساد، تروریزم، ترهګرو ته له پیسو ورکولو، پیسو مینځلو، منظمو جنایتونو او مخدرو موادو سره مبارزه رانغاړي.